شاته

د کونډو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کونډې ښځې په کوم وضعیت کې دي؟

د جون درویشتمه، د کونډو ښځو نړیواله ورځ!

دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي، چې پر دغه هېواد د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د نورو وګړو تر څنګ د افغان کونډو مېرمنو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی.

د ژوند د سختو کړاوونو کیسه کوي.

سونیا وایي، دوه کاله وړاندې خاوند یې پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته وفات شوی دی.

دا مېرمن چې مخکې کابل ښار کې په یو ښوونځي کې د نجونو په یو منځني ښوونځي کې ښوونکې وه وایي، د خاوند له مړ کېدو وروسته یې په کورنۍ کې هېڅ بل نارینه نه شته او د کورنۍ سرپرستي دې ته ورتر غاړې ده.

سونیا وایي، لوڼې یې وړې دي او د کار اوبار بل څوک نه لري، مخکې یوازې دې دنده درلودله چې کولای یې شول خپلو ماشومانو او کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي خو په خبره یې د طالبانو پر واکمنېدو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند او دې هم بې دندې شوې ده.

هغه زیاتوي: "له جدي ستونزو سره مخ یو، اوس د خلکو په کورونو کې کار کوم بیا په ورځ کې ۴۰ یا ۵۰افغانۍ راته راکوي، کله کله کوم کور وایفای راکوي هغه هم د دې لپاره زه هڅه کوم د انټرنېټ له لارې که کوم چېرې کار پیدا کړم یا هم کوم چا نه مرسته وغواړم، چې اولادو ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، ما له تېرې درېیو ورځو راهیسې یوازې اته وچې ډوډې خپلو ماشومانو ته پیدا کړل شوې، نور یې اړتیاوې یې نه شم پوره کولي ان یوه جوړې جامې ورته نه شم اخیستلی."

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. د طالبانو د دوهم ځلي واکمنېدو سره له شپږم پورته ښوونځي تړل شوي دي.
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. د طالبانو د دوهم ځلي واکمنېدو سره له شپږم پورته ښوونځي تړل شوي دي.

سونیا شاوخوا ۱۵ کاله د معلمۍ، سرمعلمۍ او مدیریت تجربه لري، نوموړې وایي خپل لوړې زده کړې یې په پاکستان او کابل پوهنتون کې کړي خو اوس سخت روزګار د خلکو په کورونو کې جامې مینځولو ته اړه کړې _ هغه کار چې په خبره په اونۍ کې هم په اسانه نه مومندل کېږي.

د کندهار ولایت اوسېدونکې مظلیفه بله افغان کونډه مېرمن ده چې د خپل اته کسیزه کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده.

دا مېرمن وایي، مېړه او یو ځوان زوی یې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله وفات شوي دي چې اوس په کور کې هېڅ ځوان یا مشر نارینه نه لري.

مظلیفه وایي، سره له دې چې په ژوند کې له ګڼو نورو کورنیو ستونزه سره مخ ده خو د خپلو ماشومانو د روزنې او سرپرستۍ مسوولیت یې له فشارونو سره مخ کړې ده.

هغه وايي: "د ژوند حالات خو بیخي سخت دي راباندې، افغانستان خو ټول په غم لړلی دی، زه کونډه یم او اته یتیمان ۴ نجونې ۴ هلکان مې دي، هغه هم کوچني کوچني دي، زه خیاطي کوم چې په همدې خیاطۍ دوی ساتم."

دا افغان کونډې مېرمنې په داسې وخت کې د خپل ژوند د سختیو خبره او د راتلونکي په اړه اندېښنه ښیي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو سره له تېرو لسو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې ډېری هغه مېرمنې هم بې کاره شوي چې تعلیم یې کړی او مخکې یې په بېلابېلو برخو کې دندې او فعالیتونه درلودل او کولای یې شول د خپلو کورنیو اقتصادې اړتیاوې پوره کړي.

د جون میلادې میاشتې ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له لوري د کونډو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې او هر کال دا ورځ له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف نمانځل کېږي.

بلخوا د افغان ښځو د حقونو ځینې فعاله او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې صایمه خوږیاڼۍ وايي، د افغانستان د تاریځ په بېلابېلو پړاونو کې تر بل هر چا زیاته قرباني ښځو ورکړې او د جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو درانده زیانونه هم تل د دوی پر اوږو بار وي.

خوږیاڼۍ وویل: "نړیواله ټولنه مرستې کوي خو هغه لنډ مهاله وي، ښه خبره دا ده چې زموږ هغه خویندې چې باسواده دي بېرون دې ورته د کار زمینه برابره کړي او هغه خویندې چې بې سواده دي په کور دننه او یا بهر د کسب او کار داسې زمینه دې ورته برابرې کړي چې هغوی یې په دوام په خپلو پښو ودرېږي او خپله نفقه برابره کړي."

هڅه مو وکړه د دغو ښځو د اندېښنو، غوښتنو او ستونزو د حل په اړه د طالبانو د حکومت د پلانونو او دا چې دا مهال په ټول افغانستان کې په رسمي توګه له دوی سره څومره کونډې ثبت دي، معلومات له طالب چارواکو هم معلومات تر لاسه کړو، خو ویاندویانو یې له ژمنو سره سره بیا هم موږ سره په دې اړه د راپور تر خپرېدو دا معلومات شریک نه کړل.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د تېر جمهوري حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې له دوی سره درې نیم لکه کونډې او یتیم ماشومان ثبت وو، چې د ډېری ښځو مېړونه د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو، په ښارونو او ولایتونو کې د حملو او بریدونو او دغه شان سړک غاړې ماین چاودنو په پایله کې او په کمه اندازه یې بیا د مناسبو روغتیایي خدماتو د نشتون کونډې وژل شوي او مړه شوي وه.

د وروستیو کورنیو او بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې له نیمایي زیاتې دغه کونډې مېرمنې د خپل یو وخت اضافه خوړو ته لاسرسی نه لري.

ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې
ارشیف: کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې

افغان ښځې چې په کې کونډې ښځې هم شاملې دي تر هغه وروسته لا وځپل شوې چې د تېر جمهوري حکومت په بېلابېلو ادارو کې یې په مختلفو بستونو کې او یا هم خصوصي سکټور کې ځان ته دومره کار او بار برابر کړی و، چې تر یو بریده یې کولای شول د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پرې پوره کړي.

خو له کله چې طالبان پر دغه هېواد بیاځلي واکمن شوي، دندې لرونکې ښځې هم بې کاره او پر کورونو کېنول شوې او دوی وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله دوی د شخصي کار اوبار زمینه هم ځانونو ته نه شي برابرولی.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت په ولایتونو کې کونډو ښځو ته د چرګانو فارمونه، شنې خونې او بېلابېلې نورو فعالیتونو برابرول خو د طالبانو د حکومت له لوري تر دې دمه د دغه ډول پروژو په اړه څه نه دي ویل شوي.