شاته

ملي جمهوري غورځنګ وایي د ادریس خټک راخوشې کولو لپاره به په هر فورم مبارزه کوي

د ملي جمهوري غورځنګ دمرکزي کمېټۍ يو غړي تيره ورځ د بشري حقونو دمبارز ادريس خټک سره په اډياله زندان کې لیدنه او ويلي چې ملي جمهوري غورځنګ به د ادريس خټک د جېل څخه راخلاصولو لپاره په سياسي، قانوني او نورو فورمونو اواز پورته کوي۔

د ادریس خټک کورنۍ او وکيلان وايي چې د کال 2019م د نومبر په 13مه نېټه هغه په صوابۍ انټر چينج نامعلومه کسانو تښتولی ؤ او بيا شاوخوا اووه مياشتې وروسته يې درک ولګېدو چې پوځي استخباراتي ادارې اوچت کړی دی۔

دادریس خټک د کورنۍ د غړو په وېنا نوموړي ته د قامي رازونو رسوا کولو په تور پوځي عدالت د 14 کالو د بند سزا اورولې ده۔

د دغې ملاقات په هکله دملي جمهوري غورځنګ ګوند د مرکزي کمېټۍ د خزانې سېکتر خوشحال خان وي او ای ډيوه ته وايي دنوموړي سره د ملاقات کولو مقصد د هغه خیر خبر اخستل او د قضیې پرمختګ په اړه مالومات کول وؤ او په دې هم بحث کول وؤ چې په کوم ډول ياد ګوند د هغه د خلاصولو لپاره مؤثر اواز پورته کولې شي۔

هغه زياته کړه "د ګوند چېرمېن محسن داوړ مخکې هم په دې اسمبلۍ کې خبره کړې او اوس به يې هم کوي، د نورو پارټو مشرانو سره چې کله مونږ ملاقات کوؤ نو د نورو مسلو ترڅنګ په دې ( د ادريس خټک په کېس) هم مونږ خبره کوؤ او د بشري حقونو تنظيمونو سره چې کله هم ناسته کېږي نو په قبايلي سيمو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه چې خبرې کېږي نو دا مسله پکې هم را اوچتوو"

دخیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د صوابۍ انټرچینج سره نزدې نامعلومه تنانو تښتولی و۔

د پېښې وروسته په پېښور هايي کورټ کې د مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د هغه د خوشې کولو غوښتنې زور نیولو له کبله د دفاع وزارت عدالت ته وويل چې ادریس خټک د پوځ په ولکه کې دی۔

د ادريس خټک پرضد دجوړې کړل شوې مقدمې په هکله د پېښور هايي کورټ وکیل طارق افغان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وايي" په يوه مقدمه کې د ادريس خټک مونږکېس وچلوؤ خو په دغه قضيه کې دده خلاف کوم داسې څه ثبوت نه ؤ چې مونږه وګڼو چې په ده باندې دغه جرم ثابتېدلی شي، او بل که دغه جرم په ده ثابت کېږي هم نو په هغې کې زيات نه زيات درې کاله قېد دی او ده ته اوس د غې نه سېوا قيد اورولی شوی دی"

نوموړي زياته کړه پوځي عدالت چې ادريس خټک ته کومه سزا اورولې د هغې خلاف دوي د پاکستان د پوځ سر لښکر ته خواست کړی خو لا تر دې دمه څه فېصله مخې ته نه ده راغلې۔

طارق افغان دا هم وويل اوس چې د ادريس خټک خلاف د فيلډ کورټ مارشل جنرل فېصله راغلې نو د هغې خلاف ارمي چيف ته اپيل کېږي هغه دوئ کړی دی۔

هغه وايي چې د ادريس خټک خلاف کومه فېصله شوې نو د هغې نقل هم ده ته نه دی ورکړل شوی او د هغې پرته دفېصلې خلاف ارمي چيف ته اپيل شوی دی۔

د ادريس خټک وکيلان وايي چې د هغه په ضد د پوځي قانون او حکومتي رازونو د مالوماتو د قانون 1923 لاندې مقدمه جوړه کړی شوې ده۔

په یاده مقدمه کې تور لګول شوی چې ادريس خټک د برتانيي د استخباراتي ادارې يو تن مايکل سېمپل ته د پاکستان د سلامتۍ خلاف حساس مالومات ورکړي دي۔

تېر کال د دسمبر په مياشت کې پوځي عدالت نوموړي ته په دغه قضيه کې د 14 کالو د قيد سزا اورولې وه۔