ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي ښځینه کارکوونکې وايي هوډ لري چې د ویکسين کار سرته ورسوي

له تېرو پينځلس کلونو راهيسې د بلوچستان په پوليو مخنيوي پروګرام کې د ګرځنده ټيمونو څارنه يا مانيټرنګ کوونکې عايشه وايي، د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې د کډوال ماشومانو د ويکسين کولو لپاره خېمو او جوګيو ته ورځي

06.04.2024 ډیوه

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا په اسرایل الزام لګولی چې د فلسطینیانو خلاف جنګي جرمونه کوي

د پاکستان سفیر بلال احمد د مسلمانانو ملکونو تنظیم ارګنایزېشن فار اسلامېک کواپرېشن، او ايي سي، په نمایندګۍ قرارداد پېښ کړو. هغه وویل قرارداد په مقبوضه فلسطيني علاقو او په غزه کې د انساني حقونو د سنګینو خلاف ورزیو او نړیوال قانون ته د اسرایل د عدم احترام په جواب کې وړاندې کړی شوی دی.

06.04.2024 ډیوه

په لکي مروت ضلع کې د پولیس افسر او د هغه محافظ په حمله کې وژل شوي

په لکي مروت کې په پولیس د تازه حملې ذمه واري په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخیستې خو په تېره څه موده کې په سیمه کې په پولیس نورې حملې شوي دي او کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ګڼ شمېر حملو مسولیت منلی دی.

05.04.2024 ډیوه

اسرایل وايي د امدادي کارکوونکو د وژل کېدو د پېښې د تحقیقاتو وروسته به دوه پوځ چارواکي برطرف کوي

د جمعې په ورځ د اسرایل اعلان د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ترمنځ د سختو ټیلیفوني خبرو وروسته شوی دی

05.04.2024 ډیوه

استخباراتي چارواکي دعوه کوي چې هند په پاکستان کې هدفي وژنې کوي، هند دا تور رد کړی

واشنګټن — هند د برتانوي ورځپاڼې «دي ګارډین» هغه رپوټ په کلکه رد کړی چې پکې دا تور لګېدلی چې هندوستان د خپلې پراخې تګلارې په ترڅ کې ترهګرۍ د ختمولو لپاره په پاکستان کې "هدفي وژنې" کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د هند د غیرعدالتي او له پولې پورې غاړې د وژنو نیټورک یو "نړیوال رجحان" دی او وایي دې ته باید ګډ نړیوال جواب وویل شي. د ډان د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان پر خاوره د پاکستاني وګړو وژل د هند له خوا د هېواد د خپلواکۍ او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګارډین رپوټ بې بنیاده بللی او رد کړی یې دی ځکه چې وایي دا یې د هېواد د بدنامولو یوه هڅه ده. ګارډین د اپرېل پر څلورمه په خپل رپوټ کې د هند د بهرنیو چارو د وزیر ایس جې شنکر د هغه بیان حواله ورکړې چې پکې هغه ویلي په نورو ملکونو کې هدفي وژنې د هند د بهرنۍ تګلارې برخه نه ده. د ایس جې شنکر دا تردید د ګارډین په همدې رپوټ کې شامل دی چې پکې تور لګېدلی او وایي په ۲۰۱۹م کال کې چې د پلوامه په برید کې ۴۰ کسان و وژل شول هندوستان استخباراتي ادارې «را» له هغه وروسته ۲۰ هدفي وژنې کړې دی. په رپوټ کې له پاکستانه د تر لاسه شویو ثبوتونو په ګډون د هندوستان او پاکستان د استخباراتي ادارو د کارکوونکو د مرکو حواله هم ورکړل شوې ده. د یوه هندي چارواکي له نوم نه ښکاره کولو پرته د هغه په حواله دعوه شوې چې استخباراتي ادارې «را» له اسرایلي استخباراتي ادارې «موساد» او روسي استخباراتي ادارې «کې جي بي» څخه الهام یا اثر اخیستی، چې د هغه په وینا دغه ادارې هم له خپلو ملکونو بهر هدفي وژنې کوي. په رپوټ کې په 2018م کال کې په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې حواله هم ورکړل شوې ده. په نوي ډیلي کې یو دفاعي څېړونکی مخکینی لیفټیننټ جنرل شنکر پرساد د ګارډین رپوټ په بشپړه توګه بې بنیاده او پروپیګنډه بللی او وایي د دې رپوټ مقصد نړیواله ټوله ګمراه کول دي. شنکر پرساد وي او اې ته وویل د هند حکومت نه مخکې داسې څه پلان درلود، نه یې اوس لري او نه به یې په راتلونکي کې ولري چې په نورو ملکونو کې خلک په هدفي توګه و وژني: "هندوستان ته هیڅ اړتیا نه شته چې داسې په پټه نورو ملکونو ته ننوځي او هلته عملیات وکړي، که ورته اړتیا شوه نو په ښکاره به یې اعلان وکړي". شنکر پرساد د رپوټ دا دعوه هم رد کړی چې ګواکې د دواړو هېوادونو له استخباراتي کارکوونکو سره د خبرو په بنیاد جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا پاکستان خپله له ترهګرۍ، له تحریک طالبان پاکستان، له خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو او افغانستانه پرېشانه دی او هره ورځ یې د ترهګرۍ له لاسه خلک وژل کیږي، وایي پاکستان چې کوم تخم کرلی اوس یې رېبي. د نوي ډیلي یوې نشریاتي ادارې «سي این این نیوز 18» هم په خپل رپوټ کې له موضوع د خبرو سرچینو په حواله ویلي که د ګارډین بې بنیاده دی، سرچینو دعوه کړې چې د هدفي‌ وژنو دا پېښې د پاکستان استخباراتي ادارې کړي دي. پاکستان د هند دا تورونه په وار وار په کلکه رد کړي چې ګوندې د هند په خاوره کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو پر هند یې تورونه لګولي چې په پاکستان خصوصاً په بلوچستان کې د وسلوالو ملاتړ کوي. هند بیا د پاکستان دا تورونه رد کړي دي. د رپوټونو له مخې په تېرو په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې تر دوه درځنه زیات هغه مشکوک ترهګر په هدفي توګه وژل شوي دي چې هندوستان ته ورپسې لټه کوله یعنې ورته مطلوب وو. رپوټونه وایي دغه وژل شوي کسان له مذهبي توندروه تنظیمونو لشکرِ طیبه، حزب المجاهدین، جیشِ محمد او خالصتان تحریک سره تړاو لري. د خالصتان کمانډو فورس (کې سي ایف) یو مشر جیت سینګ پنجوار د تېر 2023م کال په مې میاشت کې په لاهور ښار کې وژل شوی وو. د لشکرِ طیبه د ضیاء الرحمان او حافظ سعید نیژدې ملګری مفتي قیصر فاروق په ستمبر کې وژل شوی وو. د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټري محمد سایرس سجاد قاضي په تېره فرورۍ میاشت کې په یوه خبري غونډه کې پر هندوستان باندې د دوو کسانو د وژنې تور پورې کړی وو او دا یې له عدالت پرته او له پولې پورې غاړه وژنې بللې وې. د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو هم تېر کال په پارلمان کې د وینا په مهال تور پورې کړی وو چې په هېواد کې یې د یو خپلواکي غوښتونکی سیک مشر هردیپ سینګ نجر په وژنه کې د هند د لاس لرلو پاخه ثبوتونه شته. نجر د کېنېډا د وینکوور په ښار کې په ډزو وژل شوی وو. هند د نجر په وژنه کې د لاس لرلو تور په کلکه رد کړی او له کېنېډا یې د ثبوتونو غوښتنه کړې وه. له هغه وروسته د هند او کېنېډا اړیکې ښې نه دي. یادونه:- د رپوټ زیات مواد له وي او اې اردو ژباړل شوي دي.

