ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تحریک انصاف انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په ضد احتجاجونه اعلان کړي

اسلام اباد — پاکستان تحریک انصاف په اتمه فرورۍ شوو عمومي انتخاباتو کې د مبینه درغلیو په ضد په ټول ملک کې د خالي (شنبې) په ورځ د امن ناکه احتجاجونو اعلان کړی. د پاکستان پایه تخت اسلام آباد کې یو خبري کانفرنس ته د تحریک انصاف مرکزي ویاند رووف حسن وېلي دا ځل په انتخاباتو د ملک د تاریخ ترټولو زیاته درغلي شوې ده. نوموړي وېلي تحریک انصاف به د دغه درغلیو په ضد ټولې قانوني اؤ آیني لارې خپلوي. رووف حسن زیاته کړه، " که چرته د انتخاباتو کمیشن زمونږ اپیلونو باندې غور ونه کړو نو بیا به مونږ د ملک اعلا عدالت ته ځو، اؤ دا خبره به یقیني کوو چې خپل حق واخلو، سبا به د دې درغلیو په ضد ټول هیواد کې احتجاج کوو". د پاکستان تحریک انصاف تر څنګ نور سیاسي ګوندونه، عوامي نېشنل پارټي، جماعت اسلامي، جمعیت علما اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند اؤ پاکستان مسلم لیګ (ن) هم په اتم فرورۍ شوو انتخاباتو کې د درغلیو تورونه لګوي. بلوچستان کې د څلورو ګوندنو اتحاد د تېرو څو ورځو نه په ښکاره توګه شوو درغلیو په ضد احتجاج کوي. احتجاج کوونکي ګوندونه تور لګوي چې داسټېبلشمنټ په مرسته د انتخاباتو کمېشن لخوا درغلۍ شوي دي او انتخابي نتیجې بدلې کړی شوي دي. د پاکستان الېکشن کمېشن په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.‏ اسلام اباد کې یو خبریال مدثر حسېن ډیوه ته وېلي دي پاکستان تحریک انصاف د داسې تورونو او احتجاج له کبله د انتخاباتو قامي کمېشن، عدالتونو او او د ملک طاقتوره پوځي ادارو باندې فشار اچول غواړي چې ورته د حکومت جوړولو موقع ورکړي او دا چې د عمران خان په شمول ددوي په مشرانو جوړې شوې مقدمې ختمې کړی شي. د پاکستان په انتخابي نتیجو نه صرف د ملک دننه پوښتنې کيږي، امريکې، ‏برتانيې او يورپي اتحاد هم د انتخاباتو په روڼوالي او ټولو سیاسي ګوندونو ته برابر موقعو نیشتوالي باندې ژورې اندېښنې څرګندې کړي. ‏ خو د پاکستان حکومت د بهر ملکونو فکرمندۍ رد کړي او دا يې د هیواد دننه معامله بللې ده.

16.02.2024 ډیوه

خلیلزاد: د غني تېښته د طالبانو د واکمنۍ سبب شوه او طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېدل

