ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په امریکا کې د یهودیانو، مسلمانانو او د نورو مذهبي تنظیمونو ته ګواښونه زیات شوې

مذهبي تنظیمونو ته امنیت د بهتر کولو دپاره ډي اېچ اېس یو شمېر تجویزونه وړاندې کړې چې په کې په ودانیو کمېرې او رڼا ګانې لګول، د خطر جاج اخیستل او نور داسې ګامونه شامل دي چې دلارې یې ټولنې ته خطرات کمېدلی شي

07.12.2023 ډیوه

د پاکستان پوځ په ډېره اسماعيل خان کې د يو "مهم ترهګر" وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ وایي د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډیره اسمعاعیل خان کې یې د ترهګرو پر ضد د استخباراتي مالوماتو په اساس عملیات کړي، د یو "مهم ترهګر حبیب الله" د وژلو دعوه یې کړې ده. ‎پوځ ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د ډېره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس کړي دي. ‎پوځ ویلي، اطلاع ورته ترلاسه شوې وه چې په سیمه کې ترهګر موجود دي او د دغه اطلاع په بنیاد یې د ترهګرو ځاله معلومه کړه او د هغوي پر ضد یې کامياب عملیات کړي دي. ‎پوځ دعوه کړې په دې عملیاتو کې "د ترهګرې ډلې یو مهم کمانډر حبیب الله" وژل شوی دی. ‎پوځ پخپل بیان کې حبیب الله د لوړ هدف د "ترهګر" په نوم یاد کړی دی او ویلي یې دي چې قانون نافذونکې ادارې د ډېر وخت راهسې په هغه پسې ګرځېدلې. ‎بیان کې ویل شوي چې وژل شوی ترهګر د ورانکارۍ په یو شمېر پېښو کې ککړ وو او وایي د هغوي د ولکې نه امنیتي ځواکونو ته وسلې ا, چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي. ‎له دې وړاندې په پينځم دسمبر د پاکستان پوځ ویلي وو د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې وسله والو سره جګړه کې یو عسکر وژل شوی وو. تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې وه. ‎په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګرو لخوا شوو بریدونو کې ګڼ شمېر عسکر او ملکي وګړي وژل شوي چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده. اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز (پيکس) ويلي، پاکستان کې د نومبر په میاشت کې د رياست مخالفه تشدد پېښې 34 فيصده سېوا شوي، په 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنيتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون 83 تنه وژل شوي دي. پيکس د نومبر د میاشتې په حواله خپور کړي تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د نومبر نه وړاندې دوه میاشتې وسله وال فعاليتونه کم وو خو د نومبر په میاشت کې بيا سېوا شوي دي. د پيکس په رپورټ کې ويل شوي د ناامنۍ په پېښو کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې ده. د پيکس د رپورټ ترمخه، د نومبر په میاشت کې په ملک کې په ترسره شوو 63 وسله والو بريدونو کې د 37 امنیتي اهلکارو او 33 ملکي وګړو په ګډون ټول 83 کسان وژل شوي او د 53 ملکي وګړو او 36 امنيتي اهلکارو په ګډون 89 کسان ژوبل شوي وو. ويل شوي، د امنیتي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه 59 وسله وال وژل شوي او 18 مشکوک وسله وال نيول شوي دي. د نومبر په 26مه د بنو په بکاخېل سیمه کې په موټر سایکل ناست یو ځانمرګي د امنیتي ځواکونو د کاروان ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړې وه. په دغه چاودنه کې دپوځ د وینا له مخې دوه ولسي وګړي وژل شوي او درې پوځيان او درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو. هغه وخت د پاکستان دخارجه چارو دفتر ویاندې ویلي  وو چې د ټي ټي د وسله والو یوې ډلې چې د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم یادیږي د دغه بريد ذمه واري قبوله کړې ده. پاکستان په دې وروستیو کې پرله پسې تورونه لګوي چې د پاکستان دننه د کېدونکې ترهګرۍ پلانونه په افغانستان کې پټ د ټي ټي پي ترهګر تیاروي خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي دا تورونه ردوي او وایي دوي د افغانستان خاوره د هیچا پرضد کارروایۍ له نه ورکوي.

07.12.2023 ډیوه

د امریکې په سېنټ کې له اوکراین او اسرایل سره د اربونو ډالرو مرستو قانوني مسوده منظوره نه شوه

