شاته

پاکستان: د وزيراعظم او وزيرانو د پټو خبرو په سر د ملي امنیت غونډه بلل شوې

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په ټولنيزو رسنيو د پټو خبرو رابرسېره کېدو په سر د غور لپاره سبا د ستمبر په م28 نيټه د قامي سلامتيا د کمېټۍ غونډه رابلل شوې چې پکې به لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکي ګډون کوي.

درې ورځې وړاندې په ټولنيزو رسنيو خپاره شوو غږونو يا اډيوز کې وزیر اعظم شهباز شريف، وزيران، چارواکي او د مسلم لیګ نون ګوند مخکښه مشران په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي.

د دفاعي او ټولنيزو رسنيو پوهان د وزير اعظم د پټو خبرو ليک کېدل د هېواد د قامي سلامتيا لپاره ستره ننګونه ګرځوي او وايي دا ښاي چې وزیر اعظم هم خوندي نه دی.

د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله تېره شپه د شخصي ټى وي چېنل جيو نيوز سره خبرو کې ويلي چي د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په دې اړه د غور لپاره د قامي سلامتيا د کمېټې غونډه د شورو په ورځ بللې ده.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په ېاده غونډه کې به د قامي سلامتيا د نورو چارو ترڅنګ د وزير اعظم او مرکزي کابينې د غړو د پټو خبرو ليک کيدو په معامله هم خبرې کېږي.

د رپورټونو ترمخه سبا کېدونکې د قامي سلامتيا د کمېټې په غونډه کې به لوړ پوړي حکومتي او پوځي مشران هم ګډون کوي او د ايي اېس ايي او ايي بي مشران به د غږيز رېکارډنګ په اړه کمېټۍ ته تفصيلي احوال ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر وايي چې ايي اېس ايي او انټلي جنس بېورو خپلې ابتدايي پلټنې بشپړې کړي او خپل رپورټ به سبا د قامي سلامتيا د کمېټې غونډې ته وړاندې کوي.

هغه ويلي که د پلټنو په نتیجه کې دا خبره ثابته شوه چې ګواکې د وزير اعظم دفتر بګ شوې او ېا هلته د رېکارډنګ کومه اله ايښودل شوې وه نو دا بيا سنجيده معامله ده او د دې خلاف به اقدامات پورته کيږي.

که څه هم د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله دا خبرې ليک کيدل هېکنګ ګرځوي او وايي چې د وزير اعظم دفتر خوندي دی خو د انټرنيت او ساېبر سيکيوريټۍ پوهان دا يوه سنجيده چاره ګرځوي.

د انټرنيت ،ساېبر سيکورټي او ټولنيزو شبکو فعال او د باېټس فار ال پروګرام منېجر هارون بلوچ ډيوه ته وايي باید چې پدې اړه پراخې پلټنې وکړی شي.

هغه وايي د وزير اعظم د دفتر د حفاظت د چارو ذمه واران باید چې د امنیت دا سرغړونه سنجيده واخلي او د سولين اړه د ساېبر سيکورټي کچه زياته او معياري کړي.

هغه وايي که دا برسېره شوې خبرې واورېدې شي نو داسې ښکاري چې د لېرې نه رېکارډ شوي دي او د چاپېريال شور هم په کې راخېژي. داسې برېښي چې سمارټ ټېلفون هاټ مايک چالو کړی شوی وي او دا غږونه اورېدل شوي وي.

د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه سره خبرو کې ويلي د وزير اعظم د خبرو ليک کېدل د قامي سلامتيا لپاره يو ستر چېلنج دی او ددې معنا دا ده چې مونږ خوندي نه يو.

نوموړي وويل په دې اړه به يو باضابط پلټنې کيږي او بل خفيه ادارې به خپل مالومات کوي چې چا او په کوم ډول دا خبرې رېکارډ کړي دي. ادارې به دا هم ګوري چې ادارو کې داسې څوک خو نشته چې دا کار د پېسو لپاره کړي وي او سياسي رجحان لري.

د پاکستان صدر عارف علوى د غږيزو خبرو ليک کېدو معامله د اندېښنې وړ ګرځولې ده او په کراچۍ کې يې مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي چي د شخصي خبرو ليک کيدل د غېبت په زمره کې راځي.

د مخالفه تحريک انصاف ګوند مشر او د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري د ستمبر په 25 نيټه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي وو چې د پټو خبرو خپرېدل ښايي چې د وزير اعظم دفتر هم خوندي نه دی خو د کورنیو چارو وزیر د وزير اعظم د دفتر نه خونديتوب دعوې ناسمې بللې دي.