واشنګټن — د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو ژمنو خلاف د افغانو نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګاوه او وایي که اشرف غني له کابله نه وای وتلی طالبان به کابل ته نه وای ننوتلي او حکومت به په جمهوري طریقه سپارل شوی وای. د امریکا حکومت، طالبانو او مخکیني افغان ولسمشر اشرف غني تر اوسه د خلیلزاد تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی. زلمي خلیلزاد د فرورۍ پر 15مه د دوحې تړون تر څلورمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ غونډې ته حاضر شو. د دې غونډې سرلیک وو «د بایډن انتظامیه څنګه د دوحې تړون په عملي کولو کې ناکامه شوه" او خلیلزاد پکې خپل تفصیلي معلومات شریک کړل. خلیلزاد وویل د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي وو، امریکا ترې وغوښتل چې کابل ته له ننوتو ډډه وکړي او له افغان حکومت سره په حکومت کې د شراکت دارۍ لپاره تړون وکړي، وایي دواړه پر دې رضا شول خو اشرف غني له افغانستانه ووت او طالبان کابل ته ننوتل. اشرف غني تېر کال په یوه مرکه کې تور پورې کړی وو چې د جمهوریت په نسکورېدو کې په ځانګړې توګه زلمي خلیلزاد او د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا مخکینی مشر عبدالله عبدالله لاس درلود. خلیلزاد دا تور رد کړی وو او ویلي یې وو چې غني د خپلو ذمه واریو پړه پر نورو اچوي. خلیلزاد د غونډې په یوه برخه کې طالبان په دې تورن کړل چې د نجونو او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې یې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ. له هغه پوښتنه وشوه چې آیا ده پر طالبانو د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې باور درلود که نه، خلیلزاد په جواب کې وویل: "ما پر طالبانو باور نه درلود. دوی داسې خبرې کولې چې نجونو ته به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو او د ډاکټرۍ [پي ایچ ډي] تر کچې د تعلیم اجازه ورکړي، خو پر خپلو خبرو یې عمل ونه کړ." خلیلزاد وویل طالبانو دا هم ویلي وو چې ښځې کولای شي د حکومت د وزیرانو په توګه او د ژوند په ټولو برخو کې کار وکړي. په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړي او د 2022م کال د دسمبر میاشتې له وروستیو یې د نجونو پوهنتونونه هم بند کړي دي. خو د استازو اېوان غړې کېتي مېنینګ غونډې ته وویل چې د دوحې په تړون کې د افغانو نجونو او ښځو او له امریکایي ځواکونو سره د مرسته کوونکو افغانانو د ملاتړ موضوع ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې. مېرمن مېنینګ وویل: "موږ ونه لیدل چې په دې تړون کې د ښځو او نجونو په ملاتړ څه ویل شوي وي. موږ داسې یو ضمانت هم ونه لید چې که څوک پر نجونو او ښځو ظلم وکړي نو حساب کتاب به ورسره وشي او داسې شرط هم نه پکې وینو چې نجونو ته باید ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړل شي." زلمي خلیلزاد وویل صدر جو بایډن د دوحې تړون له پامه نه شو غورځولی، ځکه چې وایي که امریکا له دې تړونه وتلې وای، امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له طالبانو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوي وای. د امریکې د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ مشر مایکل مکال د غونډې په پیلوونکې وینا کې طالبان "ترهګر" او د دوحې تړون سرغړوونکي وبلل. مکال وویل خلیلزاد هم تایید کړې چې د دوحې په تړون کې څه ستونزه نه شته، خو وایي ستونزه یې په عملي کولو کې ده. د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ په غونډه کې د دوحې تړون او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه هم له خلیلزاده پوښتنې وشوې او د کمېټۍ ځینو غړو په بېړه د امریکايي ځواکونو پر وتلو نیوکې وکړې. خلیلزاد په جواب کې ورته وویل چې د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن د حکومت لپاره یو انتخاب وو. سپینې ماڼۍ تر اوسه د امریکا د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټۍ د غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د نیوکې