شاته

بلېنکن: د اوکراین په شخړه کې دې روس د اټومي وسلو خبرې نه کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن ویلي چې امریکا په عامه او شخصي توګه روسیې ته څرګنده کړې چې د اوکراین په شخړه کې دې د اټومي وسلو په اړه خبرې ودروي.

بلینکین دا خبره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین له وینا وروسته کړې چې هغه به د روسیې د دفاع لپاره له هرې لارې کار واخلي.

بلینکن د اتوار، یکشنبې، په ماښام ناوخته په یوه مرکه کې CBS نیوز "60 مینټس" خپرونې ته وویل: "دا خورا مهمه ده چې مسکو زموږ دریځ واوري او زموږ په خبره پوه شي چې پایلې به یې وحشتناکه وي ، او موږ دا خورا روښانه کړې."

د امریکا له اړخه دا خبرې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې صدر پوټین تېره هفته د یوې اېټمي حملې امکان ته اشاره وکړه او تر درې لاکو پورې احتیاطي اضافي عسکرو د رابللو امر یې وکړ چې په اوکراین کې جګړې ته ولاړ شي.

د اوکراین د جګړې دا دی اوومه میاشت ده او داسې ښکاري چې روس په کې د کمزوره کېدو په حال کې دی. په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو د خپل ملک پراخې سیمې د روسانو نه بېرته آزادې کړي کوم چې روسانو د جګړې په لومړنیو هفتو کې قبضه کړې وې.

بلخوا، د قامي سلامتیا دپاره د امریکايي صدر جوبایډن مشیر جېک سولېون ویلي که روۍ په اوکراین اېټمي حمله وکړي، نو دا کار به "تباه کن نتایج" ولري.

سولېون د اتوار/یکشنبې په ورځ د اې بي سي ټلوېژن دېس ویک پروګرام کې وویل، امریکایي چارواکو په خصوصي توګه د روس چارواکو ته ویلي چې که د روس صدر ولاډیمیر پوټین د کومې اېټمي حملې امر وکړي، نو بایډن به "فیصله کنه ځواب" ورکړي، مګر دا یې واضحه نکړه چې د امریکا ځواب به څه وي؟

سولېون دا هم وویل چې امریکا به د روس سره په لفظي شخړو کې ګېر رانشي.

امریکايي مامورینو صدر پوتین ته د اټومي وسلو په اړه خبرداری په داسې حال کې ورکړی چې په ورستیو ورځو کې اوکرایني عسکرو په جګړه کې پرمختګ کړی او یو شمېر سیمې يې د روسي ځواکونو نه بېرته نیولي دي.

روس د اوکراین په یو شمېر سیمو کې ووټونه یا رېفرېنډم شروع کړی چې خلکو نه پکې دا پوښتنه کولی شي چې د دوی د روس سره شاملېدل غواړي؟

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د سي بي اېس نیوز ټلوېژن د فېس ډې نېشن پروګرام سره په یوه مرکه کې چې د اتوار/یکشنبې په ورځ خوره شوه، وویل، هغه اوکرایني وګړي چې د روسانو په دې رېفرنډم کې برخه نه اخلي، د روسي عسکرو له خوا سخت کړول کیږي

زېلنسکي زیاته کړه چې روسان دغسې کسانو باندې بجلۍ بندوي او د یو معمول انسان د ژوند کولو موقع ورنه اخلي. د اوکراین د صدر وینا وه چې روسان خلک په جېل کې اچوي او مجبوره کوي یې چې په دې جعلي رېفرنډمونو کې برخه واخلي. مګر زېلنسکي دا هم وویل چې په ټولنه کې د ځایي خلکو ترمنځ د دې رېفرنډم ملاتړي نشته.

زېلنسکي د روسانو له اړخه دغه رېفرنډمونه یوه ډېره خطرناکه نښه وبلله چې د هغه په باور، داڅرګندوي چې پوټین د جګړې د ختمولو اراده نلري. زېلنسکي وویل، پوټین په دې پوهیږي چې دا جګړه بایلي، او په دې نه پوهیږي چې خپلو خلکو ته به څه جواب ورکوي، نو د دې خبرو دپاره جواب لټوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي