ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلينکن عبدالله ته: امريکا په افغانستان کې د سياسي جوړجاړي او جګړې ختمولو په لټه کې ده

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغان د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره په ټيليفون خبرې کړي او د امریکا دغه ژمنه يې ورته تکرار کړې چې امریکا د افغانستان د جګړې پای ته رسولو او سياسي جوړ جاړي په لټه کې ده.

06.08.2021 ډیوه

د ټي ټي پي مشر نورولي وايي د پښتونخوا قبایلي سیمې به له پاکستانه ازادوي،گواښ څومره قوي دی؟

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د مشر مفتي نور ولي مسید دا گواښ څومره خطرناک یا سنجیده کیدلی شي  چې وايي د پاکستان قبايلي ضلعې به ونیسي او خپلواکه به يې کړي؟ ایا د پاکستان د طالبانو څانگه دا توان لري چې یو ځل به بیا جگړه شورو کړي؟ نور ولي چرته پټ دی؟ او په افغانستان کې د تودې جگړې په وخت د نور ولي د پاکستان خلاف د جنگ گواښ څه معنا لري؟ ددغو تپوسونو سکوټ ځواب یا خو نورولي ورکولی شي یا په خپله هغه طاقتونه چې دعوا کوي چې د طالبانو ملا یې ورماته کړې. البته نور ولي دپاکستان خلاف د جنگ دا گواښ په داسې حال کې ورکړی چې افغان طالبانو په افغانستان کې دحکومت په ضد جگړه ډېره تیزه کړېده او څېړونکي وايي ددې گواښ وخت ډېر اهم دی. نور ولي تیره اونۍ د امریکايي ټي وي سی این این سره مرکه له کومه ځایه کړې وه نه ده معلومه خو د ځینو خبریالانو گمان دی هغه په شرقي افغانستان کې پټ دی. د طالبانو په هلو ځلو نظر لرونکي خبریال حامد میر دوه ورځې د مخه ډیوه ته ویلي وو د هغه د معلوماتو تر مخه نور ولي نه یواځې په کونړ کې پټ دی بلکې د افغانستان د طالبانو سره یې نزدې اړېکې دي د هغه په خیال د نور ولي گواښ سنجیده دی ځکه چې د سیمې لپاره خطره جوړېدنکي افغان طالبان د نور ولي ملگري دي. د وي او ای ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې د پاکستان له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ ددې تپوس په جواب کې چې د نور ولي گواښ د فکر مندۍ وړ دی؟  وویل، طالبان که د افغانستان دي او که د پاکستان دا ټول یو دي: " دا دومره موده دويي پټ وو او اچانک بیا دويي راووتل او بیا یې دسي این این سره مرکه په کومه طریقه وشوه دا د کوم ځای نه وشوه ، څنگه په اسانه سره سي این این ته رسايي وشوه؟ دغه هم یو سوال دی" د ښاغلي داوړ نه چې ډیوه وپوښتل د خپلې خبرې وضاحت وکړي نو هغه د پاکستان د پوځ په قبایلي سیمو کې شویو عملیاتو باندې د شک اظهار وکړلو، هغه وویل په قبایلي سیمه کې د ترهگرو خلاف عملیات د تر هگرو خلاف نه وو: " دا اپریشنې د لوټمار د پاره شوې وې د کورونو د ورانولو د پاره شوې وې"   محسن داوړ تور پورې کړو چې د پاکستان د حکومت د "طالبانو پراجیکټ" لا ژوندی دی. خو د پاکستان  پوځ دعوا کوي  چې په پخوانۍ فاټا کې یې کامیاب عملیات کړي دي او د طالبانو او د هغويي سره د تړلو ټولو ترهگرو ډلو نوغې یې وښکلی دی او د افغانستان سره په پوله یې د ازغن تار لگولو سره خپله پوله محفوظه کړېده. د پاکستان د پوځ دمطبوعاتو د څانگې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په اولسمه جولايي د پاکستان یو شخصي ټي وي  سره په مرکه کې ويلي وو دا وخت د پاکستان د پوځ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته دی. کله چې له هغه پوښتنه وشوه چې بیا ولې د پاکستان په خاوره د ترهگرۍ پېښې  کیږي؟ نو هغه وویل، ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې د بلې غاړې یعني افغانستان لوري ته له روانو حالاتو سره تړلې دي. د رپورټونو تر مخه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د اعلان سره سم نه یواځې په افغانستان کې جگړه تنده شوې بلکې د پاکستان په قبایلي سیمو او پښتونخوا کې هم د ترهگرۍ په پېښو کې تیزي لیدل کیږي. د ساوتهـ ايشين ټېررزم نومې ويپ پاڼي دشمېرو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې په تيرو 7 مياشتو کې 66 د ترهګرۍ پېښې شوي دي چې پکې 172 تنان وژل شوي دي. هم نن د اگست په پینځمه نیټه دقبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی چې پکې د پاکستان د پوځ دیو کپتان په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي دي. هلته په کړکیچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د مرکزي کمېټۍ غړي عبېدالله کاسي مړی موندل شوی.  هغه د جون په مياشت کې د بلوچستان د صوبې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د کچلاغ څخه تښتول شوی وو. رپورټونه وايي په تېرو څو ورځو کې په جنوبي وزيرستان، ډيره اسماعيل خان او پېښور کې د پوليو د قطرو ورکونکو ډلو  په ساتنه مامور پوليس غړي په نخښه کړل شوي چې امنیتي عکسر پکې وژل شوي او ژوبل شوې وو. د دې نه وړاندې په شمالي وزيرستان او کرمه ضلع کې هم د بدامنۍ پېښې  شوي چې پکې د امنيتي ځواکونو غړي په نخښه شوي وو. په نزدي ورځو کې  دشوؤ زياتره بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده. د پاکستان حکومت په کال 2018کې په قبایلي علاقې (فاټا) کې د سلو کالو زوړ تور قانون ایف سي آر ختم کړی ؤ او د پینځویشتم ایني تر میم لاندې یې پخوانۍ فاټا د پښتونخوا صوبې برخه جوړه کړې وه.        