خلاف تل د خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. د امریکې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د 18 میاشتې خبرو په نتیجه کې د 2020م کال د فرورۍ پر 29مه د ډانالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د قطر په پایتخت دوحه کې زلمي خلیلزاد او د طالبانو یوه مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ. په دې تړون کې راغلي چې طالبانو ژمنه کړې د القاعده په ګډون هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې امریکا ته خطر پېښ کړي، د استازو اېوان د کمېټۍ په پرونۍ غونډه کې وویل شول چې اوس هم له افغانستانه د ترهګرو خطر نه دی ختم کړل شوی. امریکايي چارواکو مخکې هم طالبان د دوحې له تړون پر سرغړونه تورن کړي ځکه د دوی په وینا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره یې خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، خو طالبان دا تورونه ردوي او وایي چې اوس یې نه القاعده پر خاوره فعالیت کوي او نه به یې له خاورو نورو هېوادونو ته خطر پېښ شي.

16.02.2024 ډیوه

ټانک او وزیرستان: دوه پېښو کې د مهم طالب کمانډر په ګډون درې وسله وال، يو پوليس وژل شوي

ډېره اسماعیل خان/ کراچۍ ‏ — په ټانک او وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په ګډون درې وسله وال، او یو پولیس عسکر وژل ‏شوی او یو بل وسله وال ژوبل شوی دی.‏ د ټانک پولیس وايي د شپې پرمهال د ټانک ضلعې په پینګ سيمه کې د وسله والو او د ځايي خلکو ترمینځ د ډزو تبادله شوې چې پکې د ټي ټي پي مهم ‏کمانډر فرید الله عرف پړکي سره د یو بل ساتونکي وژل شوي دي.‏ د ټي ټي پي وژل شوي کمانډر فريد الله د ټانک ضلعې لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر وو، او پولیس وايي انتهايي مطلوب ترهګر وو او حکومت د مخه ‏د هغه په سر باندې پینځه میلینه روپۍ انعام ایښی وو.‏ د ټانک ضلعې د پولیسو مشر سید افتخار علي شاه دفتر چارواکو وویل د پولیسو عسکر زاهد ګل چې د ګل امام تاڼه کې په ډیوټۍ وو، پينګ سیمه کې ‏په رخصتۍ کور ته راغلۍ وو او بیا د شپې پرمهال وسله والو کور د ننه وژلی دی.‏ پينګ د ټانک ښار نه نیزدې ‏‎70‎‏ کلومیټره لرې شمال لودیځ نیمه پخوانۍ قبایلي سیمه ده.‏ دوی وايي تر هغې وروسته د علاقې خلکو د وسله والو پر ضد چیغه کړې د وسله والو سره یې نښته شوې، او د ځايي خلکو په ډزو کې دوه وسله وال په ‏ځایی وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.‏ امنیتي سرچینې وايي دې پېښې سره سمدستي امنیتي ځواکونه د برید ځايي ته رسېدلي دي او په دې پېښه کې ژوبل او وژل شوي وسله وال یې په خپله ‏ولکه کې اخستي دي.‏ د پولیسو وینا د وژل شوي یو تن پېژندګلو د ټي ټي پي مهم کمانډر فرید الله بیټني عرف پړکې په نوم شوې چې تر هګرۍ په یو شمېر پېښو کې پولیس ته ‏مطلوب وو.‏ په دې وروستیو کې د صوبې نورو سیمو په پرتله ټانک ضلعه او په ځانګړي ډول بیټني سرکل کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.‏ ځايي خلک وايي په علاقه کې دوی ته اعلانونه شوي چې سرکاري ملازمين په ځانګړي توګه ملیشا، ایف سي، پولیس او پوځ کې دنده ترسره کوونکي دې ‏خپله دنده پریږدې که نه وي په سخت جرم به محکوم شي.‏ د بیټني قبیلې یو مشر حاجي کامل خان وویل ناامنۍ سخت پرېشانه کړي، او په علاقه کې د دوی نه په زور خوراک څښاک، بسترې او جامې غوښتل ‏کیږي.‏ او چې بیا د دوی پرضد عملیات کیږي عملیاتو پرمهال عام خلک نیول کیږي تشدد پرې کوې چې تاسو وسله والو ته ډوډۍ او بسترې ورکوئ. ‏ هغه وویل دوی چې طالب ته انکار کوي هغه یې ځوروي او چې انکار نه کوي بیا یې پوځ ځوروي. ‏ یو بل مشر ملک غني رحمان وویل امنیت ټینګښت د حکومت کار دی خو دغلته دوی ته ویل کېږي چې د وسله والو پرضد لښکر جوړ کړئ او خپله یې ‏مقابله وکړئ.‏ هغه وویل دوی ته د ژوند یو اسانتیا نه ورکړل کیږي، خلک یې غریبانان دي او د کورونو په پریښولو مجبور شوي دي.‏ چارواکي وايي بله پېښه د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې شوې او د امنیتي ځواکو په ډزو یو وسله وال وژل شوی دی.‏

