ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د فېض اباد پرلت د پلټنو رپورټ د ای ایس ای پخوانی مشر فېض حمید اؤ نور پوځي چارواکي بې قصوره بللي‌

پېښور — د فېض اباد پرلت د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ای ایس ای پخوانی مشر جنرال(ر) فېض حمید اؤ نور پوځي افسران بېګناه بللي. یاد کمیشن په کال 2017 کې د ترسره شوي د توندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان د احتجاجي پرلت په مهال د اړي ګړي د رامنځته پېښو پړه د پنجاب د هغه وخت په حکومت اچولې چې مشري یې موجوده وزیراعظم شهباز شریف د وزیراعلا په توګه کوله. د فېض اباد د پرلت په مهال د اړي ګړي د پېښو د پلټنو لپاره د پاکستان  د سترې محکمې په امر جوړ کړل شوي د پلټنو کمیشن خپل رپورټ مرکزي حکومت ته سپارلی دی چې پکې په هغه وخت کې د پنجاب حکومت ددغو پېښو مسول یا ذمه وار ګرځول شوی دی. کمیشن پخپل رپورټ کې ویلي چې د پلټنو په مهال داسې څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی چې ګنې د دغه پرلت تر شا د کومې ادارې لاس ؤ. په کال 2017 کې د شوي دغه احتجاجي پرلت نه وروسته د ای ایس ا ی د هغه وخت په ډایریکټر جنرل لیفټننټ جنرل (ر) فېض حمید تورونه لګول شوي وؤ چې د منتخب حکومت پرضد د توندروه ډلې دعه پرلت دده په لمسه راجوړ کړی شوی ؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلې وې چې پکې جنرال فېض حمید د پرلت په برخه والو "لفافې" ویشلې. په هغه وخت سیاسي اؤ ټولنیزو مشرانو اؤ خبریالانو دعوې کړې وې چې فېض حمید د پرلت په برخه والو پیسې ویشلي دي خو پوځي سرچینو بیا ویلي وؤ چې د پرلت خورولو لپاره د پرلت ځېنو برخه والو ته د ستنېدو لپاره د لارې کرایه ورکړل شوې ده. د خېبر پښتونخوا د پولیسو د پخواني مشر سید اختر علي شاه په مشرۍ د پلټنو کمیشن پخپل رپورټ کې د پیسو په ویشلو تورن جنرال فېض حمید اؤ د هغه وخت د پنجاب د رینجر ځواکونو مشر میجر جنرال نوید اظهر حیات په هغوي د لګول شوؤ تورونو نه پاک کړي اؤ ویلي یې دي چې  لیفټننټ جنرال فېض حمید یوازې په هغه څه عمل کړی چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ جوړه شوې یوه غونډه کې یې ورته د کولو وینا شوې وه. د درې کسیز کمیشن د رپورټ له مخې په 22م نومبر کال 2017م کې د تسره شوې غونډې د منټس یا روداد نه هم ددې خبرې پخلی کیږي چې فېض حمید هر څه د هغه وخت د حکومت په خوښه کړي دي اؤ د پرلت په اړه د شوؤ ټولو پرېکړه ذمه واري پخپله پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم منلې ده. کمیشن پخپل رپورټ کې د پرلت ذمه واري په هغه مهال پنجاب کې د شهباز شریف په صوبایي حکومت اچولې ده اؤ ویلي یې دي چې د پنجاب حکومت له لوري دغه احتجاجي لاریون ته د اسلام اباد په لوري د تګ اجازه ورکول یو نامناسبه عمل ؤ. رپورټ کې ویل شوي چې د شهباز شریف،احسن اقبال، زاهد حامد اؤ افتاب سلطان څخه هم پرلت کې د ایجنسیو د لاس لرنې په بابله پوښتنې شوې دي خو دغو ټولو ګواهانو هم په دې پرلت کې د کومې ادارې یا شخصیت د لاس لرنې پخلی نه دی کړی. کمیشن ویلي چې د پنجاب حکومت په لمړي سر کې ددې احتجاجي لاریون مخه نیولی شوه خو دخپلو ووټونو بچ کولو لپاره یې داسې ونه کړل چې دا یو نامناسبه ګام ؤ اؤ باید د قصور وارانو په ضد اقدام وکړل شي. کمیشن پخپل رپورټ کې سپارښتنه کړې ده چې د رینجرز اؤ ایف سي ځواکونه دې سرحدونو ته ولېږل شي اؤ ښاري سیمو ته باید هغوي را ونه بلل شي بلکې په دغو ځواکونو مصرفېدونکي وسایل دې په پولیسو مصرف کړل شي. کمیشن په نېشنل ایکشن پلان د عمل کولو سپارښتنه هم کړې ده.