05.04.2024 ډیوه

شهباز شریف ویلي، د چین د وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي

پېښور — د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرېکړه کړې ده چې ملک کې د میشتو چینایي وګړو د امنیت چارې به هره میاشت پخپله ارزوي . هغه ویلي دي د ترهګرۍ پرضد جګړې ته به تر هغې دوام ورکول کېږي ترڅو چې هیواد نه په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی نه وي ویستل شوی. څېړونکي وایي، پاکستان کې په چینایي وګړو له شوي هر برید نه وروسته چارواکو دعوې کړي چې نور به د چین د وګړو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کېږي خو وایي بیا هم پاکستان نه دی توانېدلی چې د چین پر وګړو د حملو مخه ونیسي. پاکستان کې له وروستیو پرله پسې ترهګریزو بریدونو وروسته د جمعې په ورځ په پلازمینه اسلام اباد کې د وزیراعظم په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه راجوړه شوې چې د پاکستاني مطبوعاتو له مخې د کورنیو چارو مرکزي وزیر اؤ د امنیتي ادارو مشرانو پکې برخه اخستې ده. مطبوعات وایي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت لخوا وزیراعظم ته هیواد کې د امنیت د موجوده وضعې په اړه احوال تېر کړل شوی دی اؤ وزیراعظم شهباز شریف هوډ ښکاره کړی چې د ترهګرۍ تر نوغي ویستو به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي. په غونډه کې شهباز شریف د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې ده چې هیواد نه د ترهګرۍ ختمولو لپاره په صوبو کې د ترهګرۍ د مخنیوي محکمو سره باید خپله همکاري لا پسې پراخه کړي. مطبوعات وایي، وزیراعظم امنیتي ادرو ته هم ویلي دي چې په ملک کې د میشتو چینايي وګړو د امنیت لپاره باید جدي اؤ کوټلي ګامونه پورته کړي اؤ په دې کې دې هیڅ نیمګړتیا پرې نه ږدي. په امنیتي چارو ژور نظر لرونکی خبریال لحاظ علي وایي د وزیراعظم لخوا د چینایي وګړو د امنیت چارو ته پخپله کتنه یو ښه ګام دی خو وایي دغسې ګامونه باید د صوبو په کچه هم واخستل شي. ډیوه سره خبرو کې لحاظ ویلي په عمومي په توګه چې پاکستان کې جرم وشي یا خو د هغې زور په اړونده پولیس تاڼې یا تر څه حده په اړونده ادارې وي خو بعضې جرم داسې وي چې د هغې زور په صوبه اؤ حتی په ملک باندې وي. نوموړی وایي، دې وخت کې د پاکستان ریاست د چین وګړو ته ګارنټي ورکړې ده چې تحفظ به یې کوي خو په بشام کې چې په وروستي ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجنیران ووژلی شول نو فشار یې په کومه تاڼه یا صوبه نه بلکې په ټول ریاست راغلی دی. په 26م مارچ د خېبر پښتونخوا بشام سیمه کې د چینایي انجنیرانو په یوه قافله ځانمرګي برید شوی ؤ چې پینځه انجنیران اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي دي. له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ. خبریال لحاظ علي وایي، د بشام له برید وروسته ریاست ته پکار وؤ چې خپله سنجیدګي یې ښودلې وه خو وزیراعظم داسو ډیم ته ورغلو اؤ هلته یې چینیانو سره لیدنه وکړه اؤ هغوي ته یې ډاډ ورکړو چې بیا به داسې پېښې نه کیږي. د لحاظ علي په خبره پاکستان کې چې کله هم د چین په وګړو ترهګریز برید شوی نو له هغې وروسته چارواکو چین ته باور ورکړی چې بیا به داسې پېښې نه کیږي خو وایي ددې باوجود په چینایي وګړو د بریدونو مخه نه ده نیول شوې. هغه وایي د چینایي اؤ نورو بهرنیو وګړو د تحفظ لپاره ضروري ده چې په ملکي کچه اؤ د صوبو په کچه د ایپکس کمیټیو راجوړویدونکو غونډو کې هم باید دې مسلې ته پام وګرځول شي.

