ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: داعش په افغانستان کې د بېلابېلو نسلونو خلک ګوماري چې د سیمې امن ته خطر پېښوي

واشنګټن ـــــ په کابل کې روانه اوونۍ د بهرنیو وګړو د اوسېدو پر هوټل د داعش تر برید وروسته امریکایي چارواکي وایي دا ډله په افغانستان کې د بېلابېلو نسلونو خلک پخپلو لیکو کې شاملوي، چې وایي دا د ګاونډیو هېوادونو امن ته خطر پېښوي او طالبان باید د دې ډلې د ختمولو لپاره لا نور څه وکړي.  له کله راهیسې چې طالبان په دویم ځل پر افغانستان واکمن شوي دي حکومت یې دعوه کوي چې په افغانستان کې یې بشپړ امن راوستی دی، خو داعش خراسان ډلې په تېرو شاوخوا شپاړسو میاشتو کې د پایتخت کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې لوی "ترهګر بریدونه" کړي دي. د تېرې دوشنبې- ګل په ورځ د داعش وسلوالو په کابل کې پر یوه هوټل برید وکړ، چې څو کسان یې ووژل او د پینځو تنو چینايي وګړو په ګډون یې ګڼ شمېر ټپیان کړل. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په روانه اوونۍ کې وي او اې ته وویل، چې "په افغانستان کې داعش اوس هم له ګڼو قومونو جوړه ترهګره شبکه ده او خپل اکثر وسلوال هم له افغانستانه پخپله ډله کې شاملوي." امریکايي چارواکو څو کاله مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش ډلې اکثره جنګیالي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي سیمو پښتانه دي او ډېر یې له طالبانو سره اړیکې لري. خو د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبانو په دویم ځل د وسلو په زور د افغانستان واک ترلاسه کړ، داسې اندېښنې وې چې د مخکیني افغان حکومت د پوځ او استخباراتو ځینې کسان د طالبانو له خوا د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له داعش ډلې سره ملګري‌ کیږي. د وي او اې د یو رپوټ له مخې د کابل پر هوټل د تازه برید او په جون میاشت کې د سیکانو پر ګوردواره د حملې په ګډون په افغانستان کې د داعش خراسان له ځینو وروستيو بریدونو داسې ښکاري چې هغه جنګیالي پکې ښکېل وو چې د منځنۍ اېشیا له هیوادونو سره یې تړاو درلود. د داعش خراسان ډله لومړی ځل د 2015م کال په جنورۍ کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې را ښکاره شوه او بیا د 2019م کال په وروستیو کې امریکې او مخکیني افغان حکومت اعلان کړی وو چې دغه ترهګره ډله تقریباً ختمه شوې ده ځکه چې ویل یې د دوی په سلګونو وسلوال په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي دي. خو داعش خراسان ډله- که څه هم طالبان هم وایي چې لوی خطر نه دی- لا هم ژوندۍ ده او د 2021م په اګست کې یې د کابل پر هوایي ډګر په یوه ځانمرګي برید کې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 70 زیات کسان و وژل او په لسګونو یې ټپیان کړل. دا په افغانستان کې پر امریکایي پوځیانو وروستی برید وو. د پولو د امنیت ټینګښت د انټرنېشنل کرایسیز ګروپ څېړنیزې ادارې یوه مشر سلاکار ګرایم سمیت وي او اې ته وویل، "تر اوسه پورې چې په افغانستان کې دننه د تاجکستان مېشتو جهادیانو کوم بریدونه شوي‌ دي هغه غیرمعمولي دي"، وایي د منځنۍ اېشیا ډېر هیوادونه دا محسوسوي چې په افغانستان کې د وسلوالو فعالیتونه په زیاتېدو دي. داعش خراسان ډلې د روان کال په پیل کې له افغانستانهتاجکستان او ازبکستان ته هم څو راکټونه ور ویشتلي وو، د رپوټونو له مخې داسې ښکاري چې دا د سیمه ییزو شخړو د زیاتولو لپاره د دې ډله یوه هڅه وي. ګرایم سمیت وایي، "دا ښکاره ده چې د امنیتي ستونځو په ځانګړې توګه د افغانستان د سختو غرنیو پولو په اړه پراخه سیمه ییزه همکاري ډېره ضروري ده." د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، "تاجکستان پر حق دی چې د ترهګرو د تګ راتګ او له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه اندېښنه لري او د دې د مخنیوي لپاره مهم ګامونه پورته کوي." امریکې یوې خواته پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دننه ترهګرې ډلې ختمې کړي، خو بلې خواته یې د منځنۍ اېشیا له هېوادونو سره د خپلو پولو د امنیت د ټینګښت لپاره د امنیت په برخه کې همکاري روانه ساتلې ده. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي‌ له څو کلونو راهیسې یې د تاجکستان په ګډون د مرکزي اېشیا له شریکانو سره د پولو د امنیت د ښه کولو او د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره کار کړی دی.   طالبان له امریکې سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې له همکارۍ انکار کوي خو په ټینګار سره وایي دا وړتیا لري چې داعش خراسان ډله پخپله ختم کړي او دا هغه دعوه ده چې امریکې، نېټو او پخوانیو افغان ځواکونو هم نه وه کړې. د امریکې استخباراتي چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د زیاتېدونکو وړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی، خو وایي داسې نه ښکاري چې دا ډله به په نیژدې وخت کې پر امریکا په برید کولو بریالۍ شي.