16.02.2024 ډیوه

عمران خان ته د اورول شوو سزاګانو ضد عدالتونو ته خواستونه شوي

کراچۍ ‏ — د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان ته د اورول شوو سزاګانو ضد دوه عدالتونو ته درې خواستونه شوي دي. عمران خان ‏او مېرمن ته یې د عدت قضيې او توشه خانې په قضيه کې، او عمران خان او شاه محمود قرېشي ته د سايفر قضيه کې سزاګانې اورول شوې وې.‏ عمران خان ته په درېو قضيو کې په مجموعي توګه د ‏‎31‎‏ کالو بند سزاګانې اورول شوې دي.‏ د تحریک انصاف ګوند يو مشر او وکيل لطيف کهوسه ويلي، د سايفر او توشه خانې قضيه کې د اورول شوو سزاګانو ضد اپيلونه یې اسلام اباد هايکورټ ‏ته کړي او د عدت قضيې په اړه سيشن کورټ ته خواست شوی دی.‏ د عدت قضيه کې په درېمه فرورۍ جج قدرت الله په اډياله زندان کې دننه عمران خان او بشرا بي بي ته د عدت دوران کې د نکاح کولو په ثابتېدو د 7، 7 ‏کالو د بند او 5، 5 لکو روپو د جرمانې سزا اورولې وه.‏ د بشرا بي بي پخواني مېړه خاور مانيکا د نومبر په میاشت کې د اسلام اباد د سېول جج قدرت الله عدالت ته خواست کړی وو چې د عمران خان او بشرا بي ‏بي نکاح د عدت وخت پوره کېدو نه مخکې شوی وو او په دواړو یې د ناجايزه تعلقاتو تور لګولی وو.‏ احتساب عدالت په ‏‎31‎مه جنورۍ عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي ته د توشه خانې قضيه کې د 14, 14 کلونو بند سزا اورولې، او عمران خان یې د ‏لسو کالو دپاره نااهله کړی وو.‏ عدالت دواړو ملزمانو (عمران خان او بشرا بي بي) ته د يو ارب او 75 کروړه روپیو جرمانې ورکولو حکم هم کړی وو.‏ له دې یوه ورځ وړاندې عمران خان او پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ته   د سايفر قضيه کې د لسو لسو کالو بند سزا ‏اورول شوې وه.‏ د سايفر قضيې دپاره جوړ ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنېن په ‏‎30‎مه جنورۍ د سایفر قضيه کې لنډه فېصله اورولې وه.‏ توشه خانه توشه خانه د پاکستان د کابینې ډویژن هغه څانګه ده چرته چې پاکستاني چارواکو ته د بهرنيو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.‏ د پاکستان الېکشن کمېشن د کال 2022م په 21 اکتوبر د عمران خان پرضد د توشه خانې د مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله ګرځولی وو.‏ د عمران خان په ضد دغه مقدمه تېر کال د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلی، او دا رېفرنس تېر حکومتي اتحاد جمع کړی وو.‏ په عمران خان تور لګول شوی وو چې د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخیستې يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن ‏کې نه وو ښکاره کړي.‏ پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه، یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخیستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو دا د هغه خپله ‏ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.‏ سایفر قضيه ‏ په پخواني وزيراعظم عمران خان تور وو چې اووم مارچ 2022م یې د امریکې څخه ترلاسه کړی سایفر د خپلو شخصي ګټو دپاره کارولی او د ملي امنیت ‏خیال یې نه وو ساتلی.‏ په 13م دسمبر د سايفر قضيه کې د عمران خان او د هغه د حکومت د پخواني وزير شاه محمود قرېشي باندې فرد جرم لګول شوی او دواړو د صحت جرم نه ‏انکار کړی وو، د ياد تور په اساس د تېر کال 2023م د اګست په 15مه مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف آی اې) د عمران خان ضد د ملک د پټو رازونو ښکاره کولو قانون ‏‏(افيشل سيکرټ اېکټ) په سرغړونه کولو مقدمه درج کړې وه.‏