05.04.2024 ډیوه

پاکستان کې د لوړو زده کړو کلنۍ بودیجې نه 24 بیلینه روپۍ شوکول شوي، څېړونکي وایي د پوهنتونونو مالي ستونزې به ورسره زیاتې شي

پېښور — پاکستاني مطبوعات وایي، د لوړو زده کړو مرکزي وزير خالد مقبول صدیقي د قامې اسمبلې د يو غړي پوښتني ته په ليکلي ځواب کې ويلي چې د قامې پرمختيا نومې ادارې ‘‘ايس ایي ايف سي‘‘ د لوړو زده کړو د کلنۍ بوديجي نه څلورويشت بيلينه روپۍ شوکول شوي دي. څيړونکي وایي د وړاندي نه له مالي بحران سره مخ سرکاري پوهنتونونه به د دي ګام سره د نورو سختو مالي ستونزو ښکار شي. د تعليم مرکزي وزير خالد مقبول صديقي پخپل لیکلي ځواب کې ویلي، د کال 2018م راهيسې د اعلا تعليم د65 بيلینه روپو کلنۍ بودیجه په ځاي ولاړه ده او هيڅ زياتي پکي نه دي شوی. هغه د اسمبلي له غړو غوښتنه کړې ده چې دغه کلنۍ بودیجه باید 125بیلینه روپو ته لوړولو کې مرسته وکړي. د اتلسم ایيني بدلون وروسته پنجاب او سیند صوبو خپل د لوړو زده کړو کمیشنونه جوړ کړي خو پښتونخوا او بلوچستان داسي نه دي کړي او د دي صوبو سرکاري پوهنتونونه اوس هم د خپل مصرف دپاره د مرکزي حکومت په کميشن ګزاره کوي. د پيښور پوهنتون د استاذانو د اتحادي مشر ډاکټر عزیر وایي، د سرکاري پوهنتونونو مالي حالت ډير خراب دی او ورځ تر بلې نور هم خرابيږي . وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د لس دولسو کالو نه مونږ ته چې به د ايچ اي سي اسلام اباد نه کوم بجټ راکړل کېدو هغه ورځ تر بلي کميږي. د نوموړي په خبره "او اوس پکي دوه مياشتي مخکي ليټر شوی دی، هغوي د کليز بجټ نه د پیسو شوکولو ويلي دي چې د راروان کال نه يعني چې کوم نوی مالي کال دی مونږ به يونيورسټیو ته صوبایي چې کومي يونيورسټي دي هغي ته به يوه روپۍ بجټ نه ورکوو" بل لوري ته د اعلا تعليم د کلني بجټ کمولو په خبر د لوړو زده کړو وزات خپل يو تازه بيان کې ويلي دي چې قامي پرمختيایي اداره يا ‘ايس اي ايف سي‘ د اعلا تعليم په مالي چارو کې هيڅ ډول واک اختيار نه لري او نه محکمي د بجټ کمولو اراده لري. خېبر پښتونخوا کې د لوړو زده کړو د وزارت چارواکي مني چې دا وخت د صوبي سرکاري يونيورسټۍ د مالي ستونزو ښکار دي اؤ وایي په دې لړکې د ځني انتظامي کوتاهیو ترڅنګ بله لويه مسله د مرکز لخوا د پښتونخوا صوبي د 1500 اربه روپو نه سيوا ورپوي پيسي نه ورکول دي۔ د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزیر مینا خان اپریدی وي او ای ډیوه ته وایي"د خېبر پښتونخوا يقينا زياتره يونيورسټي په ډيفسټ کې دي او کله چې ما چارج واخستو او بريفنګ راته راکړل شو نو ماته په هغي وخت دا پته ولګيده" هغه وایي د خېبر پښتونخوا حکومت به ډیر زر یوه کمیټي جوړه کړي اؤ د صوبي په کچه به د لوړو زده کړو وزارت له ماهرینو څخه د ستونزو د هواري په اړه رائ اؤ تجویزونه وغواړي. خېبر پښتونخوا کې دا وخت 34 سرکاري پوهنتونونه دي، د تعليمي چارو پوهان وایي، پښتونخوا کې په سياسي بنيادونو حکومتونو د خپلو ذاتي لنډ مهاله ګټو دپاره يونيورسټۍ جوړي کړې دي او د صوبي دومره مالي حيثيت نشته چې اوس دغه بوج برداشت کړي. د څېړونکو په اند پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په پوهنتونونو کې د تعليم نه زیات لګښتونه د ودانيو په امنیت او نورو چارو کيږي. د باچا خان يونيورسټۍ پخواني وايس چانسلر فضل رحیم مروت ډیوه سره خبرو کې وایي : "چې حساب وکړې نو زما خيال دی د هغه پوهنتون پيسي او د سيکورټي پيسي کله د خاردار تار هغه چرته نه راځي او بيا په هغي باندي لايټونه، بيا کيمري بيا به توپې اخلي، کلاشنکوفي به اخلي مطلب دا چې دا ټول څيزونه د علم په لاره کې خنډ جوړيږي او د تعليم په لاره کې خنډ جوړيږي." څيړونکي وایي دلته حکومتي چارواکي داسې فکر کوي چې ګنې يونيورسټۍ د امدن ذريعه ده خو وایي ټوله نړۍ کې پوهنتونونو ته حکومتونه درانه فنډونه ورکوي ځکه چې يونيورسټۍ د يو هېواد په پرمختګ کې لویې کردار لوبوي او بيا په وروستو پاتي ملکونو کې خو اعلا تعليم ته ډېر پام ورکول پکار دي. د سرکاري يونيورسټو استاذان وایي د تعليم مرکزي وزير چې د اسمبلي نه کوم د يو سل اؤ پنحه ويشتو بلينه روپو د منظورۍ غوښتنه کړې ده دغه پیسې د سرکاري يونيورسټیو د مالي بځران قابو کولو دپاره ډيرې کمې دي اؤ وایي د500 بلينه روپو سره به دغه بحران باندې قابو موندل ممکن شي.

