شاته

چمن: د پي ټي اېم فعال نزدې د 20 مياشتو بند وروسته خوشی شوی، مقدمې پرې ختمې شوي

د پاکستان د بلوچستان صوبې په چمن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] فعال اوېس ابدال پرضد جوړې مقدمې ختمې کړی شوي او نزدې د 20 میاشتو بند وروسته خوشی کړی شوی دی.

د پي ټي اېم د بلوچستان صوبې مشر نور باچا وايي، په 26 نومبر 2020 کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته مقدمه جوړه شوې وه په دغه مقدمه او بيا د اوېس ابدال پرضد بله مقدمه جوړه شوې او هغه پکې نيول شوی وو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، نن د خالي/ شنبې په ورځ [2 جولايۍ] د بلوچستان هايکورټ د اوېس ابدال مقدمې ختمې کړې او هغه خوشی شوی او خپل کور ته تللی دی.

هغه زياته کړه دا وخت په بلوچستان کې د پي ټي اېم يو فعال هم په بند کې پاتې نه شو.

د بلوچستان هايکورټ وکيل برخوردار اڅکزی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وکيلانو د تنظيم غړی دی، د اوېس ابدال وکالت يې کولو، وايي د اوېس ابدال او پي ټي اېم پرضد څلور مقدمې جوړې شوې او د ابدال پرضد د چمن د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمې روانه ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، په چمن کې د پي ټي اېم پرضد څلور مقدمې جوړې شوې وې دغه ټولې مقدمې ختمې شوې.

نوموړي زیاته کړه، په هايکورټ کې دوی [وکيلانو] يو ځل وړاندې هم د مقدمو ختمولو حکم ترلاسه کړی خو عدالت بيا دغه حکم بيرته اخستی او اوس دغه مقدمې بيا ختمې کړی شوې.

اڅکزي وويل، له دې وړاندې هم په بلوچستان کې دوی د پي ټي اېم پرضد نزدې 52 مقدمې ختمې کړي دي، او هغه په دې بنياد نه چې دا مقدمې کمزورې وې، بلکې په دې کې یوه قانوني نکته وه چې د پاکستان د قانون [سي ار پي سي] 196 مادې لاندې که د رياست پرضد د بغاوت، غدارۍ مقدمې جوړول کيږي نو د هغې دپاره د صوبايي یا مرکزي حکومت نه اجازت نامه اخستل ضروري وي، نو په دې مقدمو کې اجازه نه وه اخستل شوې او د بغاوت او غدارۍ د مادو لاندې مقدمې درج شوې وې ځکه دغه مقدمې ختمې کړی شوې.

هغه وویل د پاکستان دغه قانون په ټول ملک کې يو شان دی، نو په نورو صوبو کې هم دغه شان مقدمې ختمېدی شي.

نور باچا وايي دا وخت د پي ټي اېم درې نور کسان په پاکستان کې په زندانونو کې دي چې يو پکې علي وزير [ د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی] د کراچۍ په زندان کې د 16 مياشتو راهسې بندي دی، د هغه نه علاوه فهيم وزیر او حنیف پشتين د بنو په زندان کې بندي دي او دوی تمه لري چې په دغو مقدمو کې هم دوی ته انصاف ترلاسه شي، ځکه چې د نوموړي په وېنا دا د دروغجنې مقدمې دي.

هغه زیاته کړه، د دوي پرضد د دروغو مقدمې جوړیږي ځکه په عدالتونو کې رياست د دغو مقدمودفاع نه شي کولی او بيا عدالتونه دغه مقدمې ختمې کړي.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، د نوموړي په خبره د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، دروغجن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​