شاته

‎امريکا د ملګرو ملتونو نه د چين خلاف د بشري حقونو په اړه د بحث غوښتنه کړې

واشنګټن- امريکا د ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې د نړيوالې ادارې لخوا د تيار کړل شوي رپورټ په رڼا کې دې بحث راجوړ کړل شي چې پکې دا شک څرګند شوی چين ممکن ده په سينګکيانګ کې بشري حقونه پايمال کړي وي چې د بشريت خلاف جنايت دی.

په خپل ځانګړي قرارداد کې امريکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل نه غوښتي چې د چين خلاف دې په سينګکيانګ کې د ويغورو د بشري حقونو د پايمالۍ په اړه د ياد کونسل په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.

د قرارداد متن چې ای ايف پي ورته لاس رسی لرلی برتانيا، کنېډا، سويډن، ډنمارک، فرانس، ايس لينډ او ناروې هم بدرګه کړی دی.

چين د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې د پخوانۍ مشرې مېشل بيچېلېټ د هغې رپورټ وروستو د سختو پلټنو سره مخ دی چې پکې ويل شوي ممکن ده چين په سينګکيانګ کې د بشري حقونو نه سر غړونه کړې وي.

په رپورټ کې د باوري تورونو ذکر شوی چې ممکن چين په لويه کچه تشدد کړی وي، يو اړخيزه بنديوانۍ يې کړي وي، د مذهبي ازادۍ نه سرغړونه کړي وي او ښځې يې د بچو د پيدا کولو د استعداد محرومه کړي وي.

د اوږدو بحثونو او مبارزې وروستو ملګري ملتونه وتوانېدل چې په چين د بشري حقونو د پايمالۍ تور پورې کړي چې پکې د يو ميلين ويغور او نورو مسلمانانو د بنديوان کولو او په زور د ښځو د بچو پيدا کولو د اهليت نه محرومول شامل دي.

بيجينګ په کلکه دا تورونه رد کړي او نه يواځې په ياد رپورټ يې تنقيد کړی بلکې د ملګري ملتونو اداره يې د امريکا او غرب لاس پوڅې بللې ده.