د امریکې په سېنټ کې د وایټ هاوس له خوا هغه وړاندې کړل شوې قانوني مسوده یا بِل منظور نه شو چې پکې د اوکراین او اسرايل لپاره د اربونو ډالرو نوې امنیتي مرستې غوښتنه شوې وه. د ریپبلکن ګوند سنېټرانو د شورو- چاشنبې په ورځ د دې قانوني مسودې د منظورۍ پر ځای پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ چې وایي له مېکسیکو سره پر پوله دې د کډوالو د مخنیوي لپاره سخت ګامونه واخیستل شي. د سېنټ 51 غړو د بِل خلاف او 49 یې په پلوۍ رایې ورکړې. د سېنټ په 100 غړو کې باید 60 یې د څه باندې 100 بیلین ډالرو قانوني مسودې ته مثبته رایه ورکړې وای چې په اړه یې بحث ته لاره پرانیستل شوې وای. صدر جوبایډن پر کانګرس ټینګار کړی وو چې له اوکراین سره د مرستو بندول به د روس د کامیابۍ په معنا وي او ویلي یې وو په دې توګه به روس نه یواځې د نېټو پر غړو هېوادونو بریدونه وکړي، بلکې داسې حالت به جوړ شي چې د امریکې پوځ هم په جګړه کې ور شامل شي. ټاکل شوې وه چې د دې بِل په منظورېدو سره به له اوکراین سره د شاوخوا 50 ارب ډالرو نوې امنیتي او د کیف د حکومت لپاره بشري او اقتصادي مرسته کېده او له اسرایل سره به د حماس خلاف جګړې لپاره د 14 ارب ډالرو مرسته کېده. د ریپبلکن ګوند ټولو سنېټرانو او ازادو غړو د بِل خلاف «منفي» رایې ورکړې، چې په هغوی کې برني سېنډرز هم شامل وو. برني سنېنډرز تل د ډیموکرېټانو په پلوۍ رایه کاروي، خو پرون یې له اسرایل سهر د قانوني مسودې مخالفت وکړ، ځکه چې د فلسطینیانو خلاف یې د اسرایل د "غیرانساني پوځي تګلارې" په اړه اندېښنه ښودلې ده. په سېنټ کې د اکثریت مشر چېک شومر هم د قانوني مسودې خلاف رایه ورکړه، چې د بیا کتنې لپاره یې بل وړاندیز وسپارلای شي. دغه ډیموکرېټ سنېټر له رایې اچولو وروسته وویل دا "یوه سنجیده شېبه وه چې د یوویشتمې پېړۍ لپاره به دوامداره نتیجې" او د لوېدیځ جمهوریت د زوال خطر ولري. د ریپبلکن ګوند غړي وايي د دې قانوني مسودې په اړه د دوی منفي رایې د امریکې پر جنوبي پوله د کډوالو د مخنیوي او په دې اړه د لا سختې تګلارې د عملي کولو لپاره ضروري وې. په سېنټ کې د ریپبلکن ګوند مشر میچ مکانل وویل دغو رایو د ډیموکرېټ ګوند مشر ته وښودله چې پوه شي‌ ریپبلکن غړي څه چې وايي پر هغه خبره ولاړ دي او  وایي دوی د امریکې د کورني ملي امنیت لومړیتوبونو ته ګوري. که دا قانوني مسوده سېنټ منظوره کړې هم وای، د ریپبلکن ګوند تر کنټرول لاندې استازو اېوان منظورۍ به یې اړتیا لرله، چې پکې د نوي سپیکر مایک جانسن په ګډون په لسګونو ریپبلکن غړو له اوکراین سره د مرستې خلاف رایې ورکړې دي. د امریکې ډیموکرېټ او ریپبلکن غړو له اوکراین او اسرایل سره د مرستو لپاره له څو میاشتو راهیسې د ولسمشر جوبایډن د غوښتنې په اړه بحثونه وکړل. امریکا د روس خلاف په جګړې کې د اوکراین ملاتړ کوي او تر اوسه یې د اربونو ډالرو پوځي او بشري مرستې ورسره کړې دي. صدر جوبایډن د اکتوبر په اوومه نېټه پر اسرايل باندې د حماس له بریدونو وروسته وویل چې اسرايل هر څه ته اړتیا لري، امریکا به یې ورته برابر کړي چې د ځان دفاع وکړای شي. د رپوټ معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ څخه اخیستل شوي دي.

07.12.2023 ډیوه

عاصم منير: غېرقانونه غېرملکیان د پاکستان امنيت او اقتصاد اغېزمنوي

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير ویلي، "په پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت غېرملکيان د ملک په امنيت او اقتصاد بدې اغېزې کوي، او حکومت د ملک په ګټه د دوی د بيرته لېږلو پرېکړه کړې ده". پوځ نن د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، جنرل عاصم منیر د پېښور په سفر کې دغه خبره کړې او ويلي يې دي، "غېر ملکيان به د ټاکل شوو اصولو لاندې په عزت سره خپلو ملکونو ته واپس لېږل کېږي". د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر غېرقانونه غېرملکيانو ته تر 31م اکتوبر پورې په خپله د وتلو وخت ورکړی وو او له لومړي نومبر وروسته یې د هغوی د نیولو او بیرته خپلو هېوادونو ته د لېږلو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه یې په لکونو افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو، پاکستان کې پښتنو ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې د افغان کډوالو د بيرته ستنولو پرېکړه واپس واخلي. خو د پاکستان لخوا اعلان شوې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او پاکستان وايي، د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ده. پاکستان کې پښتنو سياستوالو او د بشري حقونو فعالانو د تېرې میاشتې (نومبر) په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو ويستلو حکومتي او د اېپکس کمېټۍ پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې، دغه خواست اول د سپريم کورټ رجسټرار د اعتراضونو سره واپس کړی خو وروسته سپريم کورټ د رجسټرار اعتراضونه رد کړي او د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پرې سپريم کورټ اورېدنه کړې او مرکزي حکومت، د بهرنیو چارو وزارت، اېپکس کمېټۍ او اټارني جنرل ته یې نوټسونه جاري کړي دي. د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني پرون په اسلام اباد کې يوې غونډې ته په وينا کې ویلي، دوه میاشتې مخکې د حکومت د دې اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نزدې 450000 افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. د پوځ ترمخه جنرل عاصم منیر په پېښور کې يوې دستورې ته په وینا کې ويلي، "د پاکستان د سولې او ثبات دښمنه قوتونو ارادې په يو والي او د ګوتلې تګلارې د لارې ناکامه کول کيږي". ويل شوي، نوموړي ته د امنیت، ترهګرۍ ضد عملياتو، غېر قانونه غېر ملکیانو د بيرته ستنولو او ګډو ضلعو کې د ټولنيزې او اقتصادي پرمختيا په اړه احوال وړاندې کړی شوی دی. د پوځي بيان ترمخه، د پوځ مشر "د خېبرپښتونخوا [NWFP-1] لومړي ورکشاپ ته هم وينا کړې"، او ويلي يې دي "د خېبرپښتونخوا د ولس په ملاتړ امنيتي ځواکونو د صوبې د ثبات او ټولنيزې پرمختيا په لړ کې پرمختګ کړی دی". ويل شوي، نوموړي په خېبرپښتونخوا صوبه کې "ورګډو ضلعو د اقتصادي پرمختيا په ارزښت هم رڼا اچولې ده".

