شاته

په امریکا کې سمندري طوفان دلاسه د مړو کسانو شمېره ۸۵ ته رسېدلې

په امریکا کې د این نومې سمندري طوفان دلاسه د مړو کسانو شمېره ۸۵ ته رسېدلې ده او امداي کارکونکي د طوفان نه زیات ځپل شوي ریاست فلورېډا کې د ساحل سره نژدې سیمو نه خلک د راوېستلو هلې ځلې کوي.

په سمندري طوفان کې د خلکو د مړينې ورستۍ شمېره د اتوار، يکشنبې، وښودل شوه.

د قدرتي افتونو په مهال د امداد د وفاقي حکومت ادارې فېډرل اېمرجنسي مېنېجمنټ اېجنسي، فیما، یو چارواکي سي اېن اېن ټېلې وژن ته وویل په طوفان ځپلو علاقو کې امدادي کارکونکي کور په کور ګرځي چې دا خبره یقیني کړي چې څوک بې درکه نه دي.

فلورېډا ریاست د طوفان نه تر ټولو زیات متاثر شوی دی او هلته تر اتو لکو پورې صارفین د بجلۍ نه تر اوسه محرومه دي. طوفان د شورو، چهارشنبې، په ورځ فلورېډا او خلیج مېکسیکو ورسېدلی و.

په فلورېډا کې لي کاونټي د طوفان نه زیاته متاثر شوې او زیات کسان هم هلته مړه شوي دي.

صدر جوبایډن او د هغه مېرمن جېل بایډن به د ګل، دوشنبې، په ورځ د پورټوريکو جزیرې دوره کوي چې طوفان دلاسه د نقصان جاج واخلي.

يادونه: د وي او ای د دې رپورټ ځینې معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي