شاته

امریکایي سناتورانو د افغانانو د ګرین کارت د ترلاسه کیدو لایحه معرفي کړه

یو شمیر امریکایي سناتورانو د سه شنبې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۸) د امریکا کانګرس ته داسې یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د امریکا د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ترلاسه کیدو ته د افغانانو وړاندیز آسانه کیږي.

د قانون دا پیش نویس چې د "افغان تعدیل لایحه" یا (Afghan Amendment Act) نومیږي د امریکا د کانګرس په دواړو مجلسونو کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو له ملاتړ څخه برخمنه ده.

په هغو سناتورانو کې چې دا لایحه یې معرفي کړې، روی بلانټ، ایمی کلوبچار، لیندزی ګراهام، کریس کونز، لیزا مورکوسکي او ریچارد بلومنټال شامل دي.

پیټر میجر او ارل بلمناور د امریکا د استازو په مجلس کې د ورته لایحې د پر مخ بیولو مسولیت‌ پر غاړه لري.

د هغه بیانې له مخې چې د یادو سناتورانو له خوا خپره شوې، دا لایحه هغو افغانانو ته چې لنډمهاله اقامت لري، اجازه ورکوي څو د اضافه پړاونو پرته دایمې استوګنې یا ګرین کارت ته وړاندیز وکړي.

اوسمهال هغه افغانان چې د لنډمهاله بشر دوستانه اقامت په چوکاټ (Humanitarian Parole) کې منل شوي، یوازې د پناه اخیستلو او یا هم د مهاجرت د خاصو ویزو "SIV" له لارې د امریکا دایمي استوګنه ترلاسه کولی شي، خو دا دواړه بهیرونه له ډیرې ګڼې ګوڼې او اوږد ځنډ سره مخ دي.

د "افغان تعدیل لایحه" نه یوازې د مهاجرت د خاصو ویزو د منلو بهیر ښه کوي بلکې پراختیا هم ورکوي.

ددغې لایحې له مخې، هغه افغان ځواکونه چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ، لکه د افغانستان د ملي اردو د خاصو عملیاتونو قومندانۍ او د افغانستان د میرمنو تخنیکي ټیمونه به د امریکا د مهاجرت په خاصو ویزو کې شامل شي.

په دې اعلامیه کې د سناتور بلانټ له قوله راغلي، کابو یو کال وړاندې په زرګونو متحدو افغانانو وروسته له هغه خپل کورونه پریښودل چې هیواد یې د طالبانو لاس ته ولوید.

بلانټ ویلي، هغو افغانانو چې د تخلیې په بهیر کې خپل هیواد پریښی، په خطر کې د خپل ځان او کورنۍ په اچولو سره د امریکایي ځواکونو تر څنګ دریدلي او په افغانستان کې یې د هغوی له ماموریت څخه ملاتړ کړی دی.

دغه امریکایي سناتور ویلي:" له خپلو همکارانو څخه "په کانګرس" کې غواړم چې له دغه دوه ګوندي هڅې څخه ملاتړ وکړي او له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې له موږ سره یې مرسته کوله."

بلې امریکایۍ سناتورې ایمې کلوبچار ویلي " زموږ افغان متحدینو ته د چانس ورکړه چې دایمې استوګنې ته وړاندېز وکړي، سم او ضروري کار دی چې باید ترسره شي."

میرمن کلوبچار څرګنده کړې، هغه افغانان چې تازه امریکا ته راغلي د امریکا لپاره یې زیاتې قربانۍ ورکړي او ددې مستحق دي چې په دې هیواد کې خپل نوی ژوند پیل کړي.

کلوبچار زیاته کړه:" مهمه ده هغه څه چې کولی شو د خپلو افغان دوستانو لپاره وکړو څو هغوی په خپل نوي کور کې ثبات او فرصت پیدا کړي."

سناتور ګراهام ویلي تمه لري د هغو افغانانو مشکل ته چې د موقت بشر دوستانه پروګرام له لارې متحدو ایالتونو ته راغلي په داسې شکل رسیدګي وشي چې د امریکا ملي‌ امنیت تقویت شي او په عین حال کې "د هغو کسانو په وړاندې په خپلې ژمنې عمل وکړو" چې په خطر کې یې د خپلو ځانونو په اچولو سره "له موږ سره مرسته کړې ده."

د تیر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د تخلیې د شاوخوا دوو اونیو په لړ کې د بهرنیو اتباعو، د امریکایي قواوو او د امریکا حکومت د افغان همکارانو او اسیب پذیره افغانانو په ګډون څه باندې ۱۲۴ زره کسان له افغانستان څخه وایستل شول.