شاته

د عمران خان سیاسي بیانیه او بې ثبوته دعوې

واشنګټن - د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني وزیر اعظم د جولای په ۱۵ نېټه یوې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، "امریکا غواړي په پاکستان کې داسې مشرتابه ولري چې د هغوی امرونه ومني او دوی یې د خپل کار لپاره قدرت ته راوستي دي." چې دا په حقیقت کې د عمران خان یوه غلطه ادعا ده.

د پاکستان لېرې کړای شوي وزیر اعظم عمران خان د جولای په ۲۱ نېټه په یو شمېر ټویټونو کې په محلي ټاکنو کې د خپل ګوند پي ټي آی بریاوې لمانځلي.

هغه ویلي، د امریکا د رژیم لخوا وارد شوی حکومت خپلې دسیسې بدلوي، لومړی یې هڅه وکړه چې د پنجاب په ټاکنو کې د حکومتي مشینرۍ یعنې د ټاکنو د کمېشن له غلطیو او درغلیو ډک مشر سکندر سلطان له لیارې د درغلیو هڅه وکړه خو ویښ او کلک خلک یې په وړاندې ودرېدل تر هغو چې یې پلان ورته ناکام کړ.‌

عمران خان د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۱ نېټه په دې اړه وویل، له دغې ګتې سره پي ټي آی د پاکستان د تر ټولو لوی ایالت پنجاب کنټرول ترلاسه کړ. او له دې سره د خان د سیاسي بېرته راتګ هیلې بیا تازه شوې وروسته له هاغې چې په اپرېل کې له خپل دفتر څخه هغه وخت وویستل شو کله چې یې د حکومت پرضد په پارلمان کې د نه باور رایه بریالۍ شوه.

تر هغې راوروسته،‌ خان په امریکا باندې بریدونه کوي، او ادعا کوي چې په یوه ډول یې د هغه پرضد د اپرېل په رایو کې د پردې ترشا درغلۍ وکړه.

خان هېڅکه دا شواهد وړاندې نه کړل چې امریکا دې ګواکې د هغه په لېرې کولو کې مداخله کړې وې او یا یې د مداخلې هڅه کړې وي.

او دا لومړی ځل هم نه دی چې خان په ټاکنو کې د داسې بې بنسټه مداخلو یادونه کوي تر څو له خلکو همدردي راخپله کړي.

خان په یو بل ټویټ کې لیکلي، زه د خپل سپریم کورټ د قاضیانو قدرداني کوم چې د قانون او آیین په پورته ساتلو کې په کلکه ودرېدل سره له ټولو ګواښونو او ځورونو. زه غواړم بریسټر علي ظفر او د هغه ټیم له ټیم څخه مننه وکړم.‌ زه غواړم د پنجاب له خلکو څخه مننه وکړم چې د ټاکنو د درغلیو په وړاندې په زیات شمېر کې راووتل.

عمران خان د جولای په ۲۶ نېټه ټویټ کې لیکلي،

د پاکستان انتخابات په تاریخي ډول جنجالي دي او متضاد دي.

خان په ۲۰۱۸ کال کې له لانجمنو او له تاوتریخوالي له ډکو پایلو وروسته د پاکستان وزیر اعظم وټاکل شو.

هغه مهال هغه د فساد پرضد مبارزې د غوښتلو له امله وګټله او د پاکستان پوځ یې ملاتړ وکړ.

پاکستان د برتانیې لخوا په ۱۹۴۷ کال کې له جوړېدو راهیسې د پوځ د دوامداره واک لاندې دی او په دغه هېواد کې پوځي رهبران اصلي واک لري.

د سیاسي واک ترڅنګ پوځ د پاکستان بهرنی سیاست مخې ته وړي او په ظاهره یې له امریکا سره د ترهګرو ډلو په وړاندې مبارزه کې له نېږدې کار کړی.

خو خان د ۲۰۱۸ کال د ګټونکي په توګه د دغو ټاکنو له قانونيت څخه دفاع کړې وه که څه هم منتقدینو ویل چې په دغو ټاکنو کې تېروتنې، جبري نیونې، د بیان د ازادۍ محدودیت او د بشري حقونو څخه سړغړونې په ګوته کړې وې.

د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۴ نېټه اسلام الدین ساجد لیکلي وو.

د پوځ لخوا د مخالفو سیاستوالو د نیولو او بندی کولو راپورونه راغلي، تر څو په عوامو کې د خان او د هغه د ګوند پي ټي آی سره د خلکو ملاتړ زیات کړي.

په هر صورت واک ته د خان له راوستلو سره ثبات را نه غی. د کمپاین د وخت د ژمنو له نه پوره کېدو سره یې شهرت خراب شو په ځانګړي ډول د اقتصادي اصلاحاتو په برخه کې نو د پاکستان د پوځ حوصله هم ورته نوره ختمه شوه.

په پایله کې یې د خان اړیکې له پوځ سره چې مشري یې جنرال قمر جاوېد باجوه کوي خرابې شوې. دواړه په مهمو مقرریانو او بهرنیو پالیسو په برخه کې سره مخالف شول.

او کله چې باجوه سیاسي بې طرفي اعلان کړه نو له خان څخه یې فاصله ونیوه او همدا واټن د خان په لېرې کېدو کې مهم فکټور ګڼل کېږي.

کله چې پوځ له عمران سره خپلې اړیکې سړې کړې نو مخالفې سیاسي ډلې سره یو ځای شوې او د هغه پرضد یې بې باورۍ ته رایه ورکړه.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف ددغو هڅو مشري کوله. خان هڅه وکړه چې پارلمان لغوه کړي او نويو انتخاباتو ته لاړ شي خو دغه کار د پاکستان د سوپریم کورټ لخوا بلاک شو.

کله چې د عدم اعتماد رایه بریالۍ شوه نو شریف د نشنل اسامبلۍ لخوا د عمران خان پر ځای د پاکستان د وزیر اعظم په توګه وټاکل شو او په همغې رول کې لا پاتې دی.

شریف د پخواني‌ وزیر اعظم نواز شریف ورور دی څوک چې په ۲۰۱۸ کال کې د پاناما پیپرز په نامه د فساد په دوو قضیو کې زنداني شوی وو.

دغه کېسونه په لندن کې د نواز شریف او د هغه ماشومانو پورې په لندن کې د تړلو عصري جایدادونو په اړه وو.‌

نواز شریف په ۲۰۱۹ کال کې هېواد پرېښود. هغه د فساد تورونه رد کړل خو د پاکستان محکمو د هغه اپیلونه رد کړل.

د خان او شریف ګوندونه د ۲۰۱۸ کال د ټاکنو له وخت په خپلو کې سرسخت سیالان دي.

د دې لپاره چې د اپرېل ووټینګ غیر قانوني وګڼي نو خان شهباز شریف او د هغه ډله له امریکا سره په ګډه د پاکستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه.

هغه د پوځ رول ته هم د امریکا په ملاتړ د کودتا نوم ورکړ.

خو خان د دې خبرو ثبوت وړاندې نه کړ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت او پوځ دواړو دا ادعاوې رد کړې او وویل چې د عمران خان دا ادعاوې بې بنسټه دي.