07.12.2023 ډیوه

منظور پښتين عدالت ته وړاندې کړل شوی او په بدني ریمانډ سي ټي ډي ته حواله کړی شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پښتين په څلورم دسمبر بلوچستان کې د نیول کېدو درې ورځې وروسته نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړل شوی دی. د نوموړي وکیل او پي ټي اېم غړو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، پښتين نن عدالت ته وړاندې کړل شوی او د اووه ورځو په بدني ریمانډ سي ټي ډي پوليس ته حواله کړل شوی دی. د منظور پښتين وکیل مصدق عزيز خټک وي او اې ډیوه ته وويل، پښتين د ترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت جج ابوالحسنات محمد ذوالقرنېن ته وړاندې کړی شوی، سي ټي ډي پوليس د هغه د بدني ريمانډ دپاره د اتو ورځو غوښتنه کړې وه او ويل یې چې د هغه د وينا (تقرير) فارنزک معلوموي. د نوموړي وکیل په خبره، "ما ورته وویل په دې قضيه کې د وړاندې نه د کسانو ضمانتونه شوي او ريمانډ یې ختم شوی دی، او بيا ورته ما وویل چې د فارنزک دپاره د ريمانډ ضرورت نشته په هغې کې يواځې اېف آی اې (مرکزي تحقیقاتي ادارې) ته ويډيو لېږل دي چې دا د منظور ده او که نه ده؟، نو دې دپاره بدني ريمانډ نه جوړيږي، خو د هغې باوجود جج هغوی له اووه ورځې ريمانډ ورکړو".  مصدق عزيز وويل، منظور پښتين د روان کال اګست په مياشت کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته درج شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړی شوی دی. پي ټي اېم د روان کال اګست په 18مه اسلام اباد کې يوه جلسه کړې د دغه جلسې پرضد دوه مقدمې په ترنول تاڼه کې او بله په سي ټي ډي کې درج شوې وه. د پي ټي اېم ترمخه په دغو مقدمو کې منظور پښتين، علي وزیر او نور ګڼ کسان نومول شوي، علي وزير، ايمان مزارې او د پي ټي اېم ګڼ نور کسان پکې بيا نيول شوي خو وروسته هغوی ټول په ضمانتونو خوشي شوي وو. منظور پښتين په څلورم دسمبر د بلوچستان په چمن ښار کې پرلت ته د وینا وروسته نيول شوی، په پينځم دسمبر د خېبرپښتونخوا پوليس ته سپارل شوی خو په ډېره اسماعیل خان کې عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی. سرچينو وي او اې ډیوه ته ویلي وو، پښتين اسلام اباد ته منتقل کړی شوی او د پي ټي اېم د اسلام اباد رابطه کار کامران په وینا، دوی پرون د شورو/چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد په عدالتونو کې په تمه وو خو پرون هغه يو عدالت ته نه وو وړاندې کړی شوی. مصدق عزيز وايي، د قانون ترمخه پښتين به د نيولو وروسته په 24 ساعتونو کې عدالت ته وړاندې کول کېدو خو هغه نه وو وړاندې کړی شوی او دوی نن ترهګرۍ ضد عدالت د حکم ترلاسه کېدو وروسته دا مشوره هم کوي چې ننۍ فېصله چېلنج کړي. پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم (اېچ ار سي پي)، سياستوالو او مدني فعالو د منظور پښتين په نيولو اندېښنه ښکاره کړې او د هغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه. د پښتين د نيولو ضد پي ټي اېم د ملک په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې هم کړې وې او په کراچۍ کې د پي ټي اېم ویاند مولانا رویدالله وي او اې ډیوه ته ويلي، په کراچۍ کې یې اته غړي نیول شوي دي. پي ټي اېم د منظور پښتين د نیولو ضد نور احتجاجونه هم اعلان کړي دي.

07.12.2023 ډیوه

د ایران محکمې حکم کړی چې امریکا دې د سلیماني د وژنې له امله ۵۰ بیلینه ډالر ورکړي

واشنګټن – د تهران یوې محکمې حکم کړی چې د امریکا حکومت دې څلور کاله مخکې د ایران د لوړ پوړي جنرال د وژنې له امله نېږدې ۵۰ بیلینه ډالره ورکړي. د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په دریمه نېټه په یو ډرون برید کې د بغداد له نړیوال هوايي ډګر سره نېږدې د ۶۲ کلن ایراني جنرال قاسم سلیماني او د هغه عراقي همکار بریدمن ابو مهدي المهندس د وژنې حکم ورکړی وو. ایران بیا څو ورځې وروسته په غبرګون کې په عراق کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو په اډو باندې راکټي بریدونه وکړل چې کوم سرتیری پکې نه وو وژل شوی خو واشنګټن ویلي وو چې په لسګونو سرتېرو ته پکې زهني ستونزې پیدا شوې وې.‌ د ایران د قضا میزان انلاین خبري ایجنسۍ ویلي، چې د تهران یوې محکمې د ۳۳۰۰ ایرانیانو لخوا د جمع شوې قانوني دوسیې له مخې باید د امریکا حکومت د سلیماني په وژنه کې د "مالي، اخلاقي او ځاني زیان" له امله ۴۹.۷ بیلینه ډالره ورکړي. میزان ویلي، محکمې په دغه قضیه کې ۴۲ کسان ګناه کاره بللي چې په هغو کې پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ، پخوانی خارجه وزیر مایک پمپیو او د دفاع پخوانی وزیر مارک ایسپر هم شامل دي.  د ایران عراق د جګړې اتل: سلیماني د ایران د انقلابي ګارد د بهرنیو ځواکونو یا قدس قومندان وو. هغه په منځني ختیځ کې د ایران د عملیاتو مشري کوله او په ۱۹۸۰-۸۸ کې د ایران او عراق د جګړې اتل بلل کېده. د ایران محکمو تر اوسه پورې د امریکا پرضد په محکمو کې ډېرې داسې فیصلې کړي.

