د ډالر مقابله کې دپاکستاني روپۍ بیعه په ریکارډ کچه لاندې تللې ده
دپاکستان په تاریخ کې دامریکایي ډالر په مقابله کې دپاکستاني روپۍ بیعه ترټولو لاندې کچې ته غورځېدلې ده اؤ پاکستاني میډیا وایي د نهې یا سه شنبې په ورځ یو ډالر دبینک دننه په ۱۷۰ روپۍ پلورل شوی دی.
جنوبي وزیرستان کې دماین چاودنو ښکار معذوران ټانک ته احتجاج دپاره رسیدلي
په جنوبي وزیرستان کې د زمکنیو ماینونو دښکار شوؤ کسانو دوه ویشت ورځې احتجاج کولو وروسته ټانک ضلعې ته رارسیدلي او د انتظامیه دفتر د ودانۍ مخې ته احتجاجاً ډېره شوي دي.
لاهور:محکمې دمذهب دسپکاوي په تور یوې میرمنې ته دتېزندۍ سزا اورولې ده
دپاکستان دپنجاب ایالت په سرښار لاهور کې یو ځایي عدالت دمذهب دسپکاوي مقدمه کې نیول شوې ښځې ته دتیزندۍ سزا اورولې ده.
بلوچستان کې سیوا شوي بریدونه،ایا پاکستان کې ترهګرو ډلو یو بل ته لاس ورکړی؟
دپاکستان په بلوچستان ایالت کې په دې وروستیو کې دترهګرۍ پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی اؤ څېړونکي ددې زیاتوالي عمده علت دافغانستان اوسنی وضعیت ګرځوي.
شېري رحمان: نړۍ طالبان تسلیمولو ته تیاره نه ده خو پاکستان د طالبانو ترجماني کوي
ملګرو ملتونو او د امریکې په شمول زیاتره نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په غېر موجودګۍ تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي طالبان د مېرمنو د حقونو په برخه کې شوی پرمختګ په شا بیايي
د ډاکټر نجیب الله پنځه ویشتم تلین: د طالبانو په کامیابي به پاکستان هم اغېزمن شي، سیاستوال
د نن نه پوره پنځه ویشت (۲۵) کاله مخکې، کله چې طالبان په اول ځل کابل ښار ته ننوتل، د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې د ملګرو ملتونو له دفتره راوویست، او بیا یې د کومې عدالتي مقدمې نه بغیر، په بېرحمۍ سره وواژه.
د افغانستان استازی به د ملګرو ملتونو غونډې ته وېنا نه کوي
د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د بحث نه د افغان استازي د وتلو خبر په داسې حال کې ورکړی شوی چې طالبانو خپل یو ترجمان سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د استازیتوب دپاره نامزد کړی دی او د ملګرو ملتونو نه یې غوښتلي چې طالبانو ته دې د جنرل اسمبلۍ په بحث کې د شرېکېدو موقع ورکړی شي
څېړونکي: د طالبانو وکالت د پاکستان لپاره مشکل او د ملامتيا سبب جوړېدلی شي
د ګل، دوشنبې، په ورځ د امریکې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې چاپ شوي یو مضمون کې عمران خان وویل په افغانستان کې امن او ثبات د یقیني کولو دپاره د دنیا دپاره صحیح کار دا دی چې نړۍ "د افغانستان د نوي حکومت سره ښکیلتیا" ولري
ډاکټران: د حکومتي شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وایرس د ناروغانو شمېره په کمېدو ده
د صوبايي حکومت شمېرې ښاېې په شپږويشم ستمبر په خېبر پښتونخوا کې نهه تنانو د کرونا وبا له وجې ژوند د لاسه ورکړو خو چارواکي وايي چې په صوبه حساسه ګرځول شویو پينځو ضلعو کې د مثبتو پېښو کچه راکمه شوې خو پېښور ضلع کې اوس هم د مثبتو کېسونو شرح پينځه اعشاريه يو فيصد ده
دخپل وطن فلمي ستورې مینه وفا اوس دپاکستان يوه "غېر قانوني کډواله"
مينه وفا دافغانستان يوه نامتو سندرغاړې او د فلمي نړۍ روښانه څهره وه. خو اوس په پاکستان کې ورسره د اوسېدو ځای هم نشته او د پنجاب صوبې ښار پنډۍ کې ډېره په ګرانه ژوند تېروي.
طالبان:دملګرو ملتونو څوکۍ زمونږ حق دی،باید خپل حق راکړل شي
طالبان وایي په ملګرو ملتونو کې داستازي څوکۍ ترلاسه کول د دوئ حق دی ځکه نو داحق باید دوئ ته وسپارل شي.
طالبان وایي دپاکستان دبیرغ په سپکاوي خفه دي خو څېړونکي بیا دافغانستان ملي بیرغ هم وریادوي
طالبان وایي تورخم کې دپاکستان دبیرغ په شوي سپکاوي خفه دي اؤ په دغه پېښه کې ککړ کسان یې نیولي دي خو بل لوري ته څېړونکي وایي څنګه چې طالبان دګاونډي هیواد دبیرغ درناوی کوي دغسې باید دافغانستان خپل ملي بیرغ ته هم درناوی ولري.
دملګرو ملتونو له اصولو یاغي طالبان په کوم دلیل دغه نړیوال فورم کې استازیتوب غواړي؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دیو لیک دلارې دملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې ده چې دوئ ته باید په ملګرو ملتونو کې د نمايندګۍ اجازه ورکړل شي خو پوهان وايي دا هم هغه ملګري ملتونه دي چې طالبانو یې تل داصولو منلو څخه انکار کړی دی.
د اېټلي خارجه وزیر: د طالبانو حکومت کې ترهګر شامل دي
لوئیجي ډی مایو ویلي، "د طالبانو د حکومت تسلیم کول ناممکنه خبره ده، ځکه د هغو په وزیرانو کې اوولس (۱۷) ترهګر شامل دي، او هلته د ښځو او جینکو د حقونو پرله پسې خلاف ورزي کیږي."
طالبان: بهرني ائیرلاینونه دې کابل ته خپل پروازونه بیا پیل کړي، مونږ همکاري کوو
د طالبانو حکومت کې د دوی د خارجه وزارت نوی ټاکل شوی ترجمان، عبدالقهار بلخي ویلي: "دا چې په کابل انټرنېشنل ائیرپورټ کې مشکلات حل شوي دي او ائیرپورټ د داخلي او بهرني پروازونو دپاره پوره فعاله شوی دی"