05.04.2024 ډیوه

ملګرو ملتونو اټکل کړی کال 2025م پورې به پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.1 فیصده ته راټیټه شي

پېښور — ملګرو ملتونو پخپله یوه سروی یا نظر پوښتنه کې اټکل کړی چې پاکستان کې به د ګرانۍ کچه د کال 2025م پورې 12.1 فیصدو ته راټیټه شي. ملګرو ملتونو ویلي، تر یادې مودې به د پاکستان د پیداوار په مجموعي کچه کې هم اضافه وشي اؤ دا به 2.3 فیصدو ته ورسیږي. سروی کې ویل شوي چې د پاکستان اقتصاد د سیاسي انتشار سره مخ پاتې شوی چې له امله یې په کاروبار اؤ خریدارانو منفي اغیزې شوي اؤ د دې ترڅنګ یو ستر سیلاب هم د پاکستان زرعي‌ پیداوار ته نقصان رسولی دی. په دې سروی کې پاکستان کې د ګرانۍ علت سیاسي بې ثباتي ښودل شوی اؤ د پاکستاني روپۍ د ارزښت ټېټیدو علت هم سیاسي بې ثباتي ښودل شوې ده. د ایشیا اؤ پیسفک لپاره د ملګرو ملتونو اکنامک اینډ سوشل کمیشن(آي ایس سي ای پي) دا نظر پوښتنه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ مخې ته راوړې ده اؤ پکې ویل شوي چې د پاکستان وګړي مجبوره شوي دي چې د خپل کورني بجټ یا بودیجې 40 فېصده برخه په خوراک مصرف کړي. سروی ښیي په هند کې بیا خلک د خپل کورني بجټ 35 فیصده په خوراک مصرفوي اؤ سینګاپور کې دا کچه تر 10 فیصدي هم ټیټه ده خو په بنګله دیش کې خلک د خپل کورنۍ بجټ 52 فیصدي په خوراک مصرفوي. نظر پوښتنه کې ویل شوي چې د پاکستان په ګډون د سیمې د یو شمیر هیوادونو د کرنسیو ارزښت په 2023م کال کې په ښکته تللی اؤ ملګرو ملتونو د پاکستاني روپۍ د ارزښت کمېدو علت د دغه هیواد دننه سیاسي بې ثباتي یاده کړې ده. د ملګرو ملتونو دا سروی رپورټ وایي چې د ګرانۍ اؤ د کرنسۍ د ارزښت غورځېدو له امله پاکستان کې د خلکو حقیقي امدن د 2022م کال په پرتله 2023م کال کې کم شوی دی. په دې سروی کې د متسقبل په اړوند ویل شوي چې د پاکستان د جي ډي ‌پي یا ټول امدن کچه په کال 2022م کې 4.7 فیصدي وه چې بیا 2023م کال کې یوازې1.7 فیصدي پاتې شوه اؤ په 2024م کال کې امکان دی چې دا دوه فیصدي ته لوړه شي. سروی کې اټکل شوی چې 2025م کال کې د پاکستان د جي ډي پي کچه 2.3 فیصدي ته لوړیدلی شي. همدا شان ویل شوي چې کال2022م کې پاکستان کې د ګرانۍ کچه 12.1 فیصده وه چې بیا په کال 2023م کې 29.1 فیصدو ته لوړه شوه، په کال 2024م د ګرانۍ کچه یو وارې بیا 26 فیصدي ته راکوزیدلی شي خو سروی وایي چې په کال 2025م کې د ګرانۍ کې کیدای شي چې 12.2 فیصده ته یو وارې بیا راټیټه شي. تر دې وړاندې نړیوال بینک هم د پاکستان د اقتصاد په اړه خپله سروی مخې ته راوړې وه چې پکې اټکل شوی ؤ چې کال 2025م کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ کچه 15 فیصده او د جي ډي پي‌ کچه 2.2 فیصدي پاتې شي. ملګرو ملتونو پخپلې سروی رپورټ کې ویلي چې سریلنکا اؤ پاکستان دواړه د آي ایف ایف پروګرام له لارې خپل اقتصاد کې غوره والی راولي. دا په داسې حال کې ده چې نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تېاره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 اربه ډالر ترلاسه شي. د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف هم د آي ایم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په اړتیا ټینګار کړی خو ورسره یې دا په ډاګه کړې چې د نوي قرض پروګرام شرطونه به اسان نه وي. د اي اېم اېف دې وياندې ويلي چې د لومړۍ جاېزې بشپړو وروسته د پاکستان اقتصادي او مالياتي صورتحال ښه شوی دی. د اقتصادي چارو څېړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري د ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و. ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي.