07.12.2023 ډیوه

پولیس:  د امریکا په نېواډا پوهنتون برید کې درې کسان وژل شوي، یو ژوبل دی او خپله برید کونکی هم مړ دی

واشنګټن – اې پي خبري ادارې خبر ورکړی چې د امریکا د نېواډا پوهنتون په لاس وېګس کمپس کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو برید کې درې کسان په ډزو وژل شوي او څلورم تن ټپي شوی دی. پولیس وايي، خپله برید کونکی هم د پېښې په ځای کې مړ موندل شوی. برید له غرمې مخکې شوی او پولیسو ژر د پوهنتون ودانۍ ته چې په نړۍ کې د مشهور ځای لاس وېګس په څو میلو کې پرته ده ورغلي دي، په داسې حال کې چې زده کونکي ټول په ټولګیو کې پټ شوي وو. چارواکو د پېښې په اړه له لومړني راپور څخه ۴۰ دقېقې وروسته د پېښې د ختمېدو (ال کلیر) خبر ورکړی. پولیسو تر اوسه د برید کونکي پېژندګلو نه ده ښکاره کړې. دا ډزې په هغه ښار کې شوي چې خلک پکې تر اوسه هم د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر له پېښې څخه وېره لري، چېرې چې یو وسلوال له منډلې بې کسینو څخه ۶۰ کسان وژلي وو او په سلګونو نور یې ژوبل کړي وو. پولیسو په اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي، چې درې کسان وژل شوي، څلورم په سخت ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.‌ چارواکو دمګړۍ نور اضافي معلومات نه دي ورکړي. د پوهنتون د پولیسو یو افسر اډم ګارسیا ویلي، چې پولیسو مشکوک کس وموند او ورسره ښکېل شول چې اوس مړ دی.‌ خو تر اوسه معلومه نه ده چې مشکوک کس څنګه مړ شوی دی.‌

07.12.2023 ډیوه

د م.م مشر په غزه کې د عامه نظم د ماتېدو خبرداری ورکړی

واشنګټن – د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا په غزې پټۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې عامه نظم ښايي ژر په بشپړه توګه مات شي او هلته بشري سیستم د سقوط له "جدي ګواښ" سره مخ دی. ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې ویلي، "د اسرایلو د دفاعي ځواکونو لخوا دوامداره بمباري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې عامه نظم به د خرابو حالاتو له امله ژر په بشپړه توګه مات شي او حتی محدودې بشري مرستې به هم نا ممکنه شي." هغه زیاته کړه، "او ښايي لا خراب حالت رامنځ ته شي چې په هغو کې به ساري ناروغۍ او همدارنګه ګاونډیو هېوادونو ته به په ډلیزه توګه د خلکو بې ځایه کېدل شامل وي." ګوټېریش وویل، اوسنيو ځمکنیو حالاتو د بشري عملیاتو ترسره کول "ناممکن" کړي دي. هغه خبرداری ورکړی، "مونږ د بشري سیستم د سقوط له جدي ګواښ سره مخ کېدونکي یو." هغه دا هم وویل، "حالات په چټکۍ سره بحران لوري ته روان دي چې ښايي نه جبرانېدونکې اغیزې د فلسطینیانو او په ټوله کې د سیمې سولې او امنیت لپاره ولري." ګوتېریش وویل، په هره بیه چې وي د داسې پایلو مخنیوی باید وشي. ګوټېریش د ملګروملتونو د چارټر د ۹۹ مادې لاندې امنیت شورا ته لیکلي، چې د شورا د ۱۵ ځواکمنو هېوادونو پام دې خبرې ته راوګرځوي چې دی باور لري کېدای شی نړیواله سوله او امنیت وګواښل شي. دا لومړی ځل دی چې ګوټېریش د خپلې اوه کلنې دورې پر مهال د چارټر د ۹۹ مادې یا ارټیکل څخه کار اخیستی. د ګوټېریش ویاند سټیفان ډوجېرېک خبریالانو ته وویل، "د ۹۹ مادې کارول په لسګونو کلونو کې نه وو شوي." ډوجېرېک وویل، دی تمه لري چې د امنیت شورا به په دې اونۍ کې غونډه وکړي او ګوټېریش به ورته معلومات ورکړي. په ملګروملتونو کې د اسرایلو سفیر د ګوټېریش لخوا د ۹۹ مادې کارول یوه "نوې اخلاقي تشه" یاده کړې.‌ ګېلاډ ایردن په یو بیان کې ویلي، "سرمنشي پرېکړه کړې چې د خپلې نادر واک نه د دې لپاره کار واخلي چې اسرایلو باندې فشار راوړي هغه چې د نازي حماس جنګیالیو پرضد جګړه کوي." هغه وړاندې لیکي، "دا د سرمنشي لخوا د اسرایلو پرضد د اخلاقي انحراف او غلطۍ بل ثبوت دی." اردن همدارنګه د ګوټېریش لخوا د یو بل بشري اوربند پر غوښتنې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي" دا په اصل کې په غزه کې د حماس لخوا د ترهګرۍ د دور د ساتلو غوښتنه ده." هغه وویل، ګوټېریش په دوامداره توګه د حماس په لاسو لوبېږي. اسرایلي استازي تر دې مخکې له ګوټېریش څخه د هغو څرګندونو له امله د استعفا غوښتنه کړې وه چې هغه په اسرایلو باندې د اکټوبر د اوومې نېټې د برید په ورځو کې کړې وه او هغه دغه غوښتنه یو ځل بیا د شورو یا چهارشنبې په ورځ وکړه. عربي متحده اماراتو چې د امنیت شورا غړی هېواد دی ویلي، دوی د عرب او مسلمانو غړو هېوادونو په ملاتړ د امنیت شورا نه د ګوټېریش لخوا د ۹۹ م ارټیکل د کارولو له لیارې په یوې مسوده کې غوښتي چې بیړنی بشري اوربند باید وشي. د عربي متحده اماراتو مېشن په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر لیکلي، "دا اخلاقي او بشري اړتیا ده او مونږ له ټولو هېوادونو غواړو چې د سرمنشي د غوښتنې ملاتړ دې وکړي."