16.04.2024 ډیوه

پښتونخوا کې د روانو بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي، 32 ژوبل، د کابل سیند تر مورګو اوښتی

پېښور — د قدرتي افتونو په مهال د مرستو صوبایي دولتي اداره پي ډي ایم ای وایي د تېرو څلورو ورځو پرله پسې بارانونو له امله 21 کسان مړه شوي اؤ 32  نور ژوبل شوي دي. دا مهال د چارسدې په مقام د کابل په سیند کې د لوړې درجې سیلاب بهیږي اؤ اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوې دي چې له امله یې فصلونو ته سخت زیان رسیدلی دی. د سیلاب نه د خلکو ژغورلو لپاره د چارسدې په مقام د کابل سیند په غاړه له ابادیو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوؤ اؤ هم د سیمې خلکو خپل څاروي اؤ نور سامانونه په لوړه پروت موټروی (سړک) ته راویستلي اؤ هلته یې کډې اړولې دي. د پي ډي ایم ای په رپورټ کې ویل‌ شوي چې په تېرو څلورو ورځو کې د بارانونو له امله مړو شوؤ 21  کسانو کې 9 ماشومان اؤ 3 ښځې هم شاملې دي. د دولتي ادارې د رپورټ له مخې د پښتونخوا بیلابیلو ضلعو کې د دې بارانونو په مهال د کچه کوټو غورځېدو 330  پېښې مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ 53 کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي اؤ 277 کورونو ته څه نا څه زیان اوښتی دی. پي ډي ایم ای ویلي چې د بارانونو اؤ سیلابونو نه په اغېزمنو سیمو کې یې خلکو ته مرستې لیږلې دي چې په هغې کې کمبلې، د اخلي پخلي سامانونه،درۍ ،تولایانې اؤ خوراکي توکي شامل دي. ډان ورځپاڼې د نهې - سه شنبې په ورځ ویلي د زیاتو بارانونو له امله د چارسدې په مقام د کابل سیند راختلی اؤ سیلابي اوبه د خلکو په فصلونو ورماتې شوي چې له امله یې ولاړو د غنمو اؤ نورو فصلونو ته سخت زیانونه رسیدلي دي. د چارسدې اؤ پېښور تر منځ د سیندونو پغاړه له ابادو کورونو خلک خوندي سیمو ته ویستل شوي اؤ هم یو شمیر ځایي خلک پخپله له کورونو وتلي اؤ خپل سامانونه اؤ څاروي یې په لوړه پرتې موټر وی ته خيژولي دي. د بلوچستان په چاغي سیمه کې هم تېره شپه د بارانونو له امله حفاظتي بند مات شوی اؤ باراني اوبه د خلکو کورونو اؤ دوکانونو ته ننوتلي دي. په بلوچستان کې د زیاتو بارانونو له امله خوړونه اؤ راختلي اؤ یو شمیر ژورې سیمې د سیلابي اوبو لاندې ګیرې شوې دي. ډاڼ ورځپاڼه وایي چې په چاغي کې ګڼ شمیر کورونه د بارانونو له امله پریوتي اؤ هم د خلکو تیار فصلونه تباه شوي دي. د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې د 16م اپریل نه بیا د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې راښکې کیدای شي چې تر 19م اپریل به دوام ولري.

16.04.2024 ډیوه

د پاکستان د خزانې وزیر وايي ايي اېم اېف سره يې د نور قرض دپاره خبرې شروع کړي دي

د واشنګټن د دورې په مهال به د پاکستان د خزانې وزیر په هغو غونډو کې هم شرکت کوي چې د ايي اېم اېف او د ورلډ بېنک په کوربتوب هرکال د سپرلي په موسم کې کېږي او د خزانې او ترقۍ وزیران، د اقتصاد دانشوران او شهري حقونو فعالان د نړۍ په اقتصاد بحثونه کوي