05.04.2024 ډیوه

څېړنه: په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې، اسرایل زیات یواځیتوب ته مخامخ شوی

واشنګټن — په غزې کې د جګړې شپږ میاشتې تېرې شوې خو د اسرایلي‌ ځواکونو په هوايي برید کې د مرستندویه ادارې د کارکوونکو وژنه دا ښکاره کوي چې اسرایل د بشري ناورین د مخنیوي او له شخړې د راوتلو روښانه لار نه لري چې له کبله یې اسرایل په زیاتېدونکي یواځې شوی دی. د تېرې دوشنبې- ګل په شپه هوایي برید کې چې د ورلډ سنټر کیچن مرستندویه ادارې د شپږو بهرنیو کارکوونکو په ګډون اووه تنه و وژل شول، دې پېښې حتی د اسرایل ځینې نیژدې متحدین هم په غوسه کړي او جګړې د ختمېدو لپاره ورباندې فشار اچوي. اسرایلي پوځ منلې چې ځواکونو یې دا برید په غلطۍ کړی او د دغو اوو کسانو پر "غیرارادي" وژنه یې بخښنه غوښتې، چې پکې د برتانیې، اسټرېلیا، پولېنډ، امریکایي- کېنېډایي او یو د هغوی فلسطینی همکار شامل وو. خو د اسریلو پر بخښنې غوښتلو برسېره په بهر کې خبرداری په زیاتېدو دی او د اسرایل په روایتي ملګرو هیوادونو لکه برتانیا، جرمني یا اسټرېلیا کې د خلکو غوسه په غزه کې د اسرایلي عملیاتو خلاف زیاته شوې ده. د امریکې صدر جوبایډن د خپلو پلویانو تر زیات فشار لاندې دی او ترې غواړي چې دا جګړه باید ختمه شي، بایډن هم وایي چې د مرستندویه کارکوونکو پر موټر برید غوسه کړی دی. د پنجشنبې- زیارت په ورځ له وزیراعظم نتنیاهو سره په ټیلیفون تر خبرو وروسته سپینې ماڼۍ له اسرایلو وغوښتل چې "د ملکي خلکو د زیان کمولو لپاره دې کلک او ټاکلي ګامونه واخلي" او وایي د امریکې راتلونکی ملاتړ به په غزه کې له عامو خلکو سره د اسرایلو په چلند پورې تړلی وي. مرستو ته د لاسرسي زیاتوالی د اسرایل وزیراعظم د جمعې په ورځ د غزې په شمال کې د ایریز سرحدي لارې د خلاصېدو او د اسرایل په جنوب کې د اشدود بند د لنډمهالي استعمال امر وکړ، همدارنګه یې امر وکړ چې د غزې په جنوب کې د کرمین شلوم پولې له لارې دې د اردن مرستو ته لاسرسي زیات کړل شي. د غزې له تباهۍ سره د دې پټۍ د 2.3 ابادۍ اکثره برخه خلک له خپلو کورونو کډه کېدو ته اړ شوي او اوس د ژوندي پاتېدو لپاره په مرستو ګوزاره کوي، خو په روژه میاشت کې چې مسلمانان روایتي خواړه خوري فلسطیني کډوال ترې محروم وو. 33 کلنه اُم ناصر داهمن دا مهال د خپلې کورنۍ له پینځو کسانو سره د رفح ښار په یو کېمپ کې اوسېږي، هغه وایي "موږ تر روژې مخکې یو څه هیلې لرلې، خو د روژې په لومړۍ شپه مو هغه هیلې په اوبو لاهو شوې". اُم ناصر داهمن وایي "موږ تر جګړې مخکې ښه ژوند درلود، خو اوس موږ او زموږ خپلوان په محدودو مرستو ګوزاره کوو". اسرایل حتی د ورلډ سنټرل کیچن مرستندویه ادارې پر کارکوونکو تر برید مخکې هم په سفارتي توګه یواځې شوی وو، ځکه چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې بیا بیا د بشري ډزبندۍ غوښتنه شوې وه او تر زیات فشار لاندې وو چې باید غزې ته د بشري مرستو رسېدو اجازه ورکړي. خو اسرایل بیا وایي چې ځواکونو یې په زرګونو د حماس جنګیالي وژلي، د هغوی اکثر د جنګ مرکزونه یې تباه کړي دي او اوس هم د غزې په شمال او مرکز کې په هغو ځایونو کې له جنګیالیو ډلو سره په جګړه بوخت دي چې وایي د جګړې په پیل کې په ظاهر له وسلوالو پاکې اعلان شوې وې. وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر اوسه پورې د جګړې د تګلارې بدلولو په برخه کې بهرني فشار ته غاړه نه ده ایښې او ټینګار کوي چې حماس اوس هم د اسرایلو لپاره یو خطر دی او باید تر دایمي امن مخکې دا ډله تباه کړل شي. نتنیاهو د پنجشنبې- زیارت په ورځ له صدر بایډن سره په ټیلیفون تر خبرو مخکې په یروشلم یا بیت المقدس کې د امریکې د ریپبلکن ګوند غړو ته وویل "کامیابۍ ته رسېدونکي یو، بېخي نیژدې ده او د فتحې هیڅ متبادل نه شته" او د نور فنډ د ملاتړ غوښتنه یې وکړه. د سولې خبرې روانې دي او د یوې داسې کامیابۍ هیلې شته چې کولی شي جګړه ودروي او د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو ته لاره هواره کړي، خو د حماس مشران وايي دوی کولی شي تر اوږدې مودې پورې جګړې ته دوام ورکړي. جګړې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه چې حماس پر اسرایل برید وکړ او د اسرایلي چارواکو په وینا 1,200 کسان یې و وژل او 250 یې یرغمل کړل، چې په یرغملو کې یو څه خوشي شوي، ځینې د حماس په ولکه کې مړه شوي او شاوخوا 100 تنه یې لا هم یرغمل ساتلي دي. اسرایل د اکتوبر د اوومې د بریدونو په غبرګون کې د حماس خلاف په غزه پټۍ کې جګړه پیل کړې، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یې تر 33,000 زیات کسان وژلي او تر اویا زره زیات یې ټپیان کړي دي. 