07.12.2023 ډیوه

پاکستان وايي، تر اوسه ۴۵۰۰۰۰ بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي

واشنګټن – یو پاکستاني ډېپلوماټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي، دوه میاشتې مخکې د حکومت د دې اعلان راهیسې چې بې اسناده بهرنیان به له هېواده شړي، نېږدې ۴۵۰۰۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي. افغانستان ته د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دغه شمېر په پلازمېنه اسلام اباد کې یوه سیمینار ته د وینا پر وخت شریک کړی دی. دراني دغه څرګندونې په داسې ورځ کړي چې ملګروملتونو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې له پاکستان څخه وېستل کېدونکي افغانان په خپل بحران ځپلي او غریبۍ وهلي هېواد کې له یو "ناڅرګند او نا امن راتلونکي سره مخ دي." د پاکستان حکومت ویلي، دوی غواړي هغه کابو ۱.۷ میلیونه افغانان وباسي چې د ویزو وخت یې پای ته رسېدلی او یا په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.‌ دراني ټینګار وکړ، "له هغو چې غوښتل شوي‌ چې لاړ شي هغه دلته غیر قانوني کډوال دي. دوی د کډوالۍ اسناد نه لري." او زیاته یې کړه،‌ "نو ځکه تقریبا ۴۵۰۰۰۰ افغانان ولاړل. دوی پوهېدل چې په پاکستان کې په غیر قانوني توګه پراته وو." په هغو افغانانو کې چې له پاکستان څخه د وېستل کېدو په کمپاین کې راغلي، هغه اوه لکه افغانان هم وو چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه پاکستان ته کډه شوي وو. خو دراني یو ځل بیا وویل، چې هغه ۲.۳ میلیونه اسناد لرونکي افغانان چې ۱.۴ میلیونه یې د قانوني کډوالو حیثیت لري له هغو نه دي غوښتل شوي چې له پاکستان څخه ووځي.‌ دراني دې ته د "قانوني ویستلو" نوم ورکړی او په دې اړه یې د نړیوالو نیوکې رد کړي او ویلي یې دي، چې په ټوله نړۍ کې هغه بهرنیان چې د کډوالۍ له قوانینو څخه تېری کوي ویستل کېږي. "دا (ویستل) هلته په اروپا او نورو ځایونو کې قانوني دي خو په پاکستان کې قانوني کېدای نشي." هغه وویل، "زه فکر کوم چې مونږ باید دا سوه تفاهم لېرې کړو." خو له پاکستان څخه ګڼو وېستل شویو افغان کډوالو د ډیوې خبریالانو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره خپل قانوني‌ اسناد هم ښودلي او ګڼو یې له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د پاکستان پولیسو د هغوی اسناد د هغوی د نیولو پر وخت له منځه وړي. واشنګتن په اسلام اباد باندې فشار راوړی چې د هغو ۲۵۰۰۰ افغانانو د ویستل کېدو مخه دې ونیسي چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده تښتېدلي دي او کېدای شي په امریکا او یا کوم بل هېواد کې د اوسېدو لپاره قانوني چارې یې بشپړې شي.