16.04.2024 ډیوه

اسرایل د ایران د میزایلو په پروګرام باندې د بندیز غوښتنه وکړه

واشنګټن — اسرایل د ایران د پوځ او د هغه د ځینو متحدینو له خوا پر یهودي ریاست باندې د بېساري ډرون او میزایل بریدونو د جواب د یوې برخې په توګه د پر ایران باندې د نویو بندیزونو غوښتنه وکړه. د ایران د میزایل په پروګرام او پاسدارانِ انقلاب د بندیز د غوښتنې په اړه د تهران غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی. د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر اسرایل کاټز د سه شنبې- نهې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، ده 30 هېوادونو ته د دې لپاره خط لېږلی چې د ایران د میزایلو پر پروګرام بندیز ولګول شي او د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک "ترهګر" تنظیم ونومول شي: "د میزایلو او ډرون د را ویشتلو په غبرګون کې له پوځي جواب سره سره زه د ایران خلاف د سفارتي جواب رهبري کوم". د اسرایل د بهرنیو چارو وزیر وایي نن سهار یې د نړۍ له لسګونو بهرنیو چارو وزیرانو او مخکښو شخصیتونو سره پر ایران د بندیزونو لګولو او د تهران د کمزوري کولو لپاره خبرې کړې دي، وایي مخکې له دې چې ناوخته شي ایران باید اوس ودرول شي. د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک وایي د نړۍ د اوو مهمو جمهوریتونو یوه ډله له مخکې لا پر یوه پېکیج باندې کار کوي چې د ایران خلاف په همږغۍ سره ګامونه پورته کړي. امریکا په هغو څو هېوادونو کې ده چې مخکې یې لا د ایران پاسدارانِ انقلاب ځواک د ترهګرې ډلې په توګه نومولی دی. د تېر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې امریکې د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ختمېدو سره د ایران د بېسټیک میزایل په پروګرام باندې یو شمېر بندیزونه لګولي دي. اسرایل یوې خواته د نړۍ له مشرانو له ایران سره د شخړې د کمېدو غوښتنه کړې ده خو بلې خواته داسې ښکاري چې د پوځي غچ اخیستلو ته لېواله دی. د اسرایل د پوځ چارواکو د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، ایران باید د شنبې- خالي د ورځې د بریدونو بیه پرې کړي چې شاوخوا 350 میزایل او ډرون یې ور وغورځول. ډېر د ایران له خپلې خاورې او ځینې له بهره ور ویشتل شوي وو. د اسرایل د پوځ مشر لېفټیننټ جنرل هرزي هلیوي د خپل هېواد په جنوب کې له نیواټیم هوایي میدانه په خپلو خبرو کې ویلي، د ایران برید ته به "جواب وویل شي او د خپلو اقداماتو له نتیجو سره به مخ شي". که څه هم د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند ډېنیل هګاري ویلي دا غبرګون به "هغه وخت وي چې موږ یې‌ ټاکو"، خو د اسرایل پوځي چارواکو ددې خبرې سپیناوی نه دی کړی چې دا جواب به یې څه ډول وي. په ملګرو ملتونو کې د اسرایل استازي ګیلاډ ایردان هم د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې تور پورې کړ چې ایران په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړوونکی هېواد دی: "دا [ایران] باید نور په ملګرو ملتونو کې هیڅ مقام ونه لري، امنیت شورا دې د ایران ترهګري وغندي، پر ایران دې سخت بندیزونه ولګوي او سپاه پاسداران دې یو ترهګر تنظیم اعلان کړي، دا کار دې د اسرایلو لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره وکړي". اسرایلو په داسې وخت ایران ته د جواب ویلو په اړه سخت بیانونه ورکړي چې د هغه سخت ملاتړي امریکا ترې د زغم غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې د ایران د ډرون او میزایل بریدونو ناکامه پخپله یوه "لویه بریا" ده. د پېنټاګان د مطبوعاتو سیکرټري مېجر جنرل پېټ رایډر وایي، "دا خبره په زړه پورې ده چې ایران تر 300 زیات هوایي ګواښونه ګوزار کړل او په هغوی کې 99 فیصده را وغورځول شول". سپینې ماڼۍ د دوشنبې- ګل په ورځ لا نور هم سخت دریځ ښکاره کړ. د امریکې د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته د هغو هېوادونو یادونه وکړه چې د ایران بریدونه یې ناکامه کړي وو او ویې ویل: "اسرایل نن تر هغه په زیات قوي سټرېټیجیک حالت کې دی کوم چې څو ورځې مخکې وو". برتانیې، فرانس، اردن او سعودي عرب هم له امریکا او اسرایل سره د ایران د میزایل او ډرون په ویشتلو او را غورځولو کې مرسته کړې وه. د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، حکومت به یې بشپړه هڅه کوي چې د ایران او اسرایل تر منځ شخړه زیاته نه شي. مېکرون پر اسرایل ټینګار وکړ چې د شخړې د زیاتولو پر ځای دې د ایران د یواځې کولو لاره خپله کړي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز څخه اخیستل شوي دي.