05.04.2024 ډیوه

زرګران وایي، د سرو زرو د لوړو بیعو له امله یې 95 فیصده روزګار ختم شوی

پېښور — د پاکستان د زرګرانو اتحادیه وایي، په ملک کی د سرو زرو بیعې په ریکارډ کچه زیاتې شوي چې امله یې زرګران په کاروبار پریښودو مجبوره دي. زرګران وایي، د سرو زرو د لوړو بیعو له امله یې 95 فیصده کاروبار ته زیان رسیدلی او بیا د حکومتی ټیکسونو له وجې یې نورې هم په کاروبار منفي اغیزې کیږي په مردان ښار کې د ال پاکستان د زرګرانو د اتحادیې مرستیال مشر فقیر محمد صراف وایي په نړي وال مارکیټ کې د سرو زرو بیعې زیاتې شوي او د هغې اثرات په مقامي مارکیټ هم شوي دي. ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، د سرو زرو په کاروبار خرڅونه او مالیه زیاته شوې او د سرو زرو بيعه په ریکارډ کچه زیاته شوې ده. د فقیر محمد صراف په خبره "د 10ګرامه سرو زرو بيعه 2 لکه او 4 زره روپۍ ده او د پخې تولې 12ګرامه او 150 ملي ګرامه سرو زرو بيعه 245000 روپو ته رسیدلې او د هغې بنیادي وجه نړیوال مارکیټ او حکومتي ټيکسونه دي" تیر کال 2023م کې د سرو زرو د یوې تولې بيعه 240000 روپۍ وه خو بیا وروسته د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه راکمه شوی وه او د سرو زرو بيعه 2لکه 15 زره تولې ته راکوزه شوی وه. څیړنې ښیي په نړیوال مارکیټ کې د سرو بيعه کې د 21 ډالرو له اضافې وروسته 2290 ډالره فی اونس ته زیاته شوې. زرګران وایي د سرو زرو بیعې په ځای نه ودریږي او بیا د ګاهک او زرګرانو ترمنځه بې اعتمادي پیدا کیږي. "مونږه د ګاهک نه ارډر په یو ریټ واخلو بیا په بازار کې ریټ بدل وي او ګاهک ټولې پیسې هم ایډوانس نه ورکوي ځکه چی غربت زیات دی خو مسلې زیاتې شوي او قیمتونه په ځای نه ودریږي" زرګران وایي کوم خلک چی سرمایه لري یا په بهرنیو هېوادونو کې کار کوي هغوی سره زر اخلي خو د هغوی تعداد ډیر کم دی او مالداره خلک زیاتره په سرو سرو کې سرمایه کاري هم کوي خو هغوي خام مال اخلي. د زرګرانو په وینا د حکومتی ټیکسونو او ګرانۍ له وجې په کاروبار منفې اغیزې شوي او زرګران په روزګار پریښودو مجبوره شوي. د فقیر محمد صراف په خبره"زیاتره ویل کیږي چې 10 فیصده کار پاتې دی خو زه وایم پنځه فيصده روزګار پاتی او 95 فیصده کار نشته یو تن چې به 10 تولې کالی جوړولو هغه اوس 2 تولې ته راغلی او دوه تولې کالي واله ختم شوی او د ګرانۍ له وجې هر څیز ګران شوی د خلکو د اخستو توان نشته" کاروباریان وایي په منځني ختیځ کې د روانو شخړو او د روس - اوکراین د جګړی له امله هم په نړیوال مارکیټ کې سره زر ګران شوي او په نړیواله کچه د مختلفو هېوادونو تر منځه د شخړو له وجې په راتلونکی کې په دې کی نوره هم اضافه کیدای شي .

