شاته

کرن ډيکر: افغان معلولې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

د افغانستان لپاره د متحده‌ایالاتو شارژدافیره چې له دوحې فعالیت کوي د افغان معلولو نجونو او ښځو وضعیت اندېښمنه کړې.

کرن ډیکر چې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې په افغانستان کې له یو شمېر معلولو ښځو سره خبرې کړي وايي، متاثره شوې چې د ټولنې دا قشر چې له ټولو ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري، له یاده ویستل شوی دی.

مېرمن ډیګر زیاته کړې: "هر کله چې موږ معلولیت لرونکو وګړو ته فرصت ورکړو، دا کار به زموږ اقتصاد، کورنیو او ټولنې سره مرسته وکړي."

د ډسمبر دویمه د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ ده. د رسمي شمېرو له‌مخې، افغانستان کې ۱۵ سلنه وګړي معلول دي.

په افغانستان کې د معلولو ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې په ټوله کې طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو په نقض تورن دي.

کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف
کابل کې يو شمېر افغان مېرمنې د لاريون پر مهال، انځور - ارشيف

تازه نن سهار د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا څانګې په خپله رسمي فېسبو‌ک‌پاڼه لیکلي، هغه ښځې چې په خپل هېواد، ګاونډ او خپل کور کې خوندي نه‌دي، افغان مېرمنې دي.

دې سازمان له ټولو غوښتي چې هغه عریضه لاس‌لیک کړي چې له طالبانو غواړي، په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي کړي.

ياد سازمان د عریضې په بڼه دا انلاین فورم مخکې په خپله وېبپاڼه خپور کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یوه ډله فعالانو د برېټاینې صدراعظم ریشي سوناک ته یو لیک لېږلی او له هغه یې غوښتي، چې په افغانستان له ښځو سره جنسیتي تبعیض وننګوي.

د ښځو دې ایتلاف د برېټانیا له حکومت دا هم غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اوسني بد وضعیت د څېړلو په اړه یوه غونډه جوړه کړي.

دې لیک کې صدراعظم ریشي سوناک ته دا هم لیکل شوي، څو هغو افغان نجونو او ښځو سره چې ژوند یې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دی، له دې هېواده د وتو او په برېټانیا کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.

سکای نیوز چې د دې لیک له محتوا یې راپور جوړ کړی وايي، دا لیک له اوویاو ډېرو بانفوذه افغان نجونو او ښځو لاس‌لیک کړی، خو د دوی نومونه یې نه‌دي لیکلي.

د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: "افغان نجونې او ښځې د نړۍ د بل هر ځای په پرتله له سختونو بندیزونو سره مخ دي او دا بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي."

"افغان نجونې او ښځې د نړۍ د بل هر ځای په پرتله له سختونو بندیزونو سره مخ دي"

له طالبانو مو په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په اړه په کور دننه او نړیواله کچه ورځ تر بلې د اندېښنو د زیاتېدو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب را نه کړ، مګر له دې وړاندې یې ویلي، دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته حقونه ورکړي.

په افغان نجونو او ښځو د طالبانو وروستیو بندیزونو ښځینه حمامونو، تفریحي پارکونو او سرپټو لوبغالو ته په تلو بندیز شامل دی.

له دې وړاندې دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، له محرم پرته یې د ښځو په لرې واټن سفر بندیز لګولی او مخ پټول یې هم اجباري کړي دي.