شاته

امریکا د ماین پاکۍ لپاره اوکراین ته ۸۹ میلیون ډالر ورکوي

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اګست ۹ (زمري ۱۸) اعلان وکړ چې د روسي ځواکونو له خوا به د ایښودل شویو ماینونو د لرې کیدو په هدف له اوکراین سره د ۸۹ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

دغه مالي مرسته به د ماین پاکۍ د ۱۰۰ ټیمونو له ملاتړ سربیره د نور اوکرایني پرسونل له تجهیز او روزنې سره هم مرسته وکړي څو له خطره د ماین پاکۍ ډکه پروسه پیل کړي.

کیف وایي روسیې د هغه هیواد په کابو ۱۶ میلیونه هکټاره ځمکه کې ماینونه ایښي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیه کې راغلي:" پر اوکراین د روسیې غیر قانوني او بې موجبه برید د یاد هیواد پراخې سیمې له ځمکنیو مایونونو، ناچاودو توکو او په لاس د جوړو شویو چاودیدونکو توکو څخه ډکې کړي دي."

په بیانیه کې زیاته شوې، دغو چاودیدونکو توکو حاصلخیزه ځمکو ته لاسرسی بند کړی، د بیارغونې هڅې یې ځنډولي، کورونو ته یې د بیځایه شویو خلکو د ستنیدو مخه نیولې او د بیګناه اوکراینیانو وژلو او معلول کولو ته دوام ورکوي.

روسیې د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین نظامي یرغل پیل کړل خو د هغه هیواد د شمالي برخو په نیولو کې ناکامه شوه او ځواکونو یې له یادې سیمې څخه وتلو پرمهال ګڼ شمیر ماینونه او ناچاودیدونکي توکي پریښودل.

امریکایي چارواکي وایي روسي ځواکونو د خوراکي توکو په محلاتو، موټرونو، د مینځلو په ماشینونو، د ورونو مخکې ته، د روغتونونو په تختونو او په جګړه کې د وژل شویو کسانو په جسدونو کې ماینونه ځای پرځای کړي دي.

چارواکي زیاتوي، د کیف په لودیځ کې د بوچا په ښار کې چیرې چې روسي ځواکونو په سل ګونه ملکي کسان ووژل، یوې کورنۍ د خپلې ۱۰ کلنې لور په پیانو کې بم موندلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي کیف د مارچ له وروستیو څخه راپدیخوا کابو ۱۶۰ زره ماینونه شنډ کړي دي خو شاوخوا پنځه میلیونه اوکراینیان اوس هم په داسې سیمو کې ژوند کوي چې د روسي ځواکونو له خوا د ایښودل شویو ماینونو له خطر سره مخ دي.

ددغه راپور په جوړیدو کې د فرانسې د خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی