شاته

افغان خبریال جلال ستانکزی د زمري د ۲۴مې له جریاناتو وروسته ولې له هېواده ووت؟

د زمري یا اسد ۲۴مه یا د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۱۵مه، دې ورځې د افغانستان د خلکو په ژوند کې، که‌یې سیاسي فکر یا دریځ درلود که نه، بدلون راوست.

په دې منځ کې بې‌پرې خبریالان چې دنده‌یې خلکو ته د معلوماتو رسول و او د جګړو او کړکېچونو له هېڅ لوري سره تړلي نه‌و، هم له افغانستانه وتلو ته اړ شول.

په دوی کې ځیني لاهم پر لاره دي او ځیني تر ځایه ورسېدل.

ازادي راډیو له زین‌الله جلال ستانکزي سره چې کلونه کلونه‌یې په هلمند کې د خپلواک خبریال او د روېټرز خبري اژانس په څېر د لویو نړیوالو رسنیو لپاره کار کړی مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی چې ولې د زمري د ۲۴مې له جریاناتو وروسته له هېواده ووت؟