شاته

پوهنې وزارت نن ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګيو له نجونو زده‌کوونکو ازموينه واخيسته

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو له ښوونځي نه د فراغت ازموینه واخيسته.

قدريه جاغوري چې د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده وايي، د خپلې متعلمۍ د دورې تر ټولو سخته ازموینه يې ورکړه.

نوموړې وايي: " نننۍ ازموینه چې واخیستل شوه ، داسې ازموینه وه چې موږ اصلآ نه پوهېدلو چې څه رقم امتحان ورکړو، د کال په پیل کې یې موږ ته حتا کتابونه هم نه و راکړي، له دا ډول ازموینې سره بلد نه و، ټولې پوښتنې مو پاتې شوې، موږ له دې امتحانه خوښ نه یو ځکه پوښتنې بیخي ډېرې وې او له بده مرغه زموږ پوښتنې پاتې شوې."

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت نن په ټول افغانستان کې د دولسمو ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو ښوونځي نه د فراغت ازموینه واخيسته.

د ازموينې تر اخيستلو مخکې او وروسته په پلازمېنه کې د یاد وزارت مسوولینو د دغې ازموینې د څرنګوالي په اړه زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ویاند فرهاد احمد له ازموينې مخکې ازادي راډیو ته وویل، چې ازموینې ته درې ساعته وخت ورکول کېږي.

نوموړي ويلي: "د دولسم ټولګي له نجونو نه د فراغت له پاره د یوې ورځې له‌پاره د کانکور په څېر ازموینه اخیستل کېږي، درې ساعته به دوام وکړي، په دې ازموینه کې یو سل او څلوېښت پوښتنې راغلي دي، څلور ځوابه دي او هر سوال بیا لس نمرې لري."

ازموینه لس بجې پیلېږي، درې ساعته به دوام وکړي

ښاغلي فرهاد احمد د طالبانو د پوهنې وزارت له‌خوا هغه غږیز پیغام چې تېره ورځ د ازموینې په اړه د ښوونځیو له مدیرانو سره شریک شوی و، هم له ازادي راډیو سره شریک کړ.

په دې پیغام کې چې نه‌دي ویل شوي د چا په غږ دی، ټینګار شوی، چې ازموینې همدا یو ورځ ده او بل چانس ورته نه‌شته.

ډ ټولو مضمونونو ازموینه په یوه ورځ، څو ساعتونو کې، د هغوی لپاره چې ټول کال په کور ناستې او ښوونځيو یې تړلي وه.

د پوهنې وزارت لوګو
د پوهنې وزارت لوګو

"زه د الجبر استاده یم په یوه ورځ د دومره ډېرو زده‌کونکو د ازموینې پارچې څه رقم سره بېلې کړم؟"

په کابل کې د یوه ښوونځي ښوونکې چې دا هم نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل، په یوه ورځ د ټولو مضمونونو ازموینه نه یوازې زده‌کونکو بلکې د دوی لپاره هم سخته ده.

يادې ښوونکې وويل: "زه د الجبر استاده یم په یوه ورځ د دومره ډېرو زده‌کونکو د ازموینې پارچې څه رقم سره بېلې کړم؟ څه وخت یې بیا وګورو؟ معلوم داره خبره ده چې زده‌کونکو درس نه‌دی ویلي. نو پارچه هم سمه نه‌شي حل کولای، که مرسته ورسره کوو څه وکړو؟ که یې ناکاموو څه وکړو، د ښوونځي له‌خوا په ازموینه کې په شفافیت ټینګار کېږي، دوی چې درس نه‌دی ویلی څه رقم شفافه ازموینه واخلو."

په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته چې دا دې نږدې شپاړلس میاشتې پرې اوړي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت مخکې ویلي، په دې اړه به د دوی مشرتابه پرېکړه کوي.

د دوی دا کار په کور دننه او بهر په پراخ ډول غندل شوی دی.

تازه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د سې شنبې په ورځ په خپله توېټر پاڼه لیکلي، د افغان ښځو او نجونو حقونو ته باید درناوی وشي او دوی په شا ونه تمبول شي.