16.02.2024 ډیوه

پاکستان کې د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوي

پاکستان کې د عامو انتخاباتو پس د تېلو او ګېسو بيعې سېوا کړل شوي، يو ليټر ډيزل اته روپۍ ‏‎۳۷پېسې او پټرول دوه روپۍ او۳۷ پېسې ګران کړل شوي ‏دي. دغه رنګ د ګېسو قيمتونه ۶۷‏ فيصده زيات کړل شوي دي.‏

16.02.2024 ډیوه

ممتاز زهرا بلوڅ: د پاکستان انتخابي عمل داخلي معامله ده

په اتمه فرورۍ پاکستان کې ترسره شوو انتخاباتو باندې په نړیواله کچه اندېښنو او څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د ‏پاکستان انتخابي عمل د داخلي خودمختارۍ معامله ده.‏

16.02.2024 ډیوه

انټني بلېنکن البانیا ته د خپل وړومبي سفر په ترڅ کې "غیرمعموله شراکت داري" وستایله

د البانیا په سرښار، تیرانا کې د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن تود هرکلی وشو او په غټو ودانیو د بلېنکن پوسټرې لګېدلې وې.

15.02.2024 ډیوه

ملګرو ملتونو د قطر په غونډه کې طالبانو ته بلنه ورکړې خو طالبان وایي د ګډون لپاره شرطونه لري

واشنګټن — د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون لپاره خپل شرطونه اعلان کړي او وایي که شرطونه یې ونه منل شي نو دا غوره ګڼي چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي. ددې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د فرورۍ پر 14مه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، مولوي امیرخان متقي دا شرطونه په کابل کې د روسي فیډرېشن له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره د لیدو په وخت اعلان کړي دي. بلخي وایي د بهرنیو چارو وزیر سفیر ته وویل، چې حکومت یې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره له نژدې په تماس کې دی او د دوحې په ناسته کې د دوی د پلاوي د ممکنه ګډون د شرطونو په اړه یې ورسره خپل نظر شریک کړی دی: "متقي صاحب وویل، که د دوحې په ناسته کې د اسلامي امارت [د طالبانو د حکومت] او د ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابرېږي او اسلامي امارت وکولای شي د افغانستان د استازیتوب مسؤولیت په ښه ډول ترسره کړي، یو ښه فرصت دی". عبدالقهار بلخي د خپل حکومت د شرطونو په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی خو وایي مولوي امیرخان متقي ویلي چې حکومت یې په دې اړه د دوحې غونډې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو بوخت دی، خو که د "طالبانو د حکومت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نه ګډون غوره ګڼي".   په کابل کې د روس سفارت پر خپله ایکس پاڼه تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د عبدالقهار بلخي په وینا د روس سفیر ویلي چې د طالبانو د حکومت دریځ یې درک کړ او هغه به له ماسکو سره شریک کړي. ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېرش په بلنه د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو د ځانګړو استازو او ځینو نړیوالو ادارو د استازو دویمه نړیواله مشاورتي غونډه د قطر په پایتخت دوحه کې د فرورۍ پر 18 او 19 جوړه شي. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک وایي د غونډې یو مقصد په دې اړه له یو بل سره د نظرونو تبادله کول دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له دوی سره د اړیکو په اړه د نړۍ فکر څه دی. ډوجاریک وي او اې ته ویلي: "دا غونډه به افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړو استازو ته دا موقع ورکړي چې په یو ځای د افغانستان په مسله کې د واکمنو طالبانو د استازو په ګډون له اړوندو ښکېلو غاړو، د مدني ټولنې له افغان فعالانو او د افغان میرمنو له استازو سره وویني". د ملګرو ملتونو په دې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د شرطونو خبر لومړی د ایران د صدر ځانګړي استازي او په کابل کې د تهران سفیر حسن کاظمي قمي د سه شنبې- نهې په ورځ پر خپل ایکس ورکړی وو. ښاغلي قمي په غونډه کې د طالبانو د ګډون د شرطونو په اړه تفصیل نه وو ورکړی خو دومره یې ویلي وو چې د طالبانو حکومت د دوحې په غونده کې د خپلو استازو د ګډون لپاره دوه بنیادي شرایط لري. ملګرو ملتونو ویلي ددغې غونډې هدف په دې اړه بحث کول دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزوونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغوونکي ډول نړیواله بوختیا زیاتېدلی شي. د ملګرو ملتونو د عمومي مشر انتونیو ګوتېریش په کوربتوب د تېر 2023م کال په مې میاشت کې هم د افغانستان په اړه لومړۍ مشاورتي غونډه شوې وه چې پکې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. ملګرو ملتونو د لومړۍ غونډې د جوړېدو هدف "له طالبانو سره د تعامل په اړه د نړیوالې ټولنې یو ګډ تفاهم ته لاسرسی" ښودلی وو.

