شاته

د قدرتي وسايلو ډکه بلوچستان صوبه کې د بدامنۍ علتونه څه دي؟

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې دعوه کړې چې پرون د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د پاکستاني پوځ هيلي کاپټر دوی را غورځولې خو پوځ ويلي هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له امله غورځېدلی وو په ياده پېښه کې شپږ پوځي افسرانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

تيره ورځ د پاکستان پوځ ويلي وو چې د يکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ يو هيلي کاپټر په هرنايي سيمه کې د تکنيکي خرابۍ له کبله لوېدلی چې پکې د دوو پايلټانو په ګډون شپږ پوځيان مړه شوي و، خو پوځ د دې پېښې په اړه نو معلومات نه دي ورکړي.

د عسکري او سياسي چارو شنونکی جلال نورزي وايي د يکشنبې په ورځ د هرنايي د خوست او زردالو په منځنۍ سيمه کې نا معلومو وسلوالو دوه پاکستاني عسکر له مسافر ګاډي ښکته کړي او له ځانه سره يې تېښتولي وو او د هم دې عسکرو د را خلاصولو لپاره د پاکستاني پوځ د يادې سيمې په غرونو کې پوځي عمليات پېل کړي وو چې د هيلي کاپټر د لوېدلو پېښه پکې شوې ده.

د پاکستان تحريک انصاف د تېر حکومت د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري په ټويټر ويلي، د هيلي کاپټرو پروازونه يا الوتنې خطرناکې شوي اينجينيري يې ارزونې ته اړتيا لري.

د روان کال د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستاني پوځ هيلي کاپټر د بلوچستان د لسبېلې په غرنۍ سيمه کې لوېدلی او هغه هم ويل شوي چې د موسم او تکنيکي خرابۍ له وجې دغه پېښه شوې چې پکې د بلوچستان د کور کمانډر په ګډون شپږ لوړ پوړي پوځي افيسران مړه شوي وو.

خو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو مشترکه وسلوال تنظيم براس د دعوه کړې چې پوځي هيلي کاپټر دوی را غورځولی وو.

هرنايي ضلع

هرنايي له کوټې څخه شمال ختيځ ته پر 55 ميله پرته پښتون مېشته سيمه ده چې چاپېره ترې زيارت، لورالايي، سبي مستونګ، بولان او کوټه ضلعې پرتې دي.

د سرچينو ترمخه د يادو ځينو ضلعو په غرنيزو سيمو کې بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې فعاليت لري، او وخت ناوخته پر پاکستاني عسکرو د بريدونو زمه وارۍ هم مني.

د پاکستان پوځ هم وخت ناوخته د دې وسلوالو او پوځي عسکرو د نښتو، د ځاني او مالي زيان خبرونه ورکوي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف، د بلوچستان وزير اعلی مير عبدالقدوس بزنجو او نورو لوړ پوړو چارواکو د هرنايي په ياده پېښه کې د مړه شوو پوځيانوکورنيو ته تسليت ويلی.

بلوچستان کې بدامني او وسله وال فعاليتونه

بلوچستان له قدرتي وسايلو او شتمنيو ډکه صوبه ده، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د سي پېک په نامه د اربونو روپو د پروژې بنياد هم د بلوچستان د ګوادر له سمندري بندرڅخه پېل شوی دی.

بلوڅ بېلتون غوښتونکي وايي د دوی وسايل لوټ شوي او واک، اختيار او ازادي ځينې اخيستل شوې نو ځکه دوی د وسلې په زور خپله لاره جلا کول غواړي خو پاکستاني پوځ او لوړ پوړو چارواکو تل بلوڅ وسله وال ترهګر او د پاکستان ضد قوتونو ملګري او ترهګر ګرځولي دي.