05.08.2021 ډیوه

دپاکستان سینیټ کې پوځي عدالتونو نه سزا شوؤ کسانو ته داپیل دحق ورکولو غوښتنه شوې

دپاکستان سینیټ کې دحکومت مخالفه ګوندونو غړو دریځ خپل کړی چې ديو پوځي عدالت نه سزا شوي هندي وګړي کلبوشن ياديو ته  اپيل دحق ورکولو نه وړاندې دا حق باید حکومت خپلو وګړو ته ورکړي.

05.08.2021 ډیوه

د وژل شوؤ پولیسو د ورځې په نمانځلو کې طاهر داوړ ولې له پامه وغورځول شو؟

په ټولنیزو رسنیو نیوکې روانې دي چې د پښتونخوا پولیسو تیرو دوؤ لسیزو کې دترهګرۍ پیښو کې وژل شوؤ 1522 پولیسو ته تیره ورځ د عقیدت کومې پیرزوینې وړاندې کړي هغې کې د وزیرستان سره تړاؤ لرونکی وژل شوی پولیس افسر طاهر داوړ له پامه غورځول شوی دی.

05.08.2021 ډیوه

جنوبي وزیرستان:په پوځیانو برید کې دیو افسر په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي

دافغانستان سره په پوله پرتې دخیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په لدها تحصيل کې دماینونو په پاکولو مامور د امنیتي سرتیرو په یوه ډله وسله وال بريد شوی چې پکې د پاکستان د پوځ دیو افسر کپتان په ګډون پینځه عسکر ټپي شوي دي

05.08.2021 ډیوه

بلوچستان کې پرله پسې دپښتنو سیاستمدارانو وژنې ترشا څه پیغام لري؟

ملت پاله پښتانه سیاسي مشران اؤ څېړونکي په بلوچستان کې دتیرو څو میاشتو په مهال د درېوؤ تکړه پښتنو سیاستمدارانو اسدخان اڅکزي،عثمان کاکړ اؤ عبېدالله کاسي وژنې سیمه کې د ترهګرۍ په ضد اؤ افغانستان کې دسولې لپاره دغږ پورته کولو دمخنیوي هڅه بولي

05.08.2021 ډیوه

کوټه: د عوامي نېشنل ګوند د تښتول شوي عبېدالله کاسي مړی ترلاسه شوی

د عوامي نيشنل ګوند د صوبې د مرکزي کمېټۍ غړي عبېدالله کاسي مړی ترلاسه شوی دی هغه د جون په مياشت کې د بلوچستان د صوبې د مرکزي ښار کوټې سره نزدې د کچلاغ څخه تښتول شوی وو.

