شاته

د پاکستان پوځي مشر د امریکې په سفر دی

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باوجوه په رسمي امریکې ته را رسېدلي دی او رپورټونه وايي هغه به په واشنګټن کې د لوړ رتبه امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه کوي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل جنرل باوجوه د امریکي په نیویارک کې د متحده قومونو د مشر د پوځي چارو مشیر جنرل بېرامی ډیوپ سره ولیدل.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي امریکې ته د جنرل باوجوه د دورې په اړه په رسمي ډول څه معلومات نه دي شریک کړی شوي خو وېل کېږي چې هغه به په امریکا کې یوه هفته تېروي او توقع ده چې د نورو امریکايي مامورینو ترڅنګ د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن سره هم وويني.

د رپورټ ترمخه جنرل باجوه په داسې حال کې د امریکې دروه کوي چې اینده میاشت يې د ملازمت مېعاد ختمېږي.

امریکې ته د جنرل باجوه د راتګ په باره کې څېړونکي ظفر نواز جسپال وي او ای ته وویل چې دا دوره په داسې وخت کې کېږي چې د امریکې او پاکستان په تعلقاتو کې څه قدرې بهتري لیدل کېږي.

د جنرل باوجوه نه مخکې د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زداري هم داه میاشت د امریکې دوره کړې ده.