07.12.2023 ډیوه

د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې کور په کور جګړه روانه ده

واشنګټن – اسرایلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د غزې د دوهم ستر ښار خان یونس د کنټرول لپاره کور په کور جګړه کړې. له دې سره د فلسطین ملکي وګړي د سرپناه په موندلو او د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوي. د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی په تېره یوه ورځ کې د غزې پټۍ په کابو ۲۵۰ هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي او دا د تېرو دوو میاشتو راهیسې یوه له درنو جګړو څخه وه.‌ حماس ویلي، دوی په خان یونس کې لس اسرایلي پوځیان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي خو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای. ملګروملتونو په غزه باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې د اسرایلو په بمباریو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی چې ورسره ځمکنۍ جګړه هم زیاته شوې او حماس هم په اسرایلو باندې زیات راکټونه توغولي. د غزې په لکونو خلک لویدیځ، د خان یونس جنوب او رفعه ته چې له مصر سره پوله لري اوس هم د تېښتې په حال کې دي. خو ملګروملتونو ویلي، هلته کافي سرپناه نه شته او فلسطینیان مجبوره شوي چې په سړکونو او خالي ځمکو باندې ویده شي.‌   اسرایلي چارواکو د غزې ملکیانو ته خبرداری ورکړی چې صلاح الدین سړک ته دې نه ځي او دا هغه سړک دی چې خان یونس یې د غزې له شمال سره نښلولی. دا یې "د جګړې ډګر" او "زیات خطرناک" بللی. خو چارواکو ویلي،‌ چې د دې پرځای دې هغه بې ځایه شوي ملکیان چې غواړي شمال ته ولاړ شي د سمندر پر غاړه له پراته سړک څخه کار واخلي خو هلته هم جګړه روانه ده.‌ ملګروملتونو ویلي، د نهې یا سې شنبې تر شپې پورې، رفعه د غزې یواځینۍ سیمه وه چېرې چې ملکي مرستې وېشل کېدې. د تېرې جمعې په ورځ د اوه ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره، د مدیترانې سمندر پر غاړه دغې وړې سیمې ته له سرحد څخه رسېدل تر ډېره ناشوني و. اسرایلو په دې وروستیو ورځو کې کابو شپږو لکو هغو ځایي اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی وو چېرې چې تمه وه اسرایلي پوځ پکې جګړه وکړي خو له خلکو غوښتل شوي وو ،هغو ځایونو ته ولاړ شي چې د خلکو د زیاتوالي لپاره نه وو سمبال شوي. رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی، د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې ویاند جیمز ایلډر له غزې څخه تر لیدنې وروسته له قاهرې څخه د ویډیو لېنک له لیارې خبریالانو ته وویل، "د نړیوال بشري قانون له مخې، هغه ځای چې تاسو ورته خلک باسئ باید د ژوندي پاتې کېدو لپاره کافي سرچینې ولري. لکه طبي خدمات، خواړه او اوبه."   هغه وویل، "ما خپله لیدلي چې دا هېڅ هم نشته. تشې ځمکې دي سړکونه دي.‌ د سړکونو ترڅنګ لارې دي.‌ نیمه جوړې شوې ودانۍ دي. هلته اوبه نشته." هغه زیاته کړه، "هغوی ټول نه اوبه لري، نه ودانۍ، نه له یخنۍ او باران څخه سرپناه او په ځانګړي ډول نه د پاکوالي شرایط لري." د جګړې په لوري کې بدلون: جګړې په لومړي سر کې په شمال کې تمرکز درلود خو وروسته د غزې جنوبي برخو ته پراخه شوه. دا وروسته له هاغې چې د اسرایلو پوځ له ملکیانو وغوښتل چې له جګړې څخه د لېرې کېدو لپاره دې جنوب ته ولاړ شي. خو د مدیترانې له سمندر څخه تر لویدیځ پورې او دا چې له مصر سره پولې تړل شوي دي او جنوب او ختیځ ته یې اسرایل پراته دي، د خلکو د تېښتې لپاره ځای ورځ تر بلې کمېږي. د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو اداره وايي، په غزه کې ۱.۹ میلیونه خلک بې ځای شوي دي چې دا د غزې د ټول نفوس ۸۵ فیصده جوړوي. له دغې ډلې څخه یو میلیون کسان یې د غزې په جنوبي برخه کې د ملګروملتونو په کمپونو کې راجستر شوي دي. اسرایلو په غزې باندې خپل پوځي عملیات وروسته له هاغې پیل کړل چې د حماس جنګیالیو د اکټوبر په اومه نېټه په اسرایلو باندې برید وکړ، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ نور یې له ځانه سره وتښتول. د غزې د روغتیا وزارت په وینا د اسرایلو په عملیاتو کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۱۶۲۴۰ کسان وژل شوي چې ۷۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي. له جګړې وروسته بفر زون: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان په اسرایلو باندې د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره، د اسرایلو لخوا د غزې په خاوره کې له جګړې وروسته د یوې تشې ځمکې یا بفر زون جوړېدو وړاندیز رد کړی. اسرایلو له جګړې وروسته حالاتو په اړه دغه وړاندیز ګڼو عربي او یو شمېر نورو هېوادونو ته استولی دی. په دغه وړاندیز کې بفر زون به د غزې له پولې فلسطین لوري ته پر خاوره جوړېږي او د اسرایلو ځمکه پکې نه ده شامله. د سپینۍ ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جان کربي وايي، امریکا د دغه نظر مخالفه ده. کربي خبریالانو ته وویل، "مونږ د غزې د جغرافیايي حدودو د هیڅ‌‌‌ ډول کموالي ملاتړ نه کوو." هغه وړاندې وویل، "غزه به د فلسطین د خاورې په توګه پاتې کېږي او کمېږي به نه." ترکي رسنیو د اردوان له خولې ویلي، چې د غزې د راتلونکې پرېکړه به د فلسطین خلک کوي او د اسرایلو پلان "بې احترامي" ده. د دې راپور ځینې برخې له اسوسیېټېډ پریس، فرانس پرېس او رویټرز خبري ادارو څخه اخېستل شوي.

06.12.2023 ډیوه

‎د پښتو فلمونو او د سېنماګانو د کمي باوجود د فلمونو مینه وال وايي سېنما ته تګ خوښوي

په پېښور کې په تېرو شلو کالو کې په شپاړش سنېماګانو کې لس یا تړل شوي او يا په نورو تجارتونو بدلې شوې دي. مردان، سوات او کوټه کې هم یو شمېر سنېماګانې تړلې شوې دي

06.12.2023 ډیوه

اسرایل او حماس دواړه وایي د جرمونو نړیوال عدالت ته به د جنګي جرمونو مقدمې وړاندې کړي

