شاته

د بشري حقونو شورا نن دا فغان ښځو او نجونو په اړه بېړنۍ غونډه رابللې ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن (جمعه) د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په باب د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده.

په جینیوا کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري حکومت په دایمي استازولۍ کې د بشري حقونو د څانګې مسوول محب الله تایب په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "

دا غونډه به د اروپايي اتحادیې په نوښت او د افغانستان د دایمي استازولۍ په شمول د یو شمېر هېوادونو په ملاتړ جوړه شي

او په پای کې به یې یو پرېکړه لیک هم خپور شي چې په افغانستان کې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سرغړونو اړوند موضوعات وغندي او په دې اړه چې د دې ډول سرغړونو مخه څنګه ونیول شي او تکرار یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونکو ته څه عواقب لري؛ دا به په دې پرېکړه لیک کې شامل موضوعات وي."

فرانسې او اروپايي اتحادیې کابو لس ورځې پخوا ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت سخته خرابېدا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا فوري پاملرنې ته اړتیا لري.

افغانستان کې يو شمېر اعتراض کوونکې ښځې
افغانستان کې يو شمېر اعتراض کوونکې ښځې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل.

دې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ویلي و چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.