05.04.2024 ډیوه

آي ایم ایف له پاکستان سره د پور په نوي پروګرام مذاکراتو ته چمتووالی ښودلی

اسلام اباد — نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ویلي چې پاکستان سره د قرض په نوې معاهده مذاکراتو ته تېاره ده او وايي چې په روانه میاشت کې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې له منظورۍ وروسته به پاکستان ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې پاتې 1.1 ارب ډالر ترلاسه شي. د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف هم د آي ایم اېف سره د نوي اوږد مهاله قرض پروګرام په اړتیا ټینګار کړی خو ورسره یې دا په ډاګه کړې چې د نوي قرض پروګرام شرطونه به اسان نه وي. د زيارت په ورځ واشنګټن کې د بريفنګ په موقع د نړیوالې مالياتي آدارې اي اېم اېف ډایریکټرې کميونيکېش جولي کوزک د پاکستان د اقتصاد او د آي اېم اېف سره د لنډ مهاله پروګرام په اړه ویلي چې د فنډ د عملې او پاکستاني چارواکو ترمنځ د مارچ په 19مه د مامورينو په کچه تړون وشو او اوس دا د اېګزیګټيو بورډ د منظورۍ سره مشروط ده. د نوموړې د وېنا ترمخه د بورډ د منظورۍ وروسته به پاکستان 1.1 ارب ډالرو ته لاس رسی ولري او د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې به ورکړل شوې پېسې 3 اربه ډالرو ته ورسيږي. د آي اېم اېف ډایریکټرې کميونيکېش جولي کوزيک وویل چې چارواکو د نړیوالې مالياتي ادارې په همکارۍ چلېدونکي پروګرام کې هم د خوښۍ څرګندونه کړې چې مقصد یې د پاکستان مالي او د بهرني استحکام چېلنجونه حل کول او د جامع ترقۍ بنياد ايښودل دي. جولي کوزيک وايي چې مونږ د نوي پروګرام په حواله راتلونکو میاشتو کې مذاکراتو ته تېار يو. د اي اېم اېف د وياندې وينا وه چې د لومړۍ جاېزې بشپړولو وروسته د پاکستان اقتصادي او مالياتي صورتحال ښه شوی دی. د اقتصادي چارو څېړونکي ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي که د کال 2023م راپدېخوا صورتحال ته وکتل شي نو يقيناً د پاکستان معشيت د ښه والي په لور روان دی ولې چې په دغه وخت کي پاکستان د ديواليه کېدو په څنډه ولاړ و. ډيوه سره خبرو کې ډاکټر عابد قيوم سلهري وایي ، د تېرو اتوؤ نهو میاشتو راهیسې اقتصادي استحکام ليدل کېږي او ددې استحکام د برقرار ساتلو په ترڅ کې به مونږ ته د آي اېم اېف سره بل درې کلن قرض پروګرام کول وي چې داسې هېواد د دېواليه کېدو له خطر څخه خوندي شي. د آي اېم اېف لخوا دا بېان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د زرمبادلې ذخيره 8.04 ارب ډالرو ته پورته شوې ده چې ماهرين یې په درامداتو ولاړ اقتصاد لپاره کم بولي. د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف هم پرون د زيارت په ورځ د کابينې غوڼدې ته خپله وېنا کې ویلي چي د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب د خپل ټيم سره د امريکې په دوره روان دی اؤ هلته به هغه د نوي پروګرام لپاره د آي اېم اېف د چارواکو سره ليدل کتل کوي. خو وزیراعظم واضحه کړې چي د آي اېم اېف سره کېدونکې د نوې معاهدې شرطونه به اسان نه وي. نړيواله مالياتي اداره آي اېم اېف د پاکستان څخه د پراخه اقتصادي اصلاحاتو، د ټېکسونو د کچې زياتولو او د تاوان سره مخ سرکاري ادارو د نجکارۍ یا شخصي مد ته د ورکولو غوښتنې کوي. د اقتصادي چارو ماهرين وايي ګمان کوي چې د پاکستان او آي اېم اېف ترمنځ د نوې پروګرام ګټه به عام تن ته نه رسي. استاد اؤ اقتصاد پوهه ډاکټر جاوېد اقبال وایي د آي ایم ایف د نوي پروګرام لومړۍ بدې اغېزې به په عام تن کیږي . د هغه په خبره "ځکه چې هغه(عام وګړي) ته د بجلۍ، ګېس او پټرولو په مد کې کوم رعایت ېا سبسيډيز ورکړل کیږي حکومت به غواړي چې د پټرولو او نورو شيانو نرخونه سېوا کړي او رعایتونه بېرته واخلي او زما په خيال د آي اېم اېف د نوي پروګرام لومړی بد اثر به په عام تن کېږي" ملګرو ملتونو د روان او راتلونکي مالي کال په مهال د پاکستان د تېزې اقتصادي ترقۍ وړاندوینه کړې او په خپل رپورټ کې یې ويلي چې کال 2024 او 2025 کې په پرله پسې توګه د اقتصادي ودې د کچې 2 او 2.3 فيصد پورې د پاتې کېدو امکان دې. او ورسره یې کال 2024 کې د 26 فيصدى ګرانۍ په کال 2025 کې 12.2 ته د را کوزېدو هم زېری ورکړی دی.