16.04.2024 ډیوه

د سعودي خارجه وزیر د پلاوي په مشرۍ د پاکستان صدر او وزیراعظم سره په مهمو موضوعاتو غږېدلی

پېښور — د پاکستان په سفر تللي د سعودي د بهرنیو چارو وزیر اؤ ورسره مل پلاوي د پاکستان د صدر اصف علي زرداري اؤ وزیراعظم شهباز شریف سره لېدنې کړي اؤ ورسره یې پاکستان کې د سرمایه ګزارۍ په یو شمیر پروژو اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پراخولو خبرې اترې کړې دي.  پاکستان ته د سعودي عرب لوړ رتبه حکومتي پلاوي خپل دا سفر په داسې حال کې کړی چې په منځني ختیځ کې تاؤ تریخوالی ورځ تر بلې سیوا کیږي او د اسرایل-ایران ترمنځ تازه شخړې د سیمې د هیوادونو اندېښنې زیاتې کړې دي. د سعودي عرب  په دې پلاوي کې د سعودي د پانګونې مرستیال وزیر انجنیر ابراهیم بن یوسف المبارک، د د چاپېریال، اوبو او کرنې وزیرانجنیر عبدالرحمن بن عبدالمحسن الفضلي، د صنایعو او کاني زیرمو وزیر انجینر بندر بن ابراهیم بن عبدالله الخریف او د سعودي عرب نور لوړ پوړي چارواکي او سفارتکاران شامل دي. د نهې - سه شنبې په ورځ پاکستاني رسنیو کې مخې ته د راغلو رپورټونو له مخې په دې لېدنه کې وزیراعظم شهباز شریف د سعوي عرب پلاوی پاکستان کې د سرمایه کارۍ د غوره فرصتونو څخه خبر کړی اؤ هغوي ته یې  دپاکستان دننه د ټرانسمیشن لاینز، سولر اؤ کان کیندنې پروژو کې د سرمایه ګزارۍ په اړه وړاندیزونه هم ورکړي دي. د لیدنې په مهال وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې پاکستان او سعودي عرب خپلو کې د ورورولۍ کلکې اړیکې لري چې بدیل یې نه لیدل کیږي . هغه وویل چې سعودي د ازمیښت په هره شېبه کې د پاکستان سره لاس امداد کړی دی اؤ پاکستان سعوي سره خپلو اړیکو ته د ویاړ په سترګه ګوري. وزیراعظم هیله ښکاره کړې ده چې پاکستان ته د لوړ پوړي سعودي پلاوي دا سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اسټریټجکي اؤ تجارتي اړیکو یو نوی باب پرانزي . هغه ویلي چې پاکستان د سعودي سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانکه کې مرستې ته د ودې ورکولو لیواله دی. په دې لیدنه کې وزیرعظم د سعوي پلاوي ته دپاکستان له لوري د سعودي د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړې ده. ډان ورځپاڼه وایي په لیدنه کې د سعودي خارجه وزیر د پاکستان سره خپلو تجارتي اړیکو اؤ د سرمایه کارۍ څانګه کې د مرستو پراخولو هوډ څرګند کړو . تر دې وروسته د سعودي پلاوي د پاکستان صدر اصف علي زرداري سره هم لیدنه کړې اؤ د دوه اړخیزه تعلقاتو په لا پیاوړتیا اؤ تجارتي اړیکو اؤ سرمایه کارۍ ته په ودې ورکولو یې ورسره خبرې اترې کړې دي. صدر زرداري د سعودي پلاوي سره د لیدنې په مهال ویلي چې پاکستان اؤ سعودي د لسیزو زړې اړیکې لري اؤ مونږ دا تعلقات د اوږدې مودې په تزویراتي،اقتصادي شراکت دارۍ کې بدلول غواړو. د سعودي د خارجه وزیر په مشرۍ دا پلاوی تېره ورځ اسلام اباد ته رارسیدلی ؤ. ناقدين وايي، په وروستيو کلونو کې پاکستان کې په دولتي کچه د سعودي عرب د پانګونو دعوې کړې خو نتيجې یې مخې ته نه دي راغلي.‏ د سعودي عرب لوړ پوړی پلاوی په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې ايران د اتوار په ورځ په اسرايل د ډرون او ميزايلو برید کړی دی.‏ څيړونکي وايي، په مينځني ختيځ کې سېوا کېدونکی کړکېچ به د سعودي عرب او پاکستان د خبرو مهمه موضوع وي. ايران د پاکستان سره ‏‎900‎‏ کلوميټره ‏پوله لري.‏ په پاکستان کې د انګرېزي ژبې ورځپاڼې دې نیوز د خارجه چارو د وزارت او په اسلام اباد کې د ایران د سفارت له خولې لیکلي چې د ایران صدر ابراهیم رییسي به هم اسلام اباد ته په راتلونکې اونۍ کې دوه ورځنی سفر کوي. ورځپاڼې د هغه د سفر نېټه د اپرېل ۲۲مه ښودلې ده. دا به د ایران او اسرایلو ترمنځ له تازه لانجې وروسته بهر ته د ایراني ولسمشر لومړنی سفر وي. اسرایل ویلي، ايران د اتوار په ورځ په اسرايل ‏‎320‎‏ ډرون او ميزايلې داغلي، خو د امریکې او نورو هیوادونو په ملاتړ یې ‏‎99‎‏ فيصده راغورځولي دي.‏

