شاته

امریکا عدلیې وزارت: افغان کډوالو سره مرسته کوو چې خپل کاري حقوق وپېژني

د امریکا د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ لسمه) اعلان وکړ چې افغان او اوکرایني کډوالو ته یې یو لړ منابع ځانګړې کړې چې د خپل کار حقونه وپېژني.

د عدلیې وزارت وايي چې د دغو منابعو په اساس به کډوالو ته وضاحت ورکول کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د (د مهاجرت او تابعیت خدمتونو) ادارې د قانون په اساس د کومو حقوقو څخه برخمن دي، دا قانون همدغه راز د ګمارنو په مهال د تبعیض په ضد دی.

په امریکا کې د فدرال قانون هم د کارګرو څخه ملاتړ کوي او د قانون په اساس کار ګمارونکي حق نلري چې د کارګرو له تبعیض څخه کار واخلي.

د عدلیې وزارت د مدني حقونو د څارنوال مرستیالې کرستین کلارک وویل چې اداره یې په امریکا کې له مېشتو افغان او اوکرایني کډوالو سره مرسته کوي او همدغه راز له ټولو امکاناتو څخه کار اخلي چې د کار په ځای کې له هغوی سره تبعیض ونشي.

دا وزارت وايی په امریکا کې مېشت کډوال حق لري، چې د خپل هویت د اثبات لپاره او دا چې د کار کولو اجازه لري، کار ګمارونکو ته هر ډول اسناد، چې خوښه یې وي، وښيي. په دې مانا چې کار ګمارونکي حق نلري د کارګرو د هویت پېژندنې او د هغوی د کار ارزولو په مهال له تبعیض څخه کار واخلي.

د عدلیې وزارت همدغه راز د هغو کسانو په اړه چې دایمي‌ اقامه لري او یا د ځانګړو پروګرامونو په اساس په امریکا کې ژوند کوي، هم معلومات وړاندې کوي.

وزارت وايي هغه کارګر چې فکر کوي د دندې اخیستلو په مهال ورسره تبعیضي چلند شوی، کولای شي د کار ګمارونکو په ضد دعوه وکړي.

وزارت له کارګرو سره په دې برخه کې د مرستې لپاره د تیلیفون شمېره او ایمیل ادرس هم خپاره کړي‌ دي.