شاته

سیګار: د غني وکیل د ځینو غلا شویو پېسو په اړه معلومات ورکړي  

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش «سیګار» په خپل نهايي راپور کې چې، ابتدايي برخه یې د جون په اوومه خپره شوې وه، ویلي دي چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له کابل څخه د پېسو د انتقال د ادعاو په اړه د سیګار د مرکې وړاندیز رد کړی، خو مدافع وکیل یې د سیګار استول شوي پوښتنې په لیکلې بڼه ځواب کړي.

سیګار وايي دا پوښتنې د غلا شویو پېسو د ادعاو او د افغانستان د حکومت د سقوط په اړه وې. راپور وايي چې د مخکني ولسمشر غني مدافع وکیل د جولاۍ په ۲۸ نېټه د دوی د ۵۶ پوښتنو له ډلې څخه یې یوازې شپږو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. وايي دا پوښتنې یې د مارچ په اتلسمه نېټه استولې وې.

د سیګار مشر جان ساپکو ویلي په بېړه له افغانستان څخه وتلو، الوتکې کې د خلکو ځای په ځای کولو، د الوتکو ظرفیت او په سیمه کې عیني شاهدانو ته په کتو، داسې ښکاري چې له کابل څخه د تېښتې په وخت کې له غني سره په الوتکو کې تر ۵۰۰۰۰۰ ډالر زیات نه وو.

د سیګار راپور وايي چې د عیني شاهدانو په اساس په هغو دریو الوتکو کې، چې د غني د انتقال لپاره ترې کار اخیستل شوی، سامانونه لږ وو چې په ځینو کې یې شخصي وسایل او په ځینو کې یې نقدې پېسې. یو چارواکي، چې په دغو هلیکوپتر کې و، ویلي دي چې له هر کس سره ممکن ۵۰۰۰ یا ۱۰۰۰۰ ډالر وو.

سیګار وايی چې د جمهوري ریاست د عامه حفاظت د مشر په بکس کې ددغه ریاست بودیجه، چې د میاشتې ۲۵۰ ډالر وو، وه. راپور وايي د دغه دفتر مشر له غني سره یوځای له کابل څخه وتلی او دا بکس یې هم انتقال کړی دی.

همدغه راز د ملي امنیت د مشاور حمد الله محب د مرستیال رفیع فاضل په بیګ کې هم د دغې ادارې میاشتنۍ بودیجه، چې ۲۴۰زره ډالر کېده، وه. سیګار وايي دا پېسې د ښاغلي محب په غوښتنې د دغې شورا د مالیي څانګې څخه اخیستل شوې دي.

سیګار د یو لوړ پوړي مخکني افغان چارواکي له خولې ویلي دي چې دولسمشر غني میرمن رولا غني هم ۸۰۰زره ډالر لرل.

له افغانستان څخه اوزبیکستان ته ورغلې څرخي الوتکې پلټل شوې او وسایل یې د چیک او پلټنې لپاره مسولینو ته سپارل شوي او له هر کس څخه د هغه د وسایلو په اړه پوښتنې شوې وې.

د سیګار د راپور په اساس داسې ښکاري چې د سقوط په وخت کې د جمهوري ریاست او ملي امنیت د شتمنیو په ګډون، د افغان حکومت په ودانیو کې ډېرې پانګې پاتې شوې چې بیا ورکې شوې دي.

راپور وايی چې کیمرې او ثبت شوي فلمونه هم د طالبانو لاس ته ورغلي او دا د سیګار لپاره سخته ده چې معلومه کړي دا پېسې چا او څومره غلا کړي دي. خو دوو چارواکو ویلي دي چې دا پېسې ورکې شوې نه دي بلکې د جمهوریت له سقوط وروسته طالبانو ته انتقال شوي دي.

ځینو لوړ پوړیو چارواکو ویلي دي چې په ارګ کې چې پنځه میلیون ډالر موندل شوي هغه د ولسمشر غني خپلې پېسې وې او هغه هم دا اعلان کړی و. د دغو پېسو په اړه د سیګار پوښتنې ته د ښاغلي غني مدافع وکیل ویلي دي چې «ولسمشر غني دا اعلان او ژمنه کړې وه چې په خپلې شخصي شتمنۍ باندې به په خپل پلرني کلي کې یو بنسټ جوړوي چې د جمهوري ریاست کتابتون، د اسلامي مطالعاتو مرکز او د کرنې مرکز به په کې شامل وي».

خو د مخکني حکومت یو لوړ پوړي چارواکي ویلي دي چې دا ډېرې پېسې دي او هېڅوک هم دا پېسې په خپل کور نه ساتي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي دي چې د افغانستان د ملي امنیت کلنۍ بودیجه ۲۲۵ میلیون ډالر وه چې د طالبانو ضد وسله والو او نورو عناصرو باندې هم لګول کېدله، د اګست په ۱۴ نېټه د ملي امنیت له خزانې څخه ورکه شوې ده. خو یو چارواکي ویلي چې ورکې شوې نه دي، طالبانو ته انتقال شوې دي.

د سیګار راپور وايي چې د جمهوري ریاست ځینو کارکوونکو چې یوه اندازه پېسې یې لرلې، په ۱۲۰ ډالرو یې یوه طیاره کرایه کړې او ابوظهبۍ ته تللي دي. وايي پاتې پېسې یې په ۵۴ افغانانو وېشلي دي.

په کابل کې د روسیې سفارت هغه وخت د روسیې دولتي خبري اژانس (RIA) ته ویلي وو چې ولسمشر غني له کابل څخه د تېښتې په مهال ۱۶۹ میلیون ډالر له ځان سره وړي دي، خو په دې اړه یې جزیات ورکړي نه وو.

ښاغلي غني متحدو عربو اماراتو ته له رسېدو وروسته په خپلو خبرو کې دا ادعا رد کړه او وویل چې په دې اړه خپلواکې نړیوالې پلټنې ته حاضر دی.

اړوند