16.04.2024 ډیوه

امریکې په اسرایل ټينګار کړی د ايران ضد دښمنۍ سېوا کولو څخه دې ډډه وکړي

د اسرايل د حکومتي سرچینو ترمخه، د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو په ‏‎24‎‏ ساعتونو کې دوه ځله د خپلې جنګي کابينې غونډه بللې ده.‏

16.04.2024 ډیوه

محسن نقوي: زمونږ شک دی چې د هندي جاسوس په قتل تورن د عامر تانبا په وژنه کې هند لاس لري

نقوي وایي، له دې وړاندې هم ځينې پېښې شوي او په هغې کې هند لاس درلود، خو هغه ویلي د دغه پېښې پلټنې روانې دي چې کره شواهد ترلاسه شي د ‏هغې وروسته به یې مطبوعاتو سره شريک کړي.‏

16.04.2024 ډیوه

زاهد خان: سوات کې دې امن او د سېلګرۍ سیمو ته دې اسانتياوې برابر کړل شي

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې د هوټلونو اتحاديه وايي، د پښتونخوا د سېلګرۍ حکومتي محکمې چې د وړوکي اختر په موقع سوات او ‏نورو سيمو ته د سېلګرو تلو کومې شمېرې ښودلي هغه ډېرې زياتې دي

16.04.2024 ډیوه

پاکستان کې د ډيزلو او پټرولو بيعې نورې سېوا کړل شوي ‏

د پاکستان د خزانې وزارت د تيلو د قيمتونو سېوا کولو په اړه اعلاميه خپره کړې او ویلي يې دي، په نړیوال مارکيټ کې د تیلو د بیعو ګرانېدو سره ‏پاکستان کې تيل ګران کړل شوي دي.‏

16.04.2024 ډیوه

سوات کې د غیرت په نوم ښځه او سړی وژل شوی

د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې سوات کې يوه ښځه او سړی د غيرت په نوم وژل شوي دي. پوليس پېښه تصدیق کړې، د پېښې مقدمه یې درج کړې او دعوه ‏یې کړې، وژونکي تورن کسان یې نيولي دي.‏

16.04.2024 ډیوه

د ډانلډ ټرمپ خلاف په مجرمانه الزاماتو مقدمه کې به اول د منصفانو انتخاب کېږي

ټرمپ چې د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته ورسېدو نو خبریالانو ته يې وویل داسې قسیمه ځورونې مثال مخکې نشته دا په امریکا حمله ده او "هم ځکه زه ډیر فخر محسوسوم چې دا ځای یم."

15.04.2024 ډیوه

رپورټ: په ۲۰۲۱ کې د کابل په هوايي اډه د خونړۍ ځانمرګي حملې مخنیوی ممکن نه و

امریکايي پوځ په لومړي ځل دا تصدیق وکړو چې د کابل په هوايي اډه حمله کوونکی خود کش بمبار د داعش وسله عبدالرحمان الوګري و چې طالبانو په کابل د بیا واکمنېدو نه پس د زندان نه ازاد کړی و

