شاته

د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ بره شوې

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر درې روپۍ او 32 پېسې راکم شوی دی، او په انټرنېټ بېنک مارکيټ کې د ډالر بيعه 233 روپۍ او اووه پېسو ته راکوزه شوې ده. تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ بیعه 237 روپۍ او دوه پېسې وه.

اقتصاد پوهان وايي، په نړيوال مارکیټ کې د تيلو بیعې راکمې شوي او د نړيوالو ادارو لخوا پاکستان ته د سېلاب د مرستو په لړ کې پېسې راځي او د پاکستان د خزانې وزارت د بدلون وروسته په سرمايه کارو کې امېد پېدا شوی دی چې د پاکستان اقتصاد به وده بيامومي.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، د ډالر په مقابله کې د روپۍ پياوړې کېدو يوه وجه په نړيوال مارکيټ کې د تیلو قيمتونه کمېدل او بل علت يې دا امکان دی چې پېرس کلب پاکستان ته ورکړې قرض پېسې د یو کال پورې وروسته کړي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، نړيوال بېنک د سېلاب په مد کې پاکستان ته د دوه اربه ډالرو ورکولو ویلي دي چې له امله يې پاکستانۍ روپۍ باثباته شوې ده.

په پاکستان کې ځینې مطبوعات وايي چې د خزانې د نوي وزیر اسحاق ډار د راتګ سره د پانګه والو امېد پېدا شوی چې د اسحاق ډار د راتګ سره به اقتصاد ته دوام ترلاسه شي او هغه به ملکي اقتصاد د بحران نه بهر کړي او پاکستانۍ روپۍ به مضبوطه کړي.

په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د اسحاق ډار د راتلو سره مارکيټ ته ډالر راتلل سېوا شوي او په راتلونکو ورځو کې امکان لري چې د ډالر بيعه نوره هم راکمه شي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو د دورې هم مثبتې نتيجې مخې ته راتلل پېل شوي او دا هیله هم سېوا شوې چې د بهر هېوادونو نه پاکستان ته د سېلاب په مد کې نورې مرستې ترلاسه شي ځکه چې په نړيوال کچه د ډونرز يا مرستو د غونډې اعلان هم شوی دی.

هغه زیاته کړه هیله ده چې په راتلونکې مياشت کې پاکستان ته د بهر نه نورې پېسې راشي او د هغې سره اقتصاد ښه شي.

او اقتصاد پوهه طاهر امين وايي چې د اسحاق ډار دپاره مشهوره ده چې هغه په مصنوعي توګه ډالر کنټرول ساتي او بيا هم دا ویل کيږي چې هغه به په مارکيټ کې مداخلت کوي او روپۍ به ثبات پله بوځي.

نوموړي وويل، دوېمه خبره دا ده چې اوس د خزانې نوی وزارت داسې ګامونه اخستی شي چې د هغې سره به روپۍ پياوړې کيږي او اقتصاد به ورسره ښه کيږي.

خو هغه زیاته کړه له دې وړاندې د نړیوالې مالياتي ادارې سره چې پاکستان د پور کومه لوظنامه کړې په هغې کې ویل شوي چې پاکستانۍ روپۍ په منصوعي توګه نه شي قابو کول کېدی.

پاکستانۍ روپۍ د روانې د میاشتې د لومړۍ راهسې د ډالر په مقابله کې پرله پسې کمېده او د يو ډالر په مقابله کې د روپۍ د 240 روپو پورې رسېدلې وه.

اقتصاد پوهان وايي ښايي چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه د 230 روپو راکمه شي او هم په دې ځای به ودريږي.

د پرون راهسې چې پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې ښه کېدل پېل شوي ورسره نن د ونډو بازار هم يو څه ښه کېدو پله روان شوی دی.

او نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [27 ستمبر] د پاکستان سټاک اېکسچېنج يا ونډو بازار د وېب پاڼې ترمخه د ونډو بازار کې مثبت رجحان وو او 200 پواينټونه پکې سېوا شوي خو بيا وروسته 250 پواينټونه راکم شوی او د ماسپښين دوه بجو پورې د ونډو بازار په 41344 باندې روان وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​