شاته

بایډن د ناټو د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ غوښتنه تصویب کړه

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) د شمالي اتلانتیک په تړون یا ناټو کې د فنلنډ او سویډن غوښتنه تصویب کړه او په دې ډول یاد اروپايي هیوادونه د ناټو غړیتوب ته یو بل ګام هم نږدې شول.

فنلنډ او سویډن وروسته له هغه په ناټو سازمان کې د غړیتوب وړاندیز وکړ چې مسکو د فبروري په ۲۴ نیټه په خپل ګاونډي هیواد اوکراین نظامي برید وکړ.

بایډن وویل یاد اروپايي هیوادونه به ددغه تړون د متقابلې دفاع لپاره د "سپیڅلي ژمنې" په کولو سره چې مشري یې متحده ایالات پر غاړه لري "د ناټو نویو او ډاډ وړ متحدینو" په توګه بدل شي.

د متحدو ایالتونو سنا مجلس د اګست میاشتې په لومړیو کې د ۹۵ موافقو او یوې مخالفې رایې سره په ناټو سازمان کې ددغو دوو اروپايي هیوادونو غړیتوب تصویب کړ.

د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو له ډلې څخه متحده ایالات ۲۳ هیواد دی چې په رسمي ډول په یاد تړون کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب ملاتړ کوي.

ددې لپاره چې یو هیواد د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي، د رایو اکثریت ته اړتیا ده او یاد نظامي تړون ټول غړي باید د نویو غړو له یوځای کیدو سره موافقه وکړي او له دې پرته نوې غړي نه منل کیږي.

بایډن چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د کاري دورې وروسته د امریکا د دودیزو تړونونو بیا راژوندي کول د خپل حکومت د کار اساس بللی، د ناټو سازمان څخه یې د "امریکا د امنیت د بنسټ" په توګه ستاینه وکړه.

بایډن همدارنګه له فنلنډ او سویډن څخه ستاینه وکړه او ویې ویل چې یاد هیوادونه قوي دیموکراتیک بنسټونه، قوي اردو او قوي شفاف اقتصاد لري چې ناټو به لا پیاوړی کړي.

جمهور رئیس بایډن وویل د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین پر اوکراین له نظامي برید سره د اروپا سوله او ثبات زیانمن کړي دي.

ښاغلي بایډن زیاته کړه، پوتین فکر کوي چې ناټو به سره جلا کړي خو په بدل کې دقیقا داسې څه ترلاسه کوي چې نه یې غوښتل.

په همدې حال کې سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل د یادو هیوادونو د غړیتوب د تصویب له مراسمو مخکې، بایډن د فنلنډ او سویډن له لومړيو وزیرانو سره ټلفوني خبري وکړې.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب بهیر پر مخ ځي،‌ ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې امریکا به له سویډن او فنلنډ سره کار وکړي څو یاد سازمان په وړاندې د هر ډول تهدید په وړاندې هوښیار پاتې شي.