15.04.2024 ډیوه

رپورټ: په اسرايلو د ايران د حملې له امله د ايشيا د ونډو بازارونه غورځېدلي

مردان/ کراچۍ ‏ — رویټرز خبري ادارې ويلي، په منځني ختیځ کې د ایران او اسرایلو ترمنځه د تاوتریخوالي له امله د ونډو ایشیایي بازارونه هم غورځېدلي او د سرو زرو په بیې هم زیاتې شوې دي. اقتصادی پوهان وایي، که جګړه جوړيږي او اوږديري نو له دې سره به د تېلو سپلايي هم اغېزمنه شي او د پاکستان اقتصاد ته به هم ‏زيان ورسي او ګرانۍ به ورسره زیاته شي. د رويټرز د خبر ترمخه، په اسرایل د ایران له برید وروسته په ایشیایی ونډو بازار کې ويره خپره شوې او مارکيټونه په ښکته راغلي دي.‏ د رپورټ ترمخه د جاپان د ونډو بازار يو فیصد، د اسټریلیا د ونډو بازار 0.05 فیصده، هانګ کانګ سټاک مارکيټ 0.63، سویلي کوریا، هند، سنګاپور ‏او بنګله دېش ونډو بازارونه هم یو فیصد غورځېدلي دي.‏ اقتصادی پوهان وایی د دې زیات اثر د منځني ختیځ په هیوادونو شوی دی. ‏ د ونډو بازار اقتصاد پوه شهريار بټ وايي، "ایشیایي مارکېټونه زيات غورځېدلي دي، په خصوصي توګه سعودی عرب، متحده عرب امارات او د یمن ‏سټاک مارکيټونه کرېش شوي يا غورځېدلي دي، نن سهار چی کله کاروبارونه روان شو، د هانګ کانګ مارکيټ کې 900 درجې کمی لیدل شوی، جاپان ‏چې تر ټولو پياوړی مارکيټ دی نزدې 300 درجې ټيټ شوی وو، په مجموعي توګه منفي تاثر ليدل کيږي او سوداګر هڅې کوي چې خپل شېرز خرڅ کړي".‏ د رویټرز ترمخه، د جنګ د اثراتو له وجې د سرو زرو بیعې هم زیاتې شوي او د یو اونس بيعه 2400 ډالره ته رسېدلی، هم دغه رنګه په نړیوال مارکيټ کې ‏برینټ کروډ ايیل 90 ډالر 68 سینټ يو بېرل ته رسيدلي، ډبلیو ټي آی بيعه د 1.1 فیصدي اضافې وروسته 85 ډالره او 98 سینټه يو بېرل اضافه شوې ده.‏ اقتصاد پوهان وايي، پاکستان هم د ضرورت زیاته برخه د بهر هيوادونو څخه درآمد کوي او د دې اثر به د پاکستان په اقتصاد او ګرانۍ پرېووځي.‏ اقتصاد پوه سجاد احمد وايي، "چونکې د پاکستان غیر ملکي زرمبادله ذخیره کمه ده او د تېلو د زیاتو قیمتونو له وجې د پاکستان نه غیر ملکې زرمبادله ‏بهر ته ځي بله دا چې په ګرانۍ کې د تیلو زیاتو قیمتونه زیات اثر لري نو د منځني ختیځ د تناو له وجې د پاکستان معیشت هم متاثره کېدی شي".‏ د اقتصاد پوهانو په خبره، د ایران او نورو تیل پیداکوونکو هیوادونو د تیلو جهازونه د خلیج فارس نه تیریږی نو دې سره د خام تیلو په ترسیل اغېزې ‏امکان لري.‏ د پوهانو په وینا د پاکستان او ايران تر منځه د ګېس پایپ لاین د لګولو کار د وړاندې نه د ځنډ ښکار دی او دا معاهده سرته رسېدل ناممکنه ښکاري او که ‏دا جنګ اوږد شي نو د پاکستان معیشت ته به په خپلو پښو ودرېدل ګران شي.‏ شهریار بټ وايي، "د پاکستان معیشت د اوکراین او روس د جنګ له وجې نقصان بیا موندلی او په نړیواله کچه د دې جنګ اثر به په تیلو او خوراکي توکيو ‏پرېووځي او چې څومره زر کېدی شي دا جنګ ختم شی نو د پاکستان پشمول د نړۍ د نورو هيوادونو دپاره به دا بهتره وي".‏ په نړيواله منډۍ کې د تیلو د قیمتونو د زیاتوالي له امله پاکستاني مطبوعاتو خبر ورکړی، سبا د اپرېل د 16 نیټې څخه سبا له پاکستان د پټرولو په بیعو ‏کې 2.5 روپۍ او ډیزلو قیمتونو کې 8 روپۍ لیټر اضافه وکړل شي.‏

15.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more