شاته

امریکا د پاکستاني طالبانو 'مشر ترهګر وپېژنده او افغانستان کې یې د اقدام' ژمنه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت اعلان کړی دی چې په جنوبي اسیا کې د القاعده ډلې او پاکستاني طالبانو مشران د ترهګرو په توګه پېژني او ورسره یې په افغانستان کې د ګواښونو د زیاتېدو په اړه د اقدام کولو ژمنه کړې ده.

په دغو کسانو کې د هند په لویې وچې کې د القاعده ډلې څلور مشران هم شامل دي او اسامه محمود، چې ځان یې «امیر» اعلان کړی، هم شته.

همدغه راز په دوی کې د پاکستاني طالبانو مشر مفتي حضرت دیروجي چې په قاري امجد هم مشهور دی، شامل دی. دی د پاکستاني طالبانو په مشرتابه کې دویم کس دی.

امریکا په داسې وخت کې دا اعلان کوي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له بیا راتګ وروسته د پاکستاني طالبانو فعالیتونه زیات شوي دي. د امریکا حکومت وايي چې د پاکستاني طالبانو مشر دیروجي په خیبر پښتونخوا کې د خپلې ډلې فعالیتونه څاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ لسمه) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا اقدام یې د «هغو دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا د نړیوال تروریزم په ځای بدل» نشي.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې ده: «موږ به د خپل تعهد د عملي کولو لپاره له ټولو اړوندو وسیلو څخه کار اخلو چې نړیوال ترهګر په افغانستان کې په مصون ډول د فعالیت کولو جوګه نشي.»

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو دا څلور کسان همدغه راز د «نړیوالو ځانګړو ترهګرو» په توګه هم پېژندلي چې په امریکا کې له دوی سره مالي تعاملات جرم ګڼل کېږي او شتمنۍ یې ګنګل کېږي.

امریکا د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه واېستل او ورسره «اسلامي جمهوریت» نسکور او طالبان بیا واکمن شول.

امریکا د روان کال د جولاۍ په درېیمه نېټه په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وواژه او طالبان یې تورن کړل چې په قطر کې له امریکا سره له لاسلیک شوي تړون څخه یې سرغړونه کړې ده.

په تړون کې یوه ماده دا ده چې طالبان به په افغانستان کې ترهګرو ته خوندي ځای نه ورکوي او نه به پرېږدي چې افغان خاوره د بل چا په ضد وکارول شي.

امریکا همدغه راز د ۲۰۱۹ د سپتمبر په میاشت کې د هند د لویې وچې لپاره د القاعده بنسټګر عاصم عمر د هلمند په ولایت کې په یو لړ ګډو عملیاتو کې وواژه.