05.04.2024 ډیوه

پښتونخوا کې له بجلۍ اؤ ګیس وروسته په نا اعلانه ډول د انټرنیټ لوډشېډنګ هم پېل شوی

پېښور — د خېبر پښتونخوا صوبې د سر ښار پېښور په ګډون یو شمیر سیمو کې د تېرو څو ورځو راهسې د شپې په مهال موبايل انټرنیټ تړل کيږي، کاروباريان وايي د انټرنېټ د نشتوالي له له امله د دوي انلاین کاوبارونه خراب شوي دي. څېړونکي نیوکه کوي چې تر دې وړاندې پاکستان کې د بجلۍ اؤ ګیس لوډشیډنګ عام ؤ خو اوس پکې د انټرنیټ لوډشیډنګ هم پیل شوی د شپې د لسو بجو نه د سهار تر شپږو بجو انټرنیټ نه وي. زده کوونکي هم وايي چې د انټرنیټ د تړل کېدو سره د دوي زده کړې اغېزمنې شوي دي خو حکومتي چارواکو لا هم د انترنټ د تړل کېدو څه علت نه دی ښودلی. د پېزار اؤ ډول سینګار د یوې کمپنۍ چې زیات کاروبار یې په انلاین بڼه کیږي، مشر محمد خان ډيوه سره خبرو کې وایي د هغه د کمپنۍ ان لاین کاروبار د انټر نېټ بنديدو له وجې راکم شوی دی. ډيوه سره خبرو کې محمد خان وايي دوي هیله درلوده چې د اختر رانزدې کېدو سره به يې روزګار نور هم ښه شي خو د شپې چې انټر نېټ بندیږي نو د دوي کاروبار ورسره په ښکته تللی دی. د هغه په خبره " روژه کې زمونږ کاروبار ښه وي، خو دا ځل روژه کې مونږ ته ډېره مسله ده، روژه کې اويا فيصده خلک د شپې ويخ وي، او سودا کوي، خو د شپې د انټر نېټ د تړل کېدو له وجې زمونږ کاروبار پنځوس فيصده خراب شوي دي" د پېښور یو خبریال عرفان خان په ټولنیزه رسنۍ ایکس د انټرنیټ په بندیدو لیکلي، مخکې خو به خلکو د بجلۍ اؤ ګیس د لوډ شیډنګ نه سر ټکولو خو اوس پکې د انټرنیټ لوډ شیډنګ هم پیل شو. د ډېجيټل پورټل نومې وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې دا وخت نزدې 111 ملينونه د انټرنېټ کارونکي دي، چې د ملک د ابادۍ نزدې 45 فيصده جوړيږي، په دې کې زيات شمېر د ځوانانو دی، يو زده کوونکی اشفاق اورکزی وايي د انټر نېټ د نشتوالي له وجې د دوي د زده کړو لړۍ اغېزمنه کيږي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"مونږ په دې ليکچرې ګورو، اسایمنټې کوو، د فزکس او نورو مضمونونه په يو ټيوب ګورو، ان لاین سکالرشپې پرې ګورو، نن سبا د انټر نېټ مثال د يو زده کوونکي د پاره د اکسيجن په څېر دی" حکومتي چارواکو تر اوسه د انټرنیټ د تړل کېدو څه علت نه دی ښودلی خو پاکستان کې د موبایل کمپنیو اپریټران وایي چې دوي د حکومت په وینا د شپې د لسو بجو نه د انټرنیټ سروس بندوي. د پېښور هايي کورټ وکيل فواد افضل د انټر نېټ د نشتوالي سبب معلومولو د پاره د پاکستان ټېلي کميونيکېشن او نورو اړونده کمپنيوخلاف عدالت ته خواست کړی دی. ډیوه سره خبرو کې فواد افضل وایي "د پاکستان د اساسي قانون پينځويشتمه ماده دا وايي چې هر وګړی د قانون په نظر کې يو شان دی، او يو شان سلوک به ورسره کيږي، خو که يو تن ته يو شان سهولت ورکول کيږي او بل ترې محرومه ساتل کيږي نو دا د پاکستان د اساسي قانون خلاف ورزي ده، او يو انسان د خپل بنيادي بشري حقونو نه محرومه ساتل کيږي" پېښور هايي کورټ پي ټي ای او نورو کمپنيو ته نوټسې جاري کړي او جواب يې ترې غوښتی دی، خو صوبايي حکومت يا پي ټې ای د انټر نېټ بندېدو په اړه کوم بيان نه دی جاري کړي. پاکستان کې تولنیزه رسنۍ ايکس (پخوانی ټویټر) د اوولسمې فرورۍ نه راپديخوا بند دی، دغسې فېس بک، يو ټيوب او نورې ټولنيزې رسنۍ هم وخت په وخت تړل کيږي. په اتمه فرورۍ د شوؤ عامو انتخاباتو په مهال هم د موبایل اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي وؤ چې په هغې په نړیواله کچه نیوکې شوي اؤ انتخاباتو کې د انټرنیټ تړل کېدو له لارې د درغلۍ تورونه لګول کیږي.

05.04.2024 ډیوه

شمالي وزیرستان: په درېو ورځو کې پرله پسې درې کسان په هدف شوي

په شمالي وزیرستان کې بیا د هدفي وژنې پېښه شوې پوليس په کې وژل شوی او يو ملکي وګړی ژوبل شوی دی. په شمالي وزیرستان کې په تیرو درېو ورځو ‏کې د هدفي وژنو دا درېمه پېښه ده.‏

05.04.2024 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more