د بریتانیا ولسي جرګې له ډېو ېډ کامیرون سره مخه ښه وکړه
ډېوېډ کاميرون د خپل کار په وروستۍ ورځ د بریتانیا د ولسي جرګې له ماڼۍ د مشر جان برکو په ګډون د محافظه کار ګوند غړو د چکچکو په بدرګه ووت.
نوموړی خپل مېشت ځای او دفتر ( ۱۰ ډاوننګ کوڅه ) څخه هم کډه وکړه او لږ وروسته بهد استعفا وړاندې کولو لپاره د بریتانیا ملکې ته ورشي.
نوموړي جرګې ته په خبرو کې د خپلې واکمنۍ مودې دفاع وکړه او ویې ویل، د شپږ کلنې واکمنۍ پر مهال یې یو شمېر په زړه پورې شېبې راغلې. د کورنیو چارو وزیره ټېریزا می اوس د لومړۍ وزیرې په توګه کار پیلوي.
مېرمن می به د بریتانیا له ملکې سره له لیدو وروسته د خپلې کابېنې جوړولو چارې پیل کړي.
کله چې ډېوېډ کاميرون د پوښتنو له ځوابولو وروسته له ولسي جرګې د وتلو لپاره پاڅېد د محافظه کار ګوند غړي هم ورسره پاڅېدل او نوموړی یې په چکچکو بدرګه کړ.
د لبرال دیموکرات ګوند غړی پخوانی مرستیال لومړی وزیر نیک کلېګ هم په هغو کسانو کې شامل و، چې ډېوډ کامیرون سره یې په مخه ښه وکړه.
د مخالف لېبر ګوند مشر جېرمي کوربین هم له نوموړي سره د مخې ښې کولو لپاره ودرېد.
په خپله وروستۍ وینا کې ښاغلي کاميرون وویل، د خلکو له خدمته لاس نه اخلي او اوس به د پارلمان وروستیو څوکیو ته ځي.
نوموړي خپله وینا په هغه جمله پای ته ورسوله، چې ۲۰۰۵ کال یې د اپوزیسیون مشر په توګه د هغه مهال لومړي وزیر ټوني بلیر ته وینا کې ویلي وه، چې ' زه هم یو مهال راتلونکی وم '.
۵۹ کلنې ټېریزا می له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو ټولپوښتنه کې دغه ټولنه کې د پاتې کېدو لپاره رایه ورکړې وه.
نوموړې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د کورنیو چارو وزیره ده.
جون کې له اروپايي ټولنې د وتلو ټولپوښتنه کې له نابریالیتوبه وروسته ډېوډ کامېرون د استعفا اعلان وکړ.
ټیلیګراف سره خبرو کې ښاغلي کامیرون ویلي، زه ټین ډاوننګ کوڅې ته د دې لپاره راغلی وم، چې خلکو سره د ستونزو هوارولو کې مرسته وکړم او د یوه هېواد په توګه له ننګونو سره مبارزه وکړو، چې په ګډه ښه وخت ولرو.
ټیریزا می له مارګریټ تیچر وروسته د بریتانیا دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.