شاته

طالبانو د هشت صبح او زاویه نیوز ویپاڼې وتړلې؛ نۍ: له سره فکر وکړئ

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت وايي چې د هشت صبح او زاویه نیوز ویبسایټونه یې تړلي دي.

د طالبانو د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي چې دغو رسنیو د طالبانو د مشرانو په ضد «درواغجن تورونه او غیر متوازن» راپورونه خپرول. طالبانو په دې اړه نور معلومات خپاره کړي نه دي خو ویلي دي چې د یوې پرېکړې په اساس یې دا کار کړی دی.

د زاویه نیوز مسئولینو د طالبانو دا پرېکړه غندلې ده او د بیان د ازادۍ خلاف یې بللې ده او ویلي دي چې د یوې بې پرې رسنۍ په توګه یې تل هڅه کړې ده د خلکو غږونه پورته کړي او هلته د روانو ظلمونو په اړه راپورونه ورکړي.

د هشت صبح ورځپاڼې هم تائید کړې ده چې طالبانو یې ویپاڼه ځنډولې ده خو وايي چې په نوي ادرس خپل فعالیتونه روان ساتي.

د زایې نیوز هم ویلي دي چې دوی په بل ادرس باندې به خپل فعالیتونه روان وساتي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې «نۍ» له طالبانو غوښتي دي چې په دې پرېکړې باندې له سره کتنه وکړي. نۍ وايي د قانون په اساس دا کار د رسنیو د محدودیت او سانسور په مانا دی.

نۍ وايي که دغو دوو رسنیو سرغړونې کړې وې، نو باید د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ته دې معرفي کړل شي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي وو چې طالبانو په پراخ ډول رسنۍ سانسورې کړي او له خبریالانو سره یې له زور زیاتي څخه کار اخیستی دی. دغه سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د خبریالانو او په خاص ډول د ښځینه خبریالانو وضعیت «ډېر بد» دی.

د بشري حقونوڅار ډله وايي چې خبریالان د افغانستان په ولایتونو کې د طالبانو له لوري د وهلو او ټکولو له ویرې خودسانسورۍ ته مخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په افغانستان کې د رسنیو لپاره یو لړ جدي اقدامات او محدودیتونه ولګول.