16.12.2022 ډیوه

مومندو کې په امنیتي پوسته برید کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی

د خېبر پښتونخوا دقبايلي ضلعې مومند پوليس وايي د دويزو په سيمه کې په چیک پوسټ بريد کې يو پوليس عسکر ژوبل شوی دی. تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري منلې ده ،څيړونکي وايي د طالبانو سره له ډز بندۍ ختمېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي۔  د مومندو ضلعې د پوليسو مشر سجاد احمد صاحبزاده ډيوه ته ويل بريد د زيارت په ورځ ماښام ناوخته د تحصيل پنډيالۍ د دويزو په سيمه کې شوی دی. نوموړي وويل ژوبل شوی پوليس عسکر د خطرې نه بهر دی۔ دپولیس مشر وایي"په چک پوسټ د وسله والو ډزې د پينځوؤ نه تر اتوؤ منټو  روانې وې، پوليسو يې په مړانې سره مقابله کړې او ترهګر په تېښته مجبوره شوي دي" دې نه وړاندې په څوارلسم دسمبر په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګي بريد شوی وو چې پکې دڅلورو پوځي افسرانو ترڅنګ اته عام کسان ژوبل شوي او اؤ یو تن وژل شوی ؤ. دغسې د دسمبر په څلورمه نېټه په نوښار ضلعه کې د پوليسو ګاډی په نښه کړی شوی و چې پکې درې پوليس عسکر وژل شوي وو، ددې بريدونو ذمه وارۍ  تحريک طالبان پاکستان منلې وې۔ ټي ټې پي خبريالانو سره شريک کړي يو تازه بيان کې ويلي د دسمبر په وړومبیو لسو ورځو کې يې په خېبر پښتونخوا کې يوويشت بريدونه ترسره کړې چې زياتره يې پکې پوليس او د فوځ اهکار په نښه کړي دي۔ د خېبر پښتونخوا پوليسو په دې وروستيو کې ويلي روان کال نزدې 115 پوليس اهلکار په هدفي بريدونو او بمي چاودونو کې وژل شوي دي۔ څيړونکي او خبريال فخر کاکا خېل ډيوه ته وويل په28م نومبر د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ ختمولو اعلان شوی و او د هغې راپدیخوا په عسکري ځواکونو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی۔  "د افغانستان د بدامنۍ اثرات په پاکستان کې هم دي، ټي ټي پي په افغانستان کې ځالې جوړې کړې دي، او د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د هغه ځاې نه هغوي بريدونه پلان کوي، د ټي ټي پي سره خبرې پېل شوې خو هغه ناکامه ښکاري او  په خېبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي" په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ  مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سیمې ته سفر کړی ؤ او ويلي يې وو،"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانيو په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري" د پوځ مشر ويلي وو "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي"

16.12.2022 ډیوه

سي پي جی: په نړیواله کچه 363 صحافیان په زندانونو کې دي

په مجموعي توګه د اېشیا په براعظم کې سږ کال د قېد شویو خبریالانو شمېره 119 ده چې د دنیا د نورو برخو نه ترټولو زیاته ده. د ایران نه پس چین په دویمه زیاته شمېره کې خبریالان قېد کړي چې تعداد یې 43 دی

15.12.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو ایران د ښځو د چارو د کمیشن څخه ویستلو