05.08.2021 ډیوه

حېدر اباد کې د شانګلې د سکرو د کان د 3 خواريکښو مړي کلي ته وړل کيږي

د سيند صوبې په دوېم غټ ښار حېدر اباد کې د سکرو په کان کې د پېښې ښکار شوو مړو خواريکښو جسدونه پلارني کلي د شانګلې ضلعې د الپورۍ سيمې ته روان کړی شوي او خپلوان يې وايي نن مازيګر به ورسول شي.

05.08.2021 ډیوه

پنجاب: په رحيم يار خان کې قهرجنو خلکو د هندوانو په مندر بريد کړی

د پاکستان د پنجاب صوبې په رحيم يار خان ضلع کې ګڼ قهرجن خلک ورغلي د هندوانو په مندر يې بريد کړی مندر ته يې زیان رسولی دی.

05.08.2021 ډیوه

د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تېروتنه وه؟

په افغانستان کې د طالبانو د وسنیو خونړیو حملو سره ځیني کارپوهانو د امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو په فیصله دا نیوکې نور ې هم سوا کړي دي چې صدر بایډن دغه فیصله په تادۍ کې کړې وه. د څېړونکو په آند امریکا باید لومړی طالبان په اوربند مجبوره کړی وی، او ضمانت یې ترې اخستلی وی چې  د افغانستان د منتخب واکمنو سره د تل پاتې سولې په خاطر خبرو ته کینئ. د وي او ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې د بحث په وخت زیاتره څېړونکي په دې سلا وو چې د طالبانو سره په قطر کې شوې لوظنامه کې دا واضحه نه وه چې طالبان به افغان وژنه نه کوي. په ایرویزونا پوهنتون کې د لیډیر شپ او عامې روغتیا استاد ډاکټر نقيب صافي وویل د امریکا ځواکونه که نن وی او که پرون یوه ورځ به ضرور وتل: " ولې په کومه طریقه چې ووتل دا د نظام لپاره ښه نه دی" د هغه په خیال باید په دې خبره اتفاق شو ی وی چې د افغانستان وسنی نظام به خوندي ساتل کیږي. وداني به نه ړنگول کیږي، هسپتالونه، سکولونه، سړکونه، پولونه به نه تباه کیږي. په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد  د وي او ای سره په یوه تازه مرکه کې ويلي دي هغه  یقین لري چې افغانستان نور هیچاته ګواښ نه دی، نه نړۍ او نه خپلو ګاونډیانو ته او بیا افغانستان به د کوم ترهګرې ډلې ځاله نه وي. څېړونکی وايي ښه خبره به هله وې چې خلیزاد دا هم ویلی وی چې طالبان به افغانستان ته هم گواښ نه وي. د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیز د څېړونو مرکز ډایریکټر عالم پایند وايي "زلمی خلیزاد د افغانستان نماینده نه دی دا  د امریکا نماینده دی، دی باید ووايي چې زه د امریکا د منافعو لپاره کار کوم نه د افغانانو د منافعو لپاره" صدر بایډین له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو د اعلان په وخت ویلي وو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه ختموي. هغه دا هم ويلي وو چې امریکا په افغانستان کې خپل هدفونه تر لاسه کړي او القاعده ماتې خوړلې ده. د صدر بایډین انتظامیه وايي طالبانو لوظ کړی ؤ چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعمالیږي او نه به طالبان د القاعده سره بیا اړیکې نیسي خو د یو شمیر امریکايي جرنیلانو، حکومتي مشرانو ،سیاست دانانو او څېړونکو خیال دی د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تیروتنه وه. د امریکا په فلوریډا ریاست کې میشت پښتون څېړونکی ډاکټر تقي وايي په طالبانو اعتبار ناداني وه، د هغه په خیال په بېړه کې د ځواکونو د انخلا فیصله ډېره بې پرواهي ښايي. ښاغلی تقي دا هم نیوکه کوي چې د افغان ځواکونو په تربیه او تیارۍ کې ډېرې نیمگړنیاوې پاتې دي: "د انخلا لپاره چې کومه پیش بندي پکاره وه هغه امریکا او نه کړله، دويي باندې دومره تادي شوه چې په ملټري پلاننیگ کې هغه خامیانې پاتې شوې چې د هغويي په وجه طالبانو هغه گټې پورته کړې چې په تیرو څو میاشتو کې مخې ته راغلي دي" د ډاکټر تقي په خیال طالبانو وس هم د نورې نړۍ د وسله والو سره اړېکې نیولي دي. د هغه په خیال په دغو وسله والو کې د القاعده نه علاوه د افغانستان په گاونډ کې د نورو هیوادونو د ترهگرو سره هم د طالب وسله والو کلکې رابطې دي.  که څه هم د امرېکې د خارجه  چارو وزیر اېنټني بلینکن ويلي دي په زور د واک تر لاسه کولو د لارې طالبان هاغه څه نه شي ترلاسه کولی د څه چې تمې کوي. البته ښاغلی بلینکن دا هم وايي چې   طالبان ډیر څه غواړي لکه د نړۍ لخوا دې دوي ومنل شي، نړې دې ورسره مرستې وکړي، د دوي مشران دې په ازادۍ سره د نړۍ هر ځای ته سفر وکړي. دوي غواړي په دوي دې پابندۍ ختمې کړل شي . د څېړونکو په خیال که امریکا گڼي چې د طالبانو دغه غوښتنې پوره کول د وخت مجبوري ده نو اول دې د طالبانو د لاسونو څخه وسله واخلي د افغان وژنې لړۍ دې ختمه کړی شي او طالبان دې دصدر غني د حکومت سره سنجیده خبرو ته کینول شي.  

