شاته

د امریکې خارجه وزارت وايي افغانستان په اړه کتنه یې سر ته رسېدلې ده

د امریکې خارجه وزارت ویلي افغانستان نه د امریکې د انخلا په اړه څېړنه یې سر ته رسېدلې ده او دې د موندنو بیا کتنې وروسته به یې نتېجې څرګندی کړی شي.

د امریکې د خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس نه د جمعې په ورځ د معمول په خبري غونډه کې پوښتنه وشوه سټېټ ډپارټمنټ افغانستان نه د امریکې د انخلا په د تحقیقاتو امر کړی و او دا فکر کېږي دغه پلټنې د مارچ او یا د اپرېل په میاشت کې سر ته رسېدلي دي.

د دغې خبري غونډ تفصیل سټېټ ډپارټمنټ د نورو مطبوعاتو ترڅنګ د وي او ای سره شریک کړی چې ترمخه یې د نېډ پرایس نه وپوښتل شوو چې سټېټ ډپارټمنټ به افغانستان نه د د امریکې د ستنېدو په اړه خپلې کتنې او د دې نه یې کړې زدکړې به کله څرګندوي؟ نو ترجمان وویل د تحقیقاتو موندنو ته بیان کتنه کېږي او په خپل وخت به یې نتېجې څرګندې کړی شي.

نېډ پرایس وویل د سټېټ ډپارټمنټ په پلټنو کې افغانستان نه د امریکې د انخلا نه د دوو کلونو مخکې وخت ته کتنه شوې ده.

نېډ پرایس د افغانستان په اړه د سټېټ ډپارټمنټ د څېړنې په اړه خبرې په داسې حال کې کړي دي چې په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څار حکومتي ادارې سيګار د شورو، چهارشنبې، په ورځ هم د افغانستان په اړه دخپلې څېړنې موندنې څرګندې کړې.

سيګار په خپل رپورټ کې وویل د افغانستان د امنیتي ځواکونو د نسکورېدو تر ټولو لوی علت د امریکې دا بېړنۍ فېصله ده چې افغانستان ووځي.

سيګار وویل د افغان امنیتي ځواکونو د ختمیدو یوازنی لوی علت طالبانو سره د امریکې د امن معاهدې دلاندې افغانستان نه د امریکايي پوځي ځواکونو او د قراردادیانو (ټېکېدارانو) راویستل دي.

سيګار وویل د دې نه بس بیا د صدر جوبایډن دا فېصله وه چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ د اپرېل په میاشت کې د افغانستان نه را وېستل شي.

د سيګار خپله څېړنه کې د افغان ځواکونه د ړنګېدو څه رنګوالي ته کتنه کړې چې په دې موضوع د امریکې د حکومت لومړی رپورټ ګڼل کېږي.