د روان کال د 13 او 14 اګست په منځنۍ شپه د هرنايي د خوست په سيمه کې پاکستان پوځي عسکرو پر څوکۍ د بريد خبر د پاکستان د پوځ وياندې ادارې اۢی ايس پي ار خپور کړی وو، او ويلي يې چې ترهګرو پر پوځي څوکۍ بريد کړی خو پوځ د ځان دفاع کړې او د 14 اګست په سهار يې د هغه بريدګرو پر ضد د عملياتو پر وخت د پاکستاني پوځ دوه عسکر د وسلوالو په ځوابي ډزو وژل شوي او يو افسر ټپي شوی هم وو.

بل لوري ته د خوست سيمې سياسي ګوندونو، ماشومانو او زنانو په ګډه سره د يادې وسلوالې پېښې پر ضد د 14 اګست په سهار د پوځي کېمپ و مخ ته احتجاج پېل کړی او دعوه يې کړې چې پوځي کېمپ ته نزدې کورنو کې له شپې مرمۍ لګېدلې او درې تنه پکي ټپيان شوي وو.

د هرنايي پرلت

احتجاج کونکي تور پورې کوي چې د پوځي څوکۍ تر مخ د احتجاج پر وخت د عسکرو له لوري بيا مخامخ ډزې وشوې چې پکې د عوامي نېشنل ګوند فعال غړی خالق داد بابړ ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شو.

هغه احتجاج په نور شدت سره لا هم د خوست د پوځي کېمپ و مخ ته دوام لري او د خپلو غوښتنو لپاره پر پرلت ناست دی.

د پاکستان پوځ د پرلت والو تورنه رد کړي او ويلي يې دي چې دا تورونه دي.

پرلت وال نويد الرحمان وي او اې ډيوه ته وويل چې صوبايي حکومت د پرلت والو غوښتنې جايزه بللې خو عملي ګامونه يې لا ندي پورته کړي.

د بلوچستان د کورنيو چارو سلاکار مير ضيا لانګو د احتجاج په لومړيو ورځو کې پرلت والو ته د وينا پر وخت ويلي وو چې په ياده پېښه کې به انصاف کېږي.

حکومت وايي د خالقداد بابړد وژنې د پېښې مقدمه يې درج کړې او مالي مرسته يې ورسره کړې خو پرلت وال وايي چې تورن کسان دې ونيول شي او جوډيشل کميشن او نورې غوښتنې دې ومنل شي.

په هرنايي کې کې د کولې يا سکرو کانونه او زېرمې

د بلوچستان حکومت او عسکري چارواکو وخت ناوخته ويلي چې د هرنايي د کولې د کانونو له مالکانو او ټيکدارانو څخه بلوڅ وسلوال بهته اخلي، او تنظيمونه پرې چلوي، ځکه دوی هلته پوځي کېمپونه جوړ کړي او د ترهګرۍ مخنيوی کوي.

د جولایۍ د میاشتې په 12م د بلوچستان د زيارت په ورچوم سیمه کې د کوټې د ډي ایچ ای (ډیفنس هاوسنګ اتهارټۍ) پوځي افسر لیفټیننټ کرنل لييق بېګ مرزا او د هغه د تره زوی عمر جاوید نامعلومو وسله والو تښتولي چې وروسته بیا د دواړو مړي موندل شوي وو.

د هغوی د وژنې ذمه واري بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي منلې وه.

تر دغې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات کړي وو چې پکې یې د نهه ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه خو بلوڅ فعالانو او بلوڅ قامپاله ګوندونو د پوځ دا دعوې رد کړې او ویلي یې وو چې په وژل شوو کې هغه کسان هم شامل دي چې له اوله څخه په زوره لا درکه کړل شوي وو او د ځينو کېسونه په عدالتونو کې چلېدل.

د پاکستان اوسني مرکزي حکومت د هغې پېښې د پلټنې او د لا درکه بلوڅانو د مسلې د حل کولو اعلان کړی خو تر اوسه پکې کوم پرمختګ نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.