شاته

کابل کې د علماوو د لویي غونډې پریکړو ته غبرګونونه

په کابل کې د طالبانو د حکومت له خوا د علماوو درې ورځنۍ رابلل شوې غونډه نن شنبه جولای دویمه (چنګاښ ۱۱) پای ته ورسیده.

د سیاسي چارو یو شمیر کارپوهان وایي چې د طالبانو د حکومت له خوا د علماوو رابلل شوې غونډې تر ډیره د خپل نظام په تحکیم او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دغه کارپوهان وایي چې غونډې د افغانانو د توقعاتو خلاف د اوسنیو ستونزو په هواري چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کیدل او د همه شموله حکومت جوړیدل پکې شامل دي، بحث ونکړ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ سرپرست نصیر احمد فایق امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو د غونډې په پریکړه لیک ناهیلی دی، ځکه دې غونډې نه د افغانانو او نه هم د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب ویلی دی.

فایق وویل:" برعکس دا غونډه یوازې د طالبانو د ډلې د تحیکم او وکمني او د طالبانو له رهبر سره د بیعت تازه کول وو چې ټول تصامیم د طالبانو په ګټو وو ، نه د افغانستان د خلکو."

د سیاسي چارو کارپوه محمد اسحاق اتمر وایي: « فکر کوم چې طالبان په ټوله کې صرف د خپل حاکمیت او غوښتنو لپاره چې دوی نړیوال په رسمیت وپيژني او هغوی ته پیسې ازادي کړي، متمرکز‌ وو او هغه توقع چې افغانانو درلوده او کوم تبلیغ چې دوی ورته کړی و، هغه نتیجه ترلاسه نشوه.»

د سیاسي چارو کارپوه قاضي محمد حسن حقیار وایي که څه هم په دې غونډه کې څه باندې درې زره عالمانو او مخورو د طالبانو له امارت څخه ملاتړ څرګند کړ، خو د هغه په وینا دې غونډې ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند په خپلو څرګندونو کې د ښځو کار، تعلیم ، د همه شموله حکومت د جوړیدو او یو شمیر نورو مسایلو ته اشاره ونکړه.

د سیاسي چارو بل کارپوه رامش سالمي وایي د طالبانو د لویي غونډې لویه مسله د اسلامي نظام پیاوړتیا وه. ښاغلي سالمي وویل: «د ښځو او نجونو د زده کړو او روزنې اړوند موضوعات په دې ناسته کې په اساسي ډول مطرح نشول او د یو ملي قوي نظام په اړه کومه اشاره نده شوې.»

ښاغلي سالمي زیاته کړه، له دې چې په دې غونډه کې یو لړ مسایلو په اړه په څرګند ډول څه ونه ویل شول، د نړیوالې ټولنې پر درځ به ډیر اثر ونکړي.

که څه هم د علماوو د لویي غونډې په پریکړه لیک کې له اسلامي امارت څخه غوښتل شوي چې دیني او عصري تعلیم او متوازن انکشاف ته خاصه توجه وشي خو عام افغانان او نړیواله ټولنه د ښځو او نجونو د حقونو د رعایت، د نجونو د متوسطه او لیسو ښوونځیو د پرانیستل کیدو او د همه شموله حکومت د جوړیدو په برخه کې د عاجلو اقداماتو غوښتنه کوي.

په امریکا کې میشت د سیاسي چارو کارپوه محمد عثمان کامران امریکا غږ ته وویل چې د ملي يووالي او د خلکو د اتحاد په اړه د جرګې پریکړه لیک یو مثبت ګام دی.

خو نوموړی زیاتوي چې په دې غونډه کې یو شمیر مهمو موضوعاتو ته لکه د اساسي قانون، همه شموله حکومت د جوړیدو ، د نجونو د تعلیم ، په نظام کې د احزابو د ګډون، د مسلکي کادرونو د راوستلو په شان مهمو مسایلو ته اشاره نده.

ښاغلی کامران څرګنده کړه چې مهم بحث د اساسي قانون دی ځکه دا باید روښانه شوي چې طالبان څه ډول اساسي قانون تدوین کوي څو د هغه له مخې حکومتولي وکړي.

د سیاسي چارو بل کارپوه او په قطر کې د افغانستان د پخواني حکومت شاژدافیر عظمی الله ورسجي د طالبانو له خوا د عالمانو د لویې غونډې پریکړه لیک ته خوشبین ندی.

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"په کابل کې د طالبانو د غونډې ۱۱ ماده ایز پریکړه لیک، په افغانستان کې بن بنسټ ته د امارت رسیدل ښکاره کوي. دا پریکړه لیک د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو په وړاندې د احتمالي نرم سیاست د غوره کیدو په اړه د نړیوالې ټولنې او د افغانانو د هیله پای وو."

په هالنډ کې د ښځو د حقونو فعاله هدا خموش وایي په دې غونډه کې د ښځو په استازیتوب هیڅوک نه وو او د میرمنو لپاره هیڅ پروګرام چې وکړای شي د هغوی برابر حقوق توضیح کړي خای ندی ورکړل شوی.

میرمن خموش وویل:" د طالبانو پریکړه لیک نه د میرمنو د برابرو حقونو تضمین کوي او نه هم د افغانستان د هوساینې لپاره اقتصادي پروګرام لري. په صراحت سره دا سپکاوي تحریم کوو."

طالبانو په داسې حال کې د دیني عالمانو لویه غونډه راوبلله چې د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان په ګډون د نړۍ د هیواد هیڅ هیواد له خوا په رسمیت پيژندل شوی ندی.

نړۍ له طالبانو څخه د ښځو د حقونو، د نجونو د تعلیم، همه شموله حکومت د جوړیدو، د اقلیتونو د حقونو د تامین په شان یو شمیر عمده غوښتنې لري چې تر اوسه هیڅ مورد د طالبانو له خوا منل شوی ندی.