شاته

ثنا الله: د ټي ټي پي سره به د ايين نه لرې يوه معاهده نه کیږي

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله وايي، "د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره مذاکرات په خپله طريقه کيږي، خو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو بنياد دا دی چې هغه به د ايين لاندې کيږي".

رانا ثنا الله نن د خالي/ شنبې په ورځ [دوېمه جولايۍ] اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال وویل، "د ايین پرته به د ټي ټي پي سره هیڅ مذاکرات نه کيږي او نه به ورسره معاهده کيږي او د دې خبرې اجازت پارلیماني کمېټۍ پوځي مشرتابه ته ورکړی دی، او په دې کې چې څه پرمختګ کيږي په هغې به پارلیماني کميټي خبرولی شي، او بيا به پرې په پارلیمان کې بحث کيږي".

رانا ثناالله دغه څرګندونه په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې [28 جون] د ټي ټي پي د مشر ابو منصور چې په نور ولي مسيد پېژندل کيږي، یوه ويډیو مخې ته راغلې او هغه پکې ویلي د پاکستان د حکومت سره يې خبرې روانې دي، چې د پاکستان د حکومت د طرفه د دغو خبرو مشري د ايي اېس ايي پخوانی مشر د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد کوي، خو په دغو مذاکراتو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی.

دا چې د ټي ټي پي د مشر دغه ويډيو چرته ريکارډ شوې، په اړه يې کره معلومات مخې ته نه دي راغلي خو نوموړی پکې وايي، د دوی مهمه غوښتنه د فاټا انضمام بيرته اخستل دي او دوی د دغه غوښتنې څخه نه شي په شا کېدی.

خو څيړونکي وايي، د فاټا انضمام اسان کار نه دی د دې دپاره اييني بدلون شوی دی، او څينې څيړونکي بيا په دې نظر دي چې په مذاکراتو کې هر ډول غوښتنې مخې ته راځي د وخت سره به پرې خبرې کیږي خو دغه خبرې يا مذاکرات هم دومره اسان نه ښکاري.

د ټي ټي پي مشر ويلي، دا مذاکرات په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په سهولت کارۍ کې نه بلکې د طالبانو په مينځګړيتوب کې کيږي، تراوسه پکې کوم پرمختګ نه دی خو که پاکستان د سنجيدګۍ مظاهره وکړي د پرمختګ تمه کېدی شي.

د ټي ټي پي د مشر تازه ويډیو د مطبوعاتو سره په داسې حال کې شريکه کړی شوې چې په وروستيو کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي لخوا د يو بل ضد مخالفه بيانونه هم مخې ته راغلي دي.

له دغې وړاندې وزير رانا ثنا الله ويلي وو، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.

په درېم جون د ملاکنډ او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران کابل ته د ټي ټي پي سره خبرو دپاره تللي وو او دغو مشرانو ويلي وو چې ټي ټي پي ورته د نورو غوښتنو سره مهممه غوښتنه د فاټا زوړ حيثيت په ځای کول ویلي وو، او دوی ورته بيا د نورو خبرو دپاره د وخت ورکولو ويلي وو.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې منلې چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو دا لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې او بيا د دغه ډز بندۍ وروسته په امنيتي ځواکونو بريدونه هم سېوا شوي وو.

خو په وړوکي اختر کې بيا ډز بندي شوې کومه چې تراوسه پورې روانه ده، خو په دې مينځ کې هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او د پاکستان پوځ د ترهګرو پرضد وخت په وخت د عملياتو دعوې هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​