شاته

امریکا: يو افغان وګړی د ۲ مسلمانانو د وژلو په تور نيول شوی

د امریکا د نيو مېکسیکو ايالت پوليسو ويلي، یو افغان وګړی يې د دوه تنو د وژنې په تور کې نيولی دی، او هغه په نورو وژنو کې هم مشکوک ګڼل کيږي، يادو پېښو په مسلمانه ټولنه کې سخته ويره خورې کړې ده.

د اېسوسي اېټډ پرېس د خبر ترمخه نيول شوی افغان وګړی 51 کلن محمد سيد نوميږي.

د پولیسو مشر هېرولډ مېډينا ويلي، دا لا نه ده څرګنده چې دا وژنې د کرکې د جرمونو په اساس شوي که دا سلسله واره وژنې دي.

ویل شوي سيد د پينځه و کالو راهسې په امريکا کې مېشت دی، او پولیس "د خپلمنځي شخړې" په ګډون د وژنو د علت معلولو دپاره پلټنې کوي.

کله چې د پولیس چارواکو نه وپوښتل شو، "چې سيد يو سني مسلمان دی ايا هغه په دې په قهر وو چې لور يې د يو شيعه مسلمان سره واده کړی"، په ځواب کې دوېم پوليس مشر کايل هارټسک نېغ ځواب ونه ويلو خو وې ويل، "دوی پلټنې کوي چې پوره پوهه شي چې دا څه دي".

د نيو ميکسيکو ایالت د اسلامي مرکز مشر احمد اسد هم منلې چې يو واده شوی دی خو د نيول شوي مشکوک تن په اړه ويلي چې هغه به کله نا کله د مرکز جومات ته راتلو.

پوليسو ویلي پلټنې کوي چې دا هم معلومه کړي چې د وژونکي او وژل شوو د يو بل سره څه اړيکې وې.

د وژلو په دغو پېښو د امریکا صدر جوبايډن ویلي وو، "د دغه ډول بريدونو دپاره په امریکا کې هیڅ ځای نشته".

دغو پېښو په امريکا کې د مسلمانانو په ټولنه کې ويره خوره کړې او ځينو خلکو د خپل خوندیتوب په اړه پوښتنې کړې او خپلې هلې ځلې يې محدودې کړي دي.

کله چې د ياد تن نيول اعلان شو بيا د يو وژل شوي تن محمد افضال حسېن ورور امتياز حسېن ويلي، "هغه د ارامۍ احساس کوي خو ويلي دي د وژنو د علت معلومول ضروري دي. او دا مونږ ته امېد راکوي چې مونږ به رښتیا معلوم کړو. هغه ويلي مونږ بايد خبر شو چې دا ولې".

په نيو مېکسيکو کې د پاکستان سره تعلق لرونکی 25 کلن نعيم حسېن د جمعې په شپه وژل شوی وو، هغه د 27 کلن افضال حسېن، او 41 کلن افتاب حسېن د وژنې یوه ورځ وروسته وژل شوی وو، د دوی دواړو تعلق هم د پاکستان سره وو.

له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې يو 62 کلن محمد احمدي افغان وګړی هم وژل شوی وو.

خو دا وخت په سيد باندې د افتاب حسېن او محمد افضال د وژنې تور دی، او پلټنې کوونکي هغه د نعيم حسېن او احمدي په وژنه کې هم مشکوک ګڼي خو دغه تور پرې لا نه دی لګول شوی.

ويل شوي پوليسو د محمد سيد زوی هم نيولی خو د پوښتنو وروسته یې پرېښودی دی.