په ایران کې د تېرو دریو میاشتو په مظاهرو کې د ۶۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵۰ مظاهره کوونکي وژل شوي دي. په دې میاشت کې ۱۴ زره نور اعتراض کوونکي نیول شوي او دوه نارینه مظاهره کوونکي اعدام شوي دي

15.12.2022 ډیوه

اسلام اباد ته دتاجکستان دصدر امام علی رحمان دسفر په مهال دواړو هیوادونو ګڼ شمیر لوظنامې کړې دي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تیره ورځ د تاجک صدر سره د لیدنې وروسته ګډې خبرې غونډې ته وینا کې وویل چې پاکستان او تاجکستان ته پکار ده چې د صنعت او زراعت په شمول په نورو مشترکه اقتصادي منصوبو کښې د همکارۍ زياتولو او د متقابل تجارت د ودې لپاره يو بل سره کار وکړي

15.12.2022 ډیوه

سټیټ بینک:تېره میاشت پاکستان ته غیر ملکي ترسیلات زر 14 فیصدي کم شوي دي

پوهان وایي پاکستان دا وخت د غیر ملکي زرمبادلې د کمي سره مخ دی او باید چې په حکومتي کچه دغیر قانوني پیسو د بدلوونکو مخه ونیسي او د ترسیلات زر کمی د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره نوره هم د فشار لاندې راول

15.12.2022 ډیوه

ایشيایي ترقياتي بنک سره دپور لوظنامه،دپاکستان داقتصاد وزیر داقتصادي‌سقوط اندېښنې رد کړي

د خزانې پخوانی وزیر او کارپوهه ښاغلی حفيظ پاشا وايي د هېواد مالي حالات سم نه دی او ډيوه سره خبرو کې زياتوي که د بهر څخه د پېسو راتلل پیل نه شول نو د سقوط ویره ده

15.12.2022 ډیوه

چمن:دپاکستاني ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ بیا سختې نښتې پیل شوي،12 کسان ژوبل

پاکستاني اؤ طالب چارواکو لا تر دې دمه نه ده روښانه کړې چې دا نښتې ولې پیل شوي خو دسیمې نه عیني شاهدانو ډیوه ته ویلي چې افغان طالبانو په شیخ لال محمد سیمه کې دازغن تار ترڅنګ یوه پوسته جوړول غوښتل اؤ پاکستان په دغه پوسته اعتراض لرلو

15.12.2022 ډیوه

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو په سرحدي جګړه کې یو تن وژل شوی 

پاکستاني اؤ طالب چارواکو لا تر دې دمه نه ده روښانه کړې چې دا نښتې ولې پیل شوي خو دسیمې نه عیني شاهدانو ډیوه ته ویلي چې افغان طالبانو په شیخ لال محمد سیمه کې دازغن تار ترڅنګ یوه پوسته جوړول غوښتل اؤ پاکستان په دغه پوسته اعتراض لرلو

15.12.2022 ډیوه

د اوکراين پوځي چارواکي د کرسمس په موقع روس سره د  اوربند امکان رد کړی

امریکايی چارواکو ویلي تیاری کوي چې اوکراین د پېټریاټ نومې د مزایل د دفاع نظام ورکړي چې دا ډول اوکرایني ځواکونه روسي مزایل راغورځولی شي. دوو امریکايي چارواکو وي او ای ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل اوکراین ته د پېټریاټ نظام ورکولو په اړه رسمي اعلان به په اینده څو ورځو کې وکړی شي

15.12.2022 ډیوه

پښتونخوا ملي عوامي ګوند سبا د علي وزیر د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي

پښتونخوا ملي عوامي ګوند سبا د جمعې په ورځ [16 دسمبر] د علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجونه اعلان کړي دي، ياد ګوند وايي په ټولو پښتنو غږ کوي چې په دغو احتجاجونو کې ګډون وکړي، د پاکستان رياست، حکومت او عدليې ته احتجاج کړي چې علي وزیر کوم جرم نه دی کړی.

15.12.2022 ډیوه

ملاله يوسفزۍ د پنجاب وزیراعلا سره د جينکو د تعليم په موضوع ليدنه کړې

 د تعلیم نړيوالې مبارزې نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د پاکستان د پنجاب صوبې د وزيراعلا سره ليدلي او په صوبه کې د جينکو د تعليم د ودې په موضوع یې ورسره خبرې کړي دي.

