شاته

ترکي د وي او ای د ترکي ژبې خپرونو ته لاس رسی ځنډولی دی

د امریکايي نشریاتي ادارې وایس اف امریکا او د جرمني نشریاتي ادارې ډویچی وېلی مشرانو د ترکي د دې ګام غندنه کړې چې دوی نشریاتو یې لاس رسی ځڼدولی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ترکي رېډیو اېڼد ټېلې وژن سپریم کاونسل چې ار ټي یو کی هم نومېږي د مطبوعاتو انتظام په لاس کې لري، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د وي او ای او د ډویچلی وېلی د ترکي زپې نشریات او خبري وېب پاڼې بندې کړلې.

د وي او ای رپورټ وايي ار ټي یو کی دا ګام پس له هغې واخیستلو چې وي او ای او ډي ډبلیو د ار ټي یو کی د غوښتنې سره سم د لایسنس یا اجازت نامو ترلاسه کولو دپاره خواستونه و نه کړل.

د حزب اختلاف ریپلېکن پیپلز پارټی د ار ټي یو کی د بورډ غړي الهان تسجي چې غیر ملکي نشریاتي ادارو دپاره د اجازت نامو سخت نقاد دی، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د ټوېټر دلارې وویل چې د وي او ای د ترکې ژبې او د ډي ډبلیو مواد ته رسایي د عدالت په امر ودرول شوي ده.

هغه وویل د انقره یو عدالت دغه فېصله ار ټي یو کی په خواست کړې ده. هغه په ظنزیه انداز کې وویل چې دا د "ستاسو د مطبوعاتو ازادي او ترقیاتيافه جمهوریت دی."

د وي او ای د رپورټ ترمخه د فېبرورۍ په میاشت کې هم د وي او ای او د نورو نشریاتي ادارو نه د یو نوي قانون د لاندې د لایسنس یا د اجازت نامو غوښتنه شوي وه او د مطبوعاتو د ازادۍ فعالانو ګڼل چې دغه ګام د سېنسرشپ برخه کېدلی شي.

خو د ار ټي یو کې نایب مشر ابراهیم اوسلو د سېنسرشپ د خبره ردوي، وايي دغه فېصله د ټېکنیکل اقداماتو برخه ده او سېنسرشپ سره تړون نه لري.

د ترک قانون ترمخه ار ټي یو کی غواړي چې نشریاتي ادارې د ریډیو، ټیلې وژن او د غوښتنې په بنیاد خپل مواد خپرولو دپاره اجازت نامې ترلاسه کړي چې د ډول په انټرنېټ خپرونې دوامداره وساتي.

د دغه قانون په خلاف ورزۍ ارټي یو کې په نشریاتي ادارو جرمانې لګولی شي، خپرونې یې تر دریو میاشتو پورې ځنډولی شي او یایې لایسنس منسوخولی شي.

د ډي دبلیو مشر پیټر لېمبورګ وویل اداره به یې د ترکي د فېصلې په ضد قانوني ګامونه پورته کوي.

د ډي ډبلیو په وېب پاڼه شایع شوي د لېمبورګ په بیان کې وېل شوي چې د ترک مامورینو سره رابطو او خبرو کې دا وضاحت شوی دی چې ډویچې وېلی ولې د لایسنس دپاره خواست نه ورکوي.

لېمبورګ په خپل بیان کې وویل د ترک قانون دلاندې ارټي یوکی د انټرنېټ نه هغه مواد لرې کولی شي چې ترک اداره یې نامناسب وګڼي. هغه زیاته کړه دې یوې ازادې نشریاتي ادارې دپاره دا د منلو وړ خبره نه ده.

د وي او ای موقتی مشری یولېنډا لوپېز اداره یې په کلکه د ار ټي یو کی د فېصلې مخالفت کوي. هغه وویل د ناخوښې نشریانو د مخنیوي دپاره دا د سېنسرشپ یو غیرمستقیم ګام دی.

د جمعې په ورځ په یو بیان کې مېرمن لوپېز وویل د پېچلې ګامونو دلارې د وي او ای مخه نشي نیول کېدی.

د یواېس اېجنسي فار ګلوبل ميډیا چې د وي او ای سرپرسته اداره ده، د دې موقتي مشرې کېلو چاو هم د ار ټي یو کې د اقدام مخالفت وکړو او په خپل یو بیان کې وویل ترک ادارې د انټرنېټ سېنسرشپ لاره غوره کړې ده خو د ترکي ولس د دنیا په اړه د حقایقو په بنیاد معلومات ته د رسای ضرورت لري.

د ترکي د فېصلې په اړه د جرمني حکومت د جمعې په ورځ د افسوس څرګندونه وکړه. ډي ډبلیو د حکومت د ترجمان له قوله وویل په ترکي کې د مطبوعاتو او د رای د ازادۍ په اړه د جرمني تشویش په ځای دی.

د دنیا په مخلتفو ملکونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه فهرست چې ورلډ پرېس فریډم انډېکس ترمخه د 180 هېوادونو په نوملړ کې ترکي په 149 درجه ولاړ دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کارکوونکي اداره ريپورټرز ود اوټ بارډرز هرکال ورلډ پرېس فریډم انډېکس تیاوري، وايي په ترکي کې د مطبوعاتو په اړه امتیازي رویه عامه خبره ده او ار ټي یوکی تنقیدي ټي وي چېنلونه د درنو جرمانو دلارې په اقتصادي توګه کمزوري کوي.

په نیویارک کې مېشته د مطبوعاتو نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ د جمعې په ورځ په ترکي غږ وکړو چې د وي او ای او ډي ډبلیو په اړه خبره فېصله بېرته واخلي.