شاته

اروپايي ټولنه د اوکراین نیول شویو سیمو کې د 'ټولپوښتنې په تنظیموونکو بندیز' لګوي 

اروپايي ټولنه وايي د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د «ناقانونه» ټولپوښتنې تنظیموونکو باندې به بندیزونه ولګوي، روسیې د دغو سیمو د بیلولو لپاره «ټولپوښتنه/ریفرنډم» پيل کړې.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزیپ بوریل ویاند پېتر ستانو خبریالانو ته وویل: «د ټولو هغو خلکو لپاره به بد عواقب ولري چې په دغو ناقانونه او نا مشروع ریفرنډمومنو کې برخه اخلي.»

نوموړي داسې مهال دا خبرې کولې چې په دغو سیمو کې ټولپوښتنه پيل شوې ده.

د اروپايي ټولنې یو بل لوړ پوړي چارواکي لوس ډیوګني د اروپايي ټولنې قانون جوړوونکو ته ویلي دي چې هغه افراد به د بندیزونو په لست کې شامل کړي چې «په دغو ریفرېنډمونو» کې یې برخه اخیستې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس لویدیځ دا ټولپوښتنه «شرم» ګڼلې او د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي هېوادونه په روسیې باندې په دې اړه د نویو بندیزونو په لګولو غور کوي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر ویاند وویل چې دوی به د دغو ریفرینډمونو نتیجه ونه مني.

په همدې حال کې د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان، چې له کرملین سره ارام روابط پالي، د نویو بندیزونو‌ په اړه شک ښودلی دی، خو په اروپايي ټولنې کې یو عمومي نظر موجود دی چې باید په دې اړه روسیې ته یو سخت ځواب وویل شي.

ویل کېږي چې په نویو بندیزونو کې به د روسیې په صادراتو او وارداتو بندیز، د روسیې په سوداګریو باندې د بندیزونو غځول او د بندیزونو په لست کې «د نویو شرکتونو او افرادو زیاتول» شامل وي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمعې په ورځ له اوکراین څخه د څلورو نیول شویو سیمو جلا کول اعلان کړي.

دا ریفرنډمونه کټ مټ هماغسې دي چې په ۲۰۱۴ کال کې روسیې د کریمیه ټاپووزمې د جلا کولو لپاره وکړل. روسیې کریمیه له اوکراین څخه جلا کړه خو لا هم په نړیواله کچه د مستقلې سیمې په توګه نه پېژندل کېږي.

روسیې د اواکرین په څلورو نیول شویو «دونیتڅک، لوکانسک، جنوبي خرسون او زاپورېژیا» سیمو کې ټولپوښتنې او ریفرنډمونه پیل کړي دي.

په دغو سیمو کې روسي پلوه مقاماتو ویلي دي چې دا ټولپوښتنې د سپتمبر په ۲۳ پیل شوې او په ۲۷ به پای ته رسېږي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین باندې یرغل پيل کړ او دا سیمې یې ترې ونیولې.

دا ټولپوښتنې داسې مهال کېږي چې د اوکراین ځواکونو په دې وروستیو کې له ځینو سیمو څخه روسي ځواکونه شړلي او دا سیمې یې بېرته نیولې دي. د اوکراین مقامات وايي چې له ټولو نیول شویو سیمو څخه به د روسیې ځواکونه وباسي.