15.12.2022 ډیوه

د ريکوډک منصوبې د ټيکسونو قانوني اختيار بيرته بلوچستان ته ورکول کيږي

د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشرتابه په ځانګړې توګه وزيراعظم شهباز شريف، د جمعيت علما اسلام ف او بي اين پي مينګل له مشرتابه سره تماس نيولی او باور يې ورکړی چې د دوی غوښتنې به ومنل شي او د رېکوډک اړوند مسله به حل شي.

15.12.2022 ډیوه

سوات: د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژل شوی

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په چارباغ تحصيل کې نامعلومه وسله والو د امن کمېټۍ پخوانی غړی په ډزو وژلی دی. د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

15.12.2022 ډیوه

مراکش ته له ماتې وروسته به فرانس له ارجنټینا سره د فوټبال د نړیوال کپ په فاینل کې لوبېږي

واشنګټن ـــــ په قطر کې د فوټبال په نړیوال کپ لوبو کې د سېمي فاینل دویمه لوبه د فرانس او مراکش تر منځ وشوه، چې فرانس په دوو ګولونو وګټله او پایلوبې ته ورسېد، خو مراکش له پاتې شو. مسلمان افریقایي هېواد مراکش د کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل سېمي‌ فاینل ته رسېدلی وو او په دې هیله وو چې فاینل ته په رسېدلو به یو نوی تاریخ جوړ کړي، خو په سېمي فاینل کې له ماتې خوړلو سره له نړیوال کپه بهر شو. د امریکا د فاکس ټي وي د لوبو چېنل کې څېړونکو د مراکش لوبډلې د کمال او مهارت ستاینه وکړه. هغوی ووېل د مراکش اوسنۍ لوبډلې چې د فوټبال په روان نړیوال کپ کې کومه لوبه وکړه دا به د مراکش نوی نسل تر ډېرې مودې یاد ساتي او ویاړ به پرې کوي. د فرانس ولسمشر ایمانویل مېکرون هم د خپل هېواد د ګڼ شمېر نندارچیانو او د خپلې لوبډلې د پلویانو غوندې د دوحې د فوټبال لوبو په میدان کې د لوبې لیدو ته ناست وو او د خپلې لوبډلې پوره ملاتړ یې کاوه. د فرانس له اړخه لومړی ګور تهیو هرنانډس د لوبې تر پیلېدو پینځه منټه وروسته وکړ او دویم ګول رېنډل کولومواني په 79م منټ کې وکړ، خو مراکش یې په جواب کې یو ګول هم ونه کړ. د فرانس لوبډلې له لومړي ګول وروسته د مراکش لوبغاړو پر مخالفې لوبډلې بریدونه زیات کړل، خو ګول یې ونه کړ او په لوبه کې د صفر په مقاله کې په یو ګول د منځ دمه یا وقفه شروع شوه. په دویمه نیمايي کې مراکش خپله تګلاره بدله کړه او د ګول کولو څو موقعې په لاس ورغلې، خو ونه توانېدل چې ګول ادا کړي، په همدې حال کې فرانس دویم ګول هم وکړ. له هغه وروسته هم د مراکش لوبډلې ښه زیار وکړ او په وروستیو څو منټو کې یې پرله پسې د ګول کولو هڅه وکړه خو کومه ګټه یې ونه کړه او فرانس لوبه د صفر په مقاله کې په دوو ګولونو وګټله. په نننۍ لوبه کې داسې شېبې هم ولیدل شوې چې د فرانس په مقابله کې د مراکش لوبغاړو زیات وخت بال د ځان سره ساتلی وو، دوی څو وارې په فرانس د ګول کولو هڅې هم وکړې. د لوبې په دویمه برخه کې یو ځل د مراکش د لوبغاړي په شا لور ته لته باندې ګول قابو شوی وو او بیا د لوبې اخر کې هم مراکش په فرانس وېره تېره کړه. فرانس د فټبال د تېر نړیوال کپ ګټونکې لوبډله ده او د لوبې ماهرینو د وړاندې نه دا اټکلونه کړي وو چې د سیمي فاینل د ګټلو لپاره د فرانس امکان زیات دی. د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ د فوټبال د دې روان نړیوال کپ په لومړۍ سېمي فاینل لوبه کې ارجنټینا کروشیا ته د صفر په مقاله کې په درو ګولونو ماتې ورکړه او فاینل ته ورسېد. د فیفا د فوټبال فاینل لوبه به د راتلونکي اتوار- یکشنبې په ورځ د فرانس او ارجنټینا د لوبډلې تر منځ کېږي.

14.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more