15.02.2024 ډیوه

د څيړونکو په نظر: پاکستان کې د نوي جوړېدونکي مخلوط حکومت ګټې او تاوانونه، ملک ته ورپېښ چېلنجونه

کراچۍ — د سياسي چارو پوهان وايي، پاکستان کې نوي جوړېدونکي حکومت ته به تر ټولو غټ چېلنج اقتصادي وي، نوی جوړېدونکی حکومت به دومره پياوړی هم نه وي چې د ملک دننه او بهرنيو چارو کلکې ازادې پاليسۍ جوړې کړي، خو ځینې بيا وايي، د مخلوط يا څو ګوندونو ګډ حکومت کې دا خېر هم وي چې واک د يو خاص ګوند په لاس کې نه وي خپلې امرانه فېصلې نه شي کولی. پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، د مسلم ليګ ن ګوند، پيپلز ګوند او نورو همخيالو ګوندونو ترمنځ په مرکز کې د حکومت جوړولو خبرې روانې دي، او تحريک انصاف ګوند هم دعوه کوي په مرکز کې به حکومت جوړوي. د سياسي چارو کار پوهان او څيړونکي وايي نوی حکومت که د هر چا جوړيږي د ګڼو چېلنجونو سره به مخ وي. د پارلیمان بالادستي د جرلزم استاد ډاکټر توصيف احمد خان وايي، پاکستان کې چې کوم مخلوط حکومت جوړيږي، نه ښکاري چې دا وخت ملک د کوم سياسي بې ثباتۍ، اقتصادي مشکلاتو او نورو ستونزو سره مخ دی، دا مسلې به هوارې کړي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "حقيقي چېلنج خو دا دی چې د پارلیمان بالادستي قايمه شي د رياست په ټولو ادارو باندې، خو دوی (سياسي ګوندونه) دومره کمزوري دي چې دوی به د پارلیمان بالادستۍ پله نه لاړ نه شي ځکه چې دوی نامزد کړل شوي دي، غټ چېلنج به د اقتصاد ښه کول وي، خو يو کمزوری حکومت نه رياستي ډهانچه کمولی شي، نه د هند سره تجارت کولی شی، نه دفاعي اخراجات کمولی شي او نه د ټېکس راټولو شرحه سېوا کولی شي". د نوموړي په خبره، هیڅ بدلون نه دی راغلی اړی ګړی به سېوا کيږي ځکه چې د پارلیمان او ولس ترمنځ فاصله زياتيږي. هغه زياته کړه، "د انتخاباتو کېدل پکار وو د انتخاباتو کېدل ښه عمل وو خو د بده مرغه رڼې ټاکنې ونه شوې پوښتنې پرې راولاړې شوې بحران جوړ شو، جمهوريت د دې ملک په ګټه دی، خو دا انتخابات د جمهوريت په ګټه نه تماميږي ځکه روڼتيا پکې نشته او د ولس اکثريت په دې نظر دی چې منتخب شوي استازي د دوی حقيقي استازي نه دي، فاصلې زياتې شوې". د وېشلي واک ګټې او تاوانونه پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسیاتو د څانګې استاز ډاکټر شانواز مشال وايي، په پارليماني جمهوري نظام کې داسې وېشلی مېنډېټ (د خلکو د ورکړل شوو رایو) په نتيجه کې مخلوط حکومت راتلل کومه نااشنا خبره نه ده، په نړۍ کې چې چرته داسې پارليماني جمهوري نظام وي هلته اکثره داسې مخلوط حکومت جوړيږي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل،  د مخلوط حکومت جوړېدلو"اثرات په پاليسو منفي هم کېدلی شي او مثبت هم کېدلی شي، دلته خو په پاکستان کې په مجموعي توګه جمهوريت کمزوری غوندې وي نو په هغې کې چې کله مخلوط حکومت راشي نو د هغې باره کې دا تصور جوړ شي چې دا به هغه شان زړورې فېصلې نه وکړی شي په مختلفو مسلو باندې، که معاشي، دفاعي او بهرنۍ مسلې وي". خو ورسره نوموړی وايي، "د مخلوط حکومت خپله ګټه هم وي مختلف سياسي ګوندونه په يو حکومت کې راشي، نو لږې امرانه فېصلې که د يو اکثريتي ګوند په شکل کې مخې ته راتلی شي نو د هغې خطره ختم شي". د شانواز مشال په خبره، منفي اړخ یې"مخلوط حکومت کمزوری وي، په دې باندې د بهر خلکو اعتماد لږ کم وي". اقتصادي چېلنج په کراچۍ کې د يو شخصي ټي وي چېنل بېورو چيف محمد عمران احمد وايي، ملک ته دا وخت تر ټولو غټ چېلنج اقتصادي دی ځکه چې په ملک کې کوم قرضونه روان دي او د نړيوالې مالياتي ادارې سره د پورې خبرې هم کيږي، او اقتصادي چېلنج په دې حواله ډېر مهم دی چې عام خلک ترې اغېزمن دي او خلک نور د ګرانۍ زغم نه لري. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "نوی حکومت ته به کلک اقتصادي جوړول وي چې خلکو ته ريليف ورکړي، حکومت خپلې خرڅې راکمې کړي او دا غټ چېلنج دی". د نوموړي په خبره، "د بده مرغه سياستوال د ولس په مسلو ډېر غور نه کوي خپلو شخصي سیاسي مسلو ته لومړیتوب ورکوي او د پاکستان ټيلي ويژن چېنلې هم د ولس پرېشانۍ نه په ګوته کوي څومره چې سياسي هلوځلو ته ځای ورکوي". پاکستان کې د اتمې فرورۍ وروسته په مرکز او صوبو کې د نوو حکومتونو جوړولو خبرې روانې دي، مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند ويلي، په مرکز کې د حکومت جوړولو د مشورو دپاره ټاکل شوو کميټيانو یې لیدلي او په مسلو غږېدلي دي. مسلم ليګ ن ګوندد وزيراعظم د څوکۍ دپاره شهباز شریف نومول دی. پاکستان مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند دواړو ويلي، د استازو غونډه یې شوې، او په دې یې اتفاق کړی دی چې يو مستحکم جمهوري حکومت د وخت ضرورت دی، د دې دپاره چې ملک د ورپېښو معاشي، سياسي، امنيتي او ترهرګرۍ په څېر چېلنجونو نه رابهر کړي، ولس د ګرانۍ، بې روزګارۍ او عدم تحفظ څخه خلاص کړي. پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دعوه کوي چې په مرکز کې به حکومت جوړوي، او عمر ايوب خان یې د وزيراعظم د څوکۍ دپاره نومولی دی. د تحریک انصاف ګوند يو مشر عاطف خان ويلي، اول کار یې، د هغه په وينا د "د پي ټي آی غلا شوی مېنډېټ ترلاسه کول دي او چې خپل مېنډېټ ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي نو د خلکو خدمت به وکړي".