د اسرایل او حماس ترمنځ روان جنګ کې دواړه اړخونه دعوه کوي چې د جنګي جرمونو ښکار شوي دي او دواړه خواوې تیاري کوي چې په هېګ کې د جرمونو نړېوال عدالت ته خپلې خپلې قانوني مقدمې تیارې کړي.   په بیت المقدس کې د وي اواې خبریاله لېندا ګراډسټین پخپل رپوټ کې وایي چې د جرمونو د نړېوال عدالت مشر وکیل یا څارنوال اسرایل او لویدیځې غاړې ته د سفر پر مهال، د اسرایلیانو او فلسطینیانو خبرې اورېدلي دي.   د جرمونو د نړېوال عدالت لوی وکیل یا څارنوال کریم خان د هغو اسرایلي محلو لیدنه وکړه چې د اکټوبر په اوومه نېټه د حماس وسله والو ورباندې حملې کړې وې. هغو بریدګرو څه باندې ۱۲۰۰ اسرایلیان ووژل، او ۲۴۰ نور تنان یې چې اکثره عوام و، یرغمل یووړل.  خان د هغو بریدونو نه بچ پاته شوو کسانو او د یرغمل شوو تنانو د کورنیو خبرې واورېدې، او دا حملې یې "سنجیده نړېوال جرمونه" وبلل چې "د انسانیت ضمیر یي لړزولی دی."    کریم خان وایي، "د یرغملو نیول، د جینیوا کنوېنشن یوه لویه خلاف ورزي څرګندوي. دا د روم د اساسنامې لاندې، یو ځانګړی جرم دی، او زه د هغو کسانو د اسرایل نه یرغمل وړل شوي، فوري آزادي او خپلو کورنیو ته یې محفوظه ستنېدل غواړم.". د یرغمل شوو او لادرکه شوو کورنیو د فورم وکیلان وايي، وایي وړاندې له دې چې جنګ ختم شي، خان دې په فوري توګه د اکټوبر ۷مې نېټې د سلهاوو زیانمنو کورنیو په نمایندګۍ تحقیقات پیل کړي.     د یرغمل شوو او لادرکه شوو کورنیو د فورم وکیل یووال ساسون وايي، "د حماس خلاف د عدالتي کاروایۍ په اړه هېڅ کوم سوال نه پیدا کیږي. دې کې هېڅ سوال نشته چې دا په پراخه پېمانه او سیسټماټیک ډول د انسانیت په ضد نړېوال جرم، جنګی جرم او نسل وژنه وه."    فلسطینیان بیا د نړېوالو قوانینو د خلاف ورزۍ تور په اسرایل لګوي او وایي چې غزه کې یې پوځي کاروایۍ کې تر اوسه  څه باندې ۱۵۰۰۰ کسان وژلي، او اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. دا شمېرې د حماس کنټرول لاندې د غزې د صحت محکمې ورکړي دي.     غزه کې د بشري حقونو وکیل راجي سوراني، "په لفظي معنا یې، دغه حالت د قانون له نظره د انسانیت په ضد جنګي جرم دی. غزه کې نسلي صفایي روانه ده، نسل وژنه روانه ده. دا روان حالت، د قانون حکمراني نه، د ځنګله قانون لاګو دی."    کله چي د آی سي سي یا د جرمونو د نړېوال عدالت څارنوال کریم خان د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې فلسطیني مشرانو سره وکتل، نو د اسرایل خلاف د فلسطینیانو د جنګي جرمونو د دعوې یادونه یې وکړه. خو زیاتره د بشری حقونو فلسطیني تنظیمونو د خان دا سفر بایکاټ کړ او ورباندې د تفریقي چلند تور لګوي چې ګني د فلسطینیانو دیرینه دعواو نه ډېر، د اسرایل دعوې اوري.     کریم خان وایي، "ما د هغو کسانو سره هم خبرې وکړې چې خپل رشته داران، عزیزان، ماشومان، ښځې او والدین یې د غزې په ملبو کې د لاسه ورکړي. ما په واضحه ټکو کې ویلي دي. قانون کوم نمایشي څیز ندی چې له پامه وغورځول شي، بلکې یو بنیادي ضرورت دی چې په کار ده پیرو کاري یې وشي."    د اسرایل د زیانمنو کورنیو په استازیتوب د جرمونو نړېوال عدالت کې د مقدمې چلولو ترڅنګ، د اسرایل ریاست به د هغو قریب ۹۰۰ حماس تندلارو پوځي ټرائل هم پیل کړي چې د اکټوبر په ۷مه نیولی شوي دي. په هغو د جنسي تشدد او جنګي جرم تورونه هم دي.     په داسې حال کې چې په غزه کې د جنګ میدان تود دی، اسرایلي او فلسطیني قانوندانان په عالمي عدالت کې د یو بل قسم جګړې دپاره آمادګۍ نیسي.    

06.12.2023 ډیوه

‎
د قطر په منځګړتوب د اوکرين شپږ ماشومان د روس نه بيرته راوستل شول

  ای اېف پي   د قطر چارواکو د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي د دوی په منځګړتوب يې هغه شپږ اوکريني ماشومان بيرته راوستلي چې په اوکرين د روس د يرغل وروستو يې روس ته بوتلي وو. د قطر چارواکي وايي ډېر زر به دا موشومان د خپلو کورنيو سره يوځای شي.   په روسي ځواکونو تور لګېدلی چې د اوکرين نه په نيول شوي سيمو کې يې په زرګونو ماشومان د سکولونو، هسپتالونو او يتيم خانو نه په زور ويستلي او روس ته اړولي دي.   د اته نه تر پينځلس کاله عمر پورې د اوکريني ماشومانو دا دويم ټولګی دی چې په ماسکو کې د قطر د سفارت په مرسته د روس نه بيرته راوستل شوي دي. په دوها کې د قطر په منځګړتيا د روس او اوکرين ترمنځ د موافقنامې په ترڅ کې څلور نور اوکريني ماشومان په اکتوبر کې راوستلی شوي وو.   د قطر د نړيوالو رابطو معاون وزيرې لولوا الخاطر ويلي “قطر شپږ نور ماشومان د روايتي رخصتۍ په موقع د خپلو کورنيو سره يوځای کړي دي. دواړو خواو د قطر په منځګړتوب په ښه نيت کار کړی او دا پروسه يې کاميابه کړې”.   په دې وروستي ټولګي کې يو تن يولس کلن هلک دی چې مور يې د اوکرين په پوځ کې وه او د نيولو وروستو په ماسکو کې ساتل شوې ده. دغه هلک خپلې ترور ته حواله کړل شوی او د ماسکو د لارې اوکرين ته روان دی.   يو بل اته کلن هلک په ختيځ اوکرين کې د کال 2022 د مارچ مياشتې نه د خپلې نيا سره و چې د قطر د خبرو اترو په نتيجه کې دواړه ماسکو ته لاړل چې د روس د ولقې لاندې لوهانسک سيمې ته لاړ شي او د خپلې مور سره يو ځای شي.   ټولې کورنۍ په دغه لار ګډ سفر کوي چې د ماسکو او مېنسک نه کييف ته د قطري سفارتکارانو او ماشومانو سره يوځای د اوکرين پولې ته لاړ شي او هغلته د اوکرين چارواکو ته وسپارل شي.   اوکرين ويلي د ماسکو د کال 2022 د فېبرورۍ د يرغل نه وروستو روس نزدې 20,000 اوکريني ماشومان بوتللي چې د څلور سوه نه کم پکې بيرته اوکرين ته ورغلي.   روس دا ردوي چې په زرګونو اوکريني ماشومان يې په زور بوتللي دي او وايي د چا چې د کورنۍ مشران نه وو هغه ماشومان يې د هغوی د ساتنې په خيال خوندي ځای ته بوتللي.   الخاطر ويلي د قطر منځګړتوب د روس او اوکرين دواړو لخوا د خواست په نتيجه کې ممکن شوی چې دواړه خواوې د يو بل سره د تعاون لارې چارې ولټوي او د اعتماد جوړولو بنياد کيږدي.   قطر د لوړې کچې په خبرو اترو او د يرغمل شوو تنانو په تبادله کې د تېرو څو مياشتو راهسې د توجه مرکز دی او په خاصه توګه په غزه کې د اوه ورځني اوربند او د يرغمل شوو په ازادولو کې يې د اسرايل او حماس ترمنځ منځګړتوب کړی.   د دې ترڅنګ د اوکرين صدر ولاډيمير زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې په ورځ تيارۍ نيولې چې د اوه ترقي يافته صنعتي هېوادونو لا ګروپ اف سيون د مشرانو سره د انټرنېټ د لارې ملاقات وکړي چې د اوکرين په تازه صورتحال ورسره خبرې اترې وکړي.   د روس د يرغل وروستو يو شمېر هېوادونو د اوکرين پوځي او نورې مرستې ورکول پيل کړي. دا ملاقات د زېلېنسکي د امريکا سينټ ته د بريفېنګ ورکولو نه يوه ورځ وروستو راجووړ شوی کوم چې د اوکرين صدر په اخري وخت کې معطل کړی. امريکايي چارواکو نه دي ويلي په څه وجه زېلېنسکي دغه بريفېنګ معطل کړی.  

