شاته

د سوداګرۍ پر سر د اختلافاتو سره سره، بایډن مکرون ته تود هرکلی ووایه

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پنجشنبه ډسمبر اوله (لیندۍ۱۰) په سپینې ماڼۍ کې د فرانسې جمهور رئیس ایمانول مکرون ته په ځانګړو تشریفاتو کې ښه راغلاست ووایه او د پاریس او واشنګټن تر منځ د "نه ماتیدونکي" اتحاد ژمنه یې وکړله.

د فرانسې جمهور رئیس ته په سپینې ماڼۍ کې د سرو غالیو غوړولو تر څنګ، د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو ځانګړې قطعې او د هوایي ځواکونو قطعاتو سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي مکرون د ننوتلو پر وخت د تشریفاتو ځانګړي مراسم پر ځای کړل.

جو بایډن ښاغلي مکرون ته د ښه راغلاست پر وخت وویل، " فرانسه زمونږ یو تر ټولو زوړ متحد دی او د آزادۍ په ارمان کې زمونږ ټینګ ملګری دی".

ښاغلي مکرون هم وویل چې فرانسه او امریکا په ډیرو جنګونو کې د یو بل سره ولاړ و او د روسیې پر ضد د اوکراین په جګړې کې یې د دې هیواد سره د غربي هیوادونو ملاتړ ته اشاره وکړله.

ایمانیول مکرون پخپلو خبرو کې وویل چې په اوکراین د روسیې د یرغل څه باندې ۱۰ میاشتې کیږي او د دې اړتیا ده چې یو ځل بیا په جګړې کې ملګري شي.

هغه وویل چې واشنګټن او پاریس د آزادۍ او دموکراسۍ د ارزښتونو په برخې کې یو شان نظر لري.

ټاکل شوې چې دواړه مشران به د اوکراین سره د ملاتړ پر سر د خبرو تر څنګ په ګڼ شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړي.

د هند – آرام سمندر په سیمه کې د چین نفوذ، د ایران اټومي پروګرام او د افریقا په ساحل کې امنیت هغه څه دي چې ښایي د متحده ایالاتو او فرانسې مشران به پرې وغږیږي.

فرانسه یو کال وړاندې وروسته تر هغه په غصه شوه چې متحده ایالاتو موافقه وکړله اسټرالیا ته په اتومي برښنا چلیدونکي اوبتلونه وپلوري ځکه د همدې تړون له کبله اسټرالیا د فرانسې څخه د ۱۰۰ ملیارد ډالرو په ارزښت په ډیزلو چلیدونکو اوبتلونو قرارداد فسخ کړی و.