شاته

د علي وزيرد ضمانت په خواست محفوظ شوې فېصله به بيا د سر نه اورېدل کيږي

د جنوبي وزيرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت خواست چې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 2 نمبر عدالت نه 15 نمبر عدالت ته منتقل کړی شوی وو، نن د شنبې/ خالي په ورځ [2 جولايۍ] يې اورېدنه شوې او بله نېټه پکې ورکړی شوې ده.

د علي وزير وکيل قادر خان ايډوکېټ وايي د اورېدنې دپاره پکې بله نېټه د روانې میاشتې جولايۍ څلورمه ورکړی شوه.

قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه ته وويل، نن د ترهګرۍ ضد 15 نمبر عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه. او د پراسيکيوشن يا سرکاري وکيل سره د پوليس فايل نه وو چې له امله يې بيا دا قضيه وځنډول شوه.

نوموړی وايي دا مقدمه په 28 جون د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت نه بل د ترهګرۍ د قضیو اورېدونکي عدالت ته منتقل کړی شوې ځکه دغه عدالت به اوس دا مقدمه د سر نه اوري.

د علي وزیر پرضد روانه قضيه کې چې تازه کومه اورېدنه شوې، په دې مقدمه کې د علي وزير د ضمانت په خواست د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت په دوېم جون فېصله محفوظ کړې وه او په 23 جون يې د فېصلې اورولو ویلي وو، خو په ياده نېټه دا فېصله نه وه اورول شوې او بيا يې د 28 جون نېټه پکې ورکړی شوې وه.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 2 نمبر عدالت جج د رخصت له امله بيا انتظامي جج د جون په 28مه د علي وزير د ضمانت په خواست محفوظ شوې دا فېصله نه وه اورولې.

د علي وزیر پرضد روانه دا مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د کراچۍ د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په ياده مقدمه کې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د علي وزيرد ګرفتارولو حکم کړی وو.

علي وزير ته د پاکستان سپريم کورټ او سيند هايکورټ په دوه مقدمو کې ضمانتونه ورکړي، په یوه مقدمه کې يې د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوې او درېمه مقدمه يې روانه ده اورېدنه يې کيږي.

کراچۍ کې د علي وزير پرضد جوړې مقدمې

د 2018 مقدمه

علي وزیر ته چې سيند هايکورټ په کومه مقدمه کې ضمانت ورکړی، دغه مقدمه په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت جوړه شوې چې دوی د پي ټي اېم د جلسې دپاره کمپاين کولو.

په دې مقدمه کې په علي وزير فرد جرم لګول شوی، او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت پکې په 15 فرورۍ د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د 2020 مقدمه

علي وزیر په لومړي ځل د کال 2020 د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی وو، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د تير کال د نومبر په 30 د هغه ضمانت منظور کړی وو.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړې وې.

د علي وزیر پرضد چې د کال 2020 مقدمه په عدالت کې روانه وه، د دغه مقدمې د اورېدنې په مهال د کال 2018 په مقدمه کې د هغه ګرفتاري تېر کال د جون په مياشت کې ښودل شوې او د کراچۍ د ترهګرۍ ضد په لسم نمبر عدالت کې پرې بيا دغه مقدمه روانه وه.

د 2019 مقدمه

او د کال 2018 د مقدمې د اورېدنې په مهال د هغه په بله مقدمه کې ګرفتاري ښکاره کړی شوې وه، دغه بله مقدمه د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په کال 2019 کې د سهراب ګوټ په تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده مقدمه کې د پي ټي اېم يو فعال عالمزېب مسيد نيول شوی او بيا د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د عالمزېب مسيد د ضمانت خواست رد کړی او په 16 ستمبر 2019 سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی وو.

د علي وزیر دپاره د پي ټي اېم پرلت

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی وو، دغه پرلت وروسته له هغې د يوې مياشتې دپاره ځنډول شوی چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ویلي سيند حکومت ورسره مذاکرات کړي او د دوی د غوښتنو منلو باور يې ورکړی دی.