شاته

سیاستوال: په پوله ازغن تار، سوات کې پوځي چاوڼۍ او د ادارو په موجودګۍ کې په غرونو طالبان څنګه قابض شو؟ 

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په مټه علاقه کې د ګل/دوشنې په ورځ د وسله والو لخوا د پوځي او پوليس افسر د تښتولو او په تړلو لاسو د هغو ويډيو خپرولو وروسته په ټولنيزو رسنيو سیاستوالو او خبريالانو پوښتنې راولاړې کړي دي، چې د امنيتي ادارو د شتون باوجود څنګه طالبان راغله.

په ټولنيزو رسنيو یوه ويډیو خپره شوې چې پکې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د پوځي افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې ورله شاته تړلي دي. دغه پوځي افسر ځان د مېجر احسن په نوم معرفي کوي وايي دا وخت په کانجو کې په ډيوټۍ دی، د هغه سره يو بل تن ځان روف ځان پوځي معرفي کوي وايي په 37 اې بټالين کې دی.

او بيا په ويډيو کې ليدل کيږي چې په ځمکه پروت ژوبل پوليس افسر نه پوښتنه کيږي او پولیس افسر وايي پيرسيد نامه مې ده د بونیر پير بابا سره تعلق لرم، د مټې سرکل ډي اېس پي يم.

خو د سوات پولیسو بيا يو بيان جاري کړی او ویلي يې دي ډي اېس پي پيرسيد د پولیس نفرۍ سره د تحصیل مټه په کناله علاقه کې عملیات کول، ترهګرو پرې ډزې کړي هغه ژوبل شوی او د پوليسو د ځوابي ډزو له امله ترهګر تښتېدلي دي.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان څو ټویټس کړي او ويلي يې دي، "دوی د اوږدې مودې نه وايي چې طالبان منظمه کيږي خو چا دغه خبره سنجيده وانخسته نن هر څه ثابت شو په سوات کې د ګل په ورځ په پوليس حمله وشوه ډي اېس پي يرغمال کړی شو، وزيراعلا دې همت وکړي په خپله حلقه کې روانه ترهګرۍ دې خاموشي ماته کړي".

د سوات د مټې تحصيل په کومه علاقه کې چې دا پېښه شوې دا د خېبرپښتونخوا صوبې د وزیراعلا محمود خان پلارنۍ سيمه ده.

د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق چې د يرغمال پوځي افسر او ډي اېس پي ويډيو په ټويټر خپره کړې، ویلي يې دي،

"په پوله [افغانستان سره په پوله] ازغن تار، په سوات کې چاوڼي، اېف سي، پوليس، استخباراتي ادارو په موجودګۍ کې په پراسراره توګه د سوات په غرونو او دير په علاقو طالبان څنګه قبضه وکړه؟ د پوځ او پوليس اعلا افسر څنګه يرغمال شو؟ قوم د ډرامې ليکونکو، هدايتکارانو او په دې مقصد ځان پوهه کېدل غواړي، په پښتنه خاوره د اور او وينې لوبه پښتون قوم ته د زغم نه ده".

څيړونکي خبريال عقيل يوسفزي په ټويټر ويلي، "د وزیراعلا محمود خان د حلقې او کلي سره د مټه تحصيل نه واخله د دير د غرونو پورې علاقو کې د طالبانو موجودګي. هغه ويلي په کال 2006 کې د سوات د مټې د چپريال څخه د طالبانايزېشن پېل شوی وو او په پيوچار کېمپ هم دغه دی".

سياستوال افراسياب خټک ويلي،

"د کومو دوستانو چې دا خيال دی او غلي ناست دي چې طالبان پوی شه او پښتانه، نو د هغو دپاره عرض دی چې دا بلا په اټک ودرېدونکې نه ده. نن که د پښتونخوا ګورنر، وزیراعلا، وزيران، اېم پي اېز، او سوداګر په قلنګ ورکولو مجبور دي نو سبا به په پنجاب او سيند کې هم داسې وي، ځکه مهرباني وکړئ او د طالبانو راوستونکو پرضد غږ پورته کړئ".

په ټولنيزو رسنيو د وزيراعلا محمود خان او سوات سره تعلق لرونکو د صوبايي اسمبلۍ غړو عکسونه هم خپاره کړل شوي چې دا خلک بې درکه دي، "د وزيراعلا حلقه د طالبانو په نرغه کې ده، يو مېجر، يو ډي اېس پي، او اهلکار طالبانو اغوا کړي او بيا مقامي جرګې راخوشي کړي دي خودا خلک ورک دي. د شهباز ګِل د نيولو غندنه کوي خو د سوات په پېښه خاموشي؟؟؟".

د وزيراعلا محمود خان لخوا په دغه پېښه تراوسه پورې کوم رسمي بيان مخې ته نه دی راغلی. او د سوات سره تعلق لرونکي په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف اېم اېن اې مراد سعيد په ټويټر ويلي، "ما د څو اوونيو نه خبرداری ورکولو چې زمونږ نه بيا ايندهن/ خشاک جوړول کيږي خو ميډيا او اېمپورټډ حکومت خاموشه پاتې شو".

پرون د خېبرپښتونخوا صوبې د پولیسو مشر معظم جاه په پېښور کې ميډيا سره په خبرو کې ويلي، دا خبره سمه نه ده چې طالبانو قبضې کړي دي، دا وخت نه په وزيرستان او نه په سوات کې داسې حالات دي، د افغانستان نه د ترهګرو هلې ځلې ليدل شوي دي، او د ملک لياقت د پېښ پلټنې روانې دي.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې په [6م اګست] ماسخوتن په صوبه کې د واکمنه ګوند تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي ملک لياقت علي په ګاډي ډزې شوي، اېم پي اې پکې د پينځه کسانو سره ژوبل شوی، ورور، وراره يې او دوه ساتونکي يې وژل شوي وو.

د دغه پېښې زمه واري چا نه وه منلې، خو اېمل ولي خان دعوه کړې هغه د قلنګ ورکولو په سر په هدف کړی شوی دی.

پرون په دير کې د يادې پېښې ضد او د امنيت دپاره په غټه کچه لاريون او احتجاج شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​