شاته

د طالبانو په واکمنېدو سره ولې ډېر محدودیتونه پر ښځو او خبريالانو لګېږي؟

پر ښځو او ژورنالیستانو د طالبانو د حکومت د فشارونو په دوام کې تېره اوونۍ د تلوېزیونونو ښځینه ویندویانو ته وویل شول، چې له لوڅ مخ سره په تلوېزیونونو کې ښکاره نه شي.

د ځینو کسانو په وینا د تېر کال د اګست له میاشتې، چې طالبان واک ته رسېدلي، د دوی تر ټولو زیات پام د ښځو محدودیت ته دی.

د ښځو چارو وزارت یې منحل کړ، او د دغه وزارت ځای یې د امربالمعروف وزارت ته ورکړ چې د ځینو ښځینه فعالانو په باور د طالبانو په حکومت کې تر ټولو فعال وزارت دی خو ټول پام یې د ښځو محدودیت ته دی.

له هماغه مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي، په دولتي ادارو البته اکثرو دولتي ادارو کې یې ښځې له کار کولو منع کړي، بې محرمه په سفر یې بندیز لګولی او دې ته ورته نور اقدامات لکه لایسنس او موټر چلول.

په دې خپرونه کې له درنو مېلمنو سره د دې موضوع تر څنګ په مجموع کې له رسنیو سره د طالبانو د چلند په اړه بحث شوى.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په وینا د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته په افغانستان کې ۱۵۳ خبري رسنیو فعالیت درولی دی.

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې دارنګه وايي، تېرو اتو میاشتو کې شاوخوا ۸۰ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي نيول شوي او د دوى په وينا ربړول شوي دي.

د دې خپرونې مېلمانه دي:

- د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ

- د سفما یا د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې ريیس ضیا بومیا

- د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویندوی عاکف مهاجر او همداراز خبرياله شکریه نیازۍ

د دې بحث د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:

تر شنه اسمان لاندې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:50:21 0:00
مستقیم لېنک