04.08.2021 ډیوه

دپښتونخوا پولیسو خپل وژل شوي اتلان نمانځلي

دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګری په ضد روانه جګړه کې دوژل شوؤ پولیس سرتیرو اؤ افسرانو ورځ دچهارشنبې په ورځ په داسې حال کې نمانځل شوې چې په دغه صوبه کې دپولیسو په ضد دبریدونو اؤ هدفي وژنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده.

04.08.2021 ډیوه

دپښتونخوا نوی قانون،14کالو نه کم عمره ماشوم به کور کې نوکر نه ساتل کیږي

د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په کورونو کې دننه د کارکوونکو کسانو د حقونو خوندي کولو او د هغوئ د ستونزو هواري له پاره یو نوی قانون منظور کړی دی۔ 

04.08.2021 ډیوه

معید یوسف:که امریکا راونه ګوري نو پاکستان سره بیا نورې لارې هم شته

دپاکستان دقامي سلامتيا مشير معيد يوسف ویلي چې که د امريکا صدر جوبایډن د پاکستان قيادت د پامه غورځوي نو بیا د اسلام اباد سره نورې لارې هم شته.

04.08.2021 ډیوه

دافغان سفیر دلور په تښتونه افغان تحقیقاتي پلاوي پاکستاني چارواکو سره لېدلي

اسلام آباد نه دافغان سفیر دلور دتښتول کیدو دپېښې پلټنو دپاره دافغانستان نه راغلی څلور کسیزه تحقیقاتي پلاوی اوس هم په پاکستان کښې موجود دی اؤ دلته یې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره لېدنې کړې دي.

04.08.2021 ډیوه

پاکستان کې واړه کاروباریان ولې بینکونو نه پورونو اخستو کې پاتې راځي ؟

په خېبر پښتونخوا کې واړه کاروباريان وايي د حکومت لخوا ورته قرضې په اسانه نه ورکړل کيږي او د بینک نه قرضې اخستل يوه اوږده او جنجالي پروسه ده۔

04.08.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more