15.02.2024 ډیوه

د پاکستان د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه درغلیو په ضد په ټولو صوبو کې احتجاجونه کېږي

پېښور/ کوټه/ کراچۍ/ واشنګټن — د پاکستان د انتخاباتو کمیشن وایي په ملک کې شوي عمومي انتخابات شفاف وو، خو د مرکزي او صوبایي حکومتونو د جوړېدو له هڅو سره سره په څلورواړو صوبو کې د لویو او وړو سیاسي ګوندونو احتجاجونه دوام لري او تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې "پراخې درغلۍ" شوې او نتیجې یې بدلې کړای شوې دي. څېړونکي وايي د پاکستان ټولې سیاسي پارټۍ د انتخاباتو نه خوشحاله نه دي، هر ګوند شکایتونه لري چې په ووټونو کې درغلي شوې ده او پکار ده چې د انتخاباتو د انتظام اداره الېکشن کمېشن اف پاکستان اصلاح کړی شي. د پیښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې چیرمین پروفیسر ډاکټر حسین شهید سهروردي وایي د هیواد د لویو او وړو زیاتره سیاسي ګوندو تورونه ښیي چې د اتنخاباتو قوانین د موجوده حالاتو او تقاضو جواب نه شي ویلی او دې کې د اصلاحاتو سخت ضرورت دی، کوم چې به د ده په وینا همدغه ګوندونه په ګډه کوي. د راپورونو تر مخې پاکستان تحریک انصاف له تېرو څلورو ورځو نه د سر ښار پېښور په بېلابېلو سیمو کې پرلتونه غزولي او په انتخاباتو کې د تګۍ تور لګوي. تحریک انصاف د فرورۍ په 17مه هم په ټول هېواد کې په انتخاباتو کې د ممکنه درغلۍ خلاف د احتجاجونو اعلان کړی دی. دغه راز عوامي نېشنل ګوند هم د روانې میاشتې د شلمې نه د سوله ییز احتجاج پیلولو اعلان کړی دی. د جمعت علمایې اسلام مشر مولانا فضل رحمان رسنیو سره مرکو کې ویلي دوي د عدالتونو نه د انصاف توقعو نه ساتي نو ځکه به د خپل حق لپاره لارو کوڅو ته راوځي. په کراچۍ کې نن مذهبي سياسي ګوند جمعیت علمااسلام  ف د صوبايي الېکشن کمېشن د دفتر مخې ته احتجاج کړی او په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه یې لګولي دي. د جمعيت علمااسلام ف مشرانو ويلي، دوی به د خپل حق ترلاسه کولو دپاره تحریک چلوي. درې ورځې وړاندې پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوند هم دغه ډول احتجاج کړی او په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه یې لګولي وو. سبا د ګرېنډ ډېموکرېټک په نوم اتحاد هم د سیند صوبې په دویم غټ ښار حېدر اباد کې د احتجاج اعلان کړی دی. د بلوچستان نه هم راپورونه تر لاسه شوي دي چې دغلته محمود خان اڅکزی، سردار اختر جان مینګل، ډاکټر عبدلماک بلوچ، خوشال کاکړ، عبدلخالق هزاره او دغه شان د نورو سیاسي ګوندونو مشران د تېرو پنځو ورځو نه په احتجاج دي. څیړونکي وایي دا وخت د پاکستان اقتصادي حالات دداسې اړي ګړي توان نه لري. دا معامله به ټولو ته په شریکه حل کول وي.  د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاذه ډاکټر صایمه ګل وایي په دې وخت کې د پاکستان ټولې ادارې او سیاسي ګوندونه باید یوې خبرې ته پام وکړي چې د ملک خراب اقتصادي حالت ته په پام سره غلطه فیصله ونه کړي: "کوم یو چینج که هغه په فارم 47 کې راځي او که 45 کې شوی دی. دا به صرف او صرف یو نمنفي طرف ته مونږ بوځي او دا شی که مونږ اوس ومنو، نو زما خیال دی چې دا کومه فضا ده د بې اعتمادۍ دا به هم پکې را ونغښتل شي". پوهان وایي د احتجاجونو د لړۍ ختمېدو وروسته به د حکومتونو جوړول او بیا چلول بله ستونزه وي ځکه چې لیدل کېږي چې د انتخاباتو په نتیجه کې جوړېدونکي حکومتونه به کمزوري وي، خو وایي که طاقتوره سیاسي مشران ددغه حکومتونو په شا کلک اودریدل نو امکان لري چې راروان حکومتونه ولس ته ګټې ورسوي. د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې چیرمین پروفېسر ډاکټر حسین شهید سهروردي وایي دا ساعت چې کومې د الیکشن نتیجې راغلي دي، هغه ډېر زیات د کمزور حکومت طرف ته اشاره کوي: "زما خیال دی چې دا چې کوم خلا ده. دا مضبوط چې کوم کسان دي. شخصیتونه چې دي. هغه دا خلا پوره کولی شي او راتلونکی چې کوم د حکومت جوړولو عمل دی یا حکومت چلولو کوم عمل دی هغه ښه بهتر کولی شي". ډاکټر سهروردي وایي نورې دنیا سره د مضبوطو سیاسي، اقتصادي او دفاعي اړیکو لپاره ضروري ده چې ملک کې دننه مضبوط جمهوري او قانوني حکومتونه وي، ګني نو د انتشار صورت کې په نورې دنیا څه اثر نه وي، خپله هیواد کمزوری کیږي. د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه بدلون په ضد د بلوچستان د سیاسي ګوندونو له خوا په اوومه ورځ هم احتجاجونه دوام لري او د سیمې د ریټرننګ افسرانو د دفترونو مخ ته لاریونونه شوي دي. په کوټه کې د الېکشن کمشنر او  کمشنر دفتر مخې ته د څلور ګوندي اتحاد له خوا د انتخاباتو په نتیجو کې د ممکنه لاسوهنې او درغلۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري. په سرحدي ښار چمن کې هم د عوامي نېشنل پارټۍ لخوا د انتخابي نتايجو د بدلون په ضد احتجاجي مظاهرو کې گڼ شمېر کې خلکو برخه اخستې ده. د کوټې ښار په  شمول د صوبې په بېلابېلو سیمو کې دغه  احتجاجونه د سیاسي ګوندونه له خوا دوام لري، دوى غوښتنه کوي چې د دوی د کامیابو کاندیدانو د کامیابۍ نوټیفیکیشنونه دې جاري کړل شي. دغه احتحاجونه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او هزاره ډيموكرېټک ګوند له خوا د کوټې د کمشنر د دفتر مخ ته د پرلت په بڼه هم  روان دى، دوى تور لګوي چې د ځانګړي پلان  له  مخې له پارلېمانه ایستل شوي دي. د دغو ګوندونو له پرلت سره سره پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند هم نن په کوټه ښار کې احتجاجي لاریون کړی دی او د ږوب، شېراني او کلاسیف الله د قومي اسمبلۍ پر حلقه باندې د ګوند له مشر خوشحال خان خټک سره د ممکنه درغلۍ په ګډون په صوبه کې د انتخاباتو د نتیجو د بدلون تورونه لګوي. سياسي ګوندونه له چېف الېکشن کمشنر څخه غوښتنه کوي چې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړي، خو د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ویلي چې د ملک انتخابات په شفافه او ازادانه توګه تر سره شوي دي. د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي ادعا کړې ده چې  ټولو سياسي ګوندونو د انتخاباتو نتيجې منلې دي او د بلوچستان خلکو د فرورۍ په اتمه په عامو انتخاباتو کې بېلابېلو سياسي ګوندونو ته مېنډېټ یا اختیار ورکړی دی. اڅکزي په  خبري غونډې کې د وینا پر مهال وویل، سیاسي ګوندونه باید د ټاکنو د نتيجو په اړه د حالاتو په جديت پوه شي او وایي "هغه سیاسي ګوندونه چې اعتراضونه کوي باید عدالت او  نورو اړوندو ادارو ته درخواستونه ورکړي." جان اڅکزی وایي ملتپالو سیاسي ګوندونو د فرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د پام وړ بریا ترلاسه نه کړه ځکه د نتیجو له منلو انکار کوي،‌ خو وایي د پاکستان مسلم لیګ نواز او پاکستان پیپلز ګوند د انتخاباتو نتیجې منلې دي. سياسي ګوندونه وايي  دغه  نتېجې دوى ته د منلو وړ نه دي، که غوښتنې یې ونه منل شي نو احتجاج به جاري و ساتل شي.