06.12.2023 ډیوه

ایچ آر ډبلیو: د طالبانو ناوړه تعلیمي پالیسیو له نجونو سره سره د هلکانو تعلیم ته هم زیان رسولی

د بشري حقونو د څار تنظیم وايي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د "ناوړه" پالیسیو له کبله د نجونو له تعلیم سره سره په سکولونو کې د هلکانو د زده کړو بهیر هم خراب شوی دی. ایچ آر ډبلیو د دسمبر په پینځمه یو تفصیلي رپوټ کې خپور کړی چې د 2022م کال په جون او اګست او د روان 2023 کال په مارچ او اپریل کې یې په کابل، بلخ، هرات، فراه، پروان، بامیان، ننګرهار او دایکنډي ولایتونو کې یې له زده کوونکو او د هغوی له میندو پلرونو سره د خبرو په بنسټ ترتیب کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې د نجونو پر تعلیم د طالبانو د حکومت له خوا بندیز ته نړیواله پاملرنه شوې، خو د هلکانو په ښوونځیو کې د بې کیفیته د تعلیمي بهیر دوام ته نړیواله پاملرنه نه ده شوې. په دې رپوټ کې د بشري حقونو د څار تنظیم یوې څېړونکې سحر فطرت ویلي، طالبانو د نجونو تعلیم ته له زیان اړولو سره سره په سکولونو کې د هلکانو د زدکړو بهیر ته هم ډېر زیانونه اړولي دي: "په هیواد کې د ښوونځیو ټول سیسټم ته په زیان رسولو سره دوی [طالبان] له ښه تعلیم څخه په محرومولو د یو نسل ختمولو خطر پېښوي". د بشري حقونو د څار تنظیم ویلي دا ډول کړنې به نه یواځې زده کوونکو او د هغوی کورنیو ته بدې نتیجې ولري، بلکې د افغانستان د راتلونکي په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته به هم زیات زیان ولري. په دې رپوټ کې ویل شوي طالبانو د هلکانو په ټولو ښوونځیو کې ښځینه استادانې له کاره ګوښه کړې دي او پر ځای یې غیرمسلکي استادان ګومارلي دي او وایي‌ په ځینو سکولونو کې یې حتی د ښځینه ښوونکو پر ځای نارینه استادان لا هم نه دي ګومارل شوي. ایچ آر ډبلیو ته یو شمیر زده کوونکو او د هغوی میندو پلرونو ویلي په سکولونو کې زده کوونکو ته بدني سزا د اندېښنې تر حده زیاته شوې ده، وایي د سر وېښتانو نه کمولو، د ټاکلیو جامو د سرغړونو او موبایل ټیلیفون لرلو له امله زده کوونکي د ټولګیوال په مخ کې وهل کیږي. رپوټ وايي طالبانو د ښوونځیو له نصابه د هنرونو د زدکړې، سپورټ، انګرېزي ژبې او مدني زدکړو مضامین ایستلي دي، چې وایي په دې کار سره یې باکیفیته زدکړو ته زیان رسولی دی. ایچ آر ډبلیو ویلي دغو بدلونونو د هلکانو تر منځ ښوونځیو ته د تللو په برخه کې ویره زیاته کړې او د هغوی پر حاضرۍ او د راتلونکي لپاره پر هیله مندۍ یې هم اغېزه کړې ده. د بشري حقونو د څار تنظیم د افغانستان اقتصادي بحران ته په کتو ویلي، اقتصادي حالت د کورنیو د ملاتړ لپاره دا اړتیا زیاته کړې ده چې هلکان یې د کورنۍ له نارینه وو سره په کار کې برخه واخلي، وایي‌ له دې امله زیات هلکان د سکولونو پریښودلو ته اړ شوي دي. په رپوټ کې د بدني سزاګانو په اړه د څو تنو زده کوونکو خبرې را اخیستل شوې دي چې وایي زده کوونکي له سکولونو پرله پسې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت د کارکوونکو له لیدو وېرېږي. وایي د طالبانو د حکومت د دې چلند له کبله ډېر هلکان مجبور شوي چې تعلیم پرېږدي او پاته زده کوونکي هم په داسې ټولګیو کې زدکړې کوي چې کم زدکوونکي لري او اکثره استادان یې په ټولګیو کې حاضر نه وي چې له امله یې هلکان د ژور خفګان او خواشینۍ په څېر نفسیاتي ستونځو سره مخ شوي دي. د طالبانو حکومت لا تراوسه د بشري حقونو د څار تنظیم رپوټ ته څه غبرګون نه دی ښودلی.

06.12.2023 ډیوه

د پېښور های کورټ فېصله افغانانو ته د پاکستان د شهریت لاره هواروي

د پاکستاني شهریانو په اړه د معلوماتو حکومتي ادارې نادرا د قانون ترمخه پاکستان اوريجن کارډ هغه سند دی چې لرونکی يې د ووټ او د پاسپورټ نه علاوه په پاکستان کې د حرکت، کاروبار، جايداد، د بېنک اکاونټ او د بچو د تعليم په شان اسانۍ ترلاسه کولی شي

06.12.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more