15.02.2024 ډیوه

کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ رفح کې تر برید مخکې ډزبندي غوښتې، ترکي او مصر د ډزبندۍ هڅې کوي

واشنګټن — د غزې په رفح ښار کې د اسرایل له خوا د مځکنیو عملیاتو د پیلولو د اعلان په غبرګون کې د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ مشرانو د سمدستي بشري ډزبندۍ غوښتنه کړې او بل لور ته د ترکي او مصر ولسمشرانو هم په رفح کې د عملیاتو د مخنیوي لپاره په قاهره کې خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. د ډزبندۍ له غوښتنو او هڅو سره سره د رپوټونو له مخې اسرایلي ځواکونو د پنجشنبې- زیارت په سهار په جنوبي غزه کې په ناصر روغتون برید کړی چې د رپوټونو له مخې یو ناروغ پکې وژل شوی او شپږ ټپیان شوي دي، همدارنګه د غزې روغتیا وزارت هم ویلي چې تېره شپه په بریدونو کې تر 100 زیات کسان وژل شوي دي. د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ وزیراعظمانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په یوه ګډ بیان کې ویلي، چې سمدستي بشري ډزبندۍ ته په بیړنۍ توګه اړتیا ده: "موږ په دې اړه ژوره اندېښنه لرو چې اسرایل په رفح کې د مځکنیو عملیاتو د پلانولو خبرداری ورکړی دی، په رفح کې پوځي عملیات به یو ناورین وي". د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شورو- چارشنبې په ورځ په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل په غزه کې د ډزبندۍ د هڅو لپاره قاهرې ته رسېدلی او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې لیدلي دي، تر دې وړاندې د نهې- سه شنبې په ورځ عرب اماراتو ته تللی وو او له صدر شیخ محمد بن زاید النهیان سره یې لیدلي وو. د مصر د سرکاري رسنیو د خبر له مخې اردوان او السیسي له دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو چېلنجونو سره سره پر دې هڅو هم ږغېدلي چې څنګه په غزه کې روانه جګړه ودرول شي. د اسرایل وزیراعظم بینیامین نتنیاهو د شورو- چارشنبې په ورځ په قاهره کې د ډزبندۍ په اړه له خبرو څخه د اسرایل د ایستلو اعلان وکړ او ژمنه یې وکړه چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به د حماس جنګیالیو پرضد برید کوي. د کېنېډا، اسټرېلیا او نیوزیلېنډ په ګډ بیان کې له اسرایل غوښتل شوي‌ چې په رفح باندې برید ونه کړي، خو دا یې هم ویلي چې هر ډول ډزبندي "یو طرفه" نه شي کېدی او له حماس ډلې یې د وسلو غوځولو او د پاته یرغمل کسانو د سمدستي خوشي کولو غوښتنه کړې ده. د دغو هېوادونو وزیراعظمانو دا هم ویلي چې د انصاف نړیوال عدالت په جنورۍ کې د سوېلي افریقا له خوا د "نسل وژنې" د مقدمې په پرېکړه کې اسرایل پابند کړی چې ملکي خلک وژغوري او د اړتیا وړ بشري مرستو ته اجازه ورکړي. دوی ویلي: "د ملکي وګړو ژغورنه د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو په بنیاد ډېره مهمه او یوه اړتیا ده. د فلسطین عام خلک نه شي کولای چې حماس ته د ماتې ورکولو بیه پرې کړي". د مصر صدر عبدالفتاح السیسي وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، "موږ په غزه کې د سمدستي ډزبندۍ او په لوېدیځه غاړه کې د ارامۍ پر اړتیا اتفاق وکړ" چې د یو خپلواک فلسطیني ریاست د جوړېدو له وروستي هدف سره د اسرایل او فلسطین د سولې خبرې بیا پیل شي. اردوان له السیسي سره ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو څخه وغوښتل چې په رفح کې له مځکنيو بریدونو ډډه وکړي. اردوان د اسرایل په حکومت باندې په غزه کې د فلسطینیانو د "قتلِ عام" تور پورې کړ او ویې ویل، له خلکو څخه "د غزې د خالي کولو هڅې د منلو وړ نه دي". په غزې پټۍ کې د مصر پولې ته څېرمه په رفح ښار باندې د اسرایلي ځواکونو له مځکنیو عملیاتو سره دا جګړه اوس یو مهم پړاو ته رسېدلې ده ځکه چې په دې سیمه کې شاوخوا 1.4 میلین خلک د خېمو په کېمپونو، اپارټمنټونو او پناه ځایونو کې اوسېږي. مصر اندېښنه ښکاره کړې چې په رفح باندې مځکني بریدونه به په لکونو بې ځایه شوي فلسطینیان اړ کړي چې تر پولې ور واوړي او د مصر سینا ټاپووزمې ته  ورشي. مصر ګواښ کړی چې که اسرایلي ځواونه په رفح کې بریدونه پیل کړي نو له اسرایل سره د لسیزو پخوانی د سولې تړون به وځنډوي. مصر، قطر او د اسرایل مهم متحد امریکا د ډزبندۍ او د حماس له منګولو د هغو یرغمل شویو پاته 130 کسانو د بیرته را خوشي کېدو هڅه کوي، چې ګومان کېږي شاوخوا څلورمه برخه یې وژل شوي دي. د سه شنبې- نهې په ورځ هم په دغو هڅو کې د ښکېلو هېوادونو استازو په قاهره کې خبرې اترې وکړې خو رپوټونه وایي چې کوم پرمختګ پکې نه دی شوی. یادونه:- د رپوټ معلومات له اسوسیېټډ پریس، فرانس پریس خبري ایجنسۍ او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

15.02.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more