شاته

روس وايي د اوکراین ماریوپل ښار یې ونیولو

روس دعوه کړې چې د اوکراین د جنوبي ساحلي ښار ماریوپول د اوسپنې په کارخانه کې د اوکراین باقې پاتې عسکر هم روسي ځواکونو ته تسلیم شوي دي او ښار روسي ځواکونو نیولی دی.

د روس صدر ولادیمیر پوتین ته د دفاع وزیر سرګی شوېګو وویل چې د اوسپنې کارخانه او ماریوپل "ازاد" کړی شوي دي. دغه خبره د روس د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وکړه.

اوکراین دا تصدیق لا نه دی کړی چې روس ماریوپل په مکمله توګه نیولی دی.

په اوکراین د روس د یرغل راهسې روسي ځواکونو ماریوپل محاصره کړی و او بمباري یې پې کوله.

خبري ادارې وايي د ماریوپل ښار زیاتره برخه وېجاړه شوي ده او ممکنه ده چې په ښار کې د 20000 نه زیات ملکي کسان وژل شوي وي.

د اوکراین ځواکونو په ماریوپل کې د اوسپنې په یوه کارخانه کې سنګرونه نیولي وو د روسي ځواکونو سره جنګېدل خو د دې هفتې په شروع کې اوکرایني مامورینو خپلو عسکرو ته د پشا کېدو امر وکړو چې دا ډول یې ژوندونه وژغورل شي.

د روس د دفاع وزارت ویلي د ماریوپل د اوسپنې په کارخانه کې تر 2000 پورې اوکرایني عسکر تسلیم شوي دي.

د جمعې په ورځ روسي ځواکونوپه دونېڅک او لوهانسک سیمو درنه بمباري وکړه او د اوکراین پوځ چارواکو او عام شهریانو ویلي په روسي بمبارۍ کې ګڼ شمېر ملکي کسان وژل شوي او په رهایشي علاقو کې کورونه تباه شوي دي.

د اوکراین صدر ولادومایر زیلینسکي وویل د روسي یرغل دلاسه د دونباس سیمه چې دونېڅک او لوهانسک پکې موقعیت لري، په مکمله توګه تباه شوي ده. روس د دفاع وزیر د جمعې په ورځ وویل د "ولسي جموریت لوهانسک ازادي" نژدې ده

د امریکې د دفاع وزارت، پېنټګان، ترجمان جان کربي وویل په دونباس سیمه کې د روس پرمختګ هغه شان نه دی څنګه چې یې روس غواړي. هغه وویل په سیمه کې کلي او بانډې هره ورځ د روس او اوکراین لاسونو ته ورځي او راځي.

روس د اوکراین د ماریوپل ښار د نیولو دعوه په داسې حال کې کړې چې هم د جمعې په ورځ د نړۍ اووه صنعتي ملکونو کېنېډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانيي او امریکې، د جي سېون نومې تنظیم اوکراین سره د 19.6 بېلین ډالرو امداد اعلان وکړو.

د امریکې کانګرس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اوکراین سره د 40 بېلین ډالرو د امداد قانوني مسوده منظوره کړه چې اوس به یې صدر جوبایډن دستخط او په قانون کې بدل کړي. د اوکراین صدر د مالي امداد هرکلی وکړو او ویې وېل دا د "مشترقې ازادۍ د دفاع" څرګندونه کوي.

بلخوا، د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ویلي د صدر بایډن حکومت به اوکراین ته د 100 مېلین ډالرو مالیت پوځي امداد ورکوي او د پېنټګان ترجمان ویلي دغه امداد کې پوځي سازاو سامان شامل دی.

په عین حال کې روس ویلي چې فېنلېڼد ته به د خالي، شنبې، په ورځ د قدرتي ګېس رسد وتړي.

روس دغه اعلان پس له هغې کړی چې په اوکراین د روس د یرغل وروسته فېنلېنډ او سوېډن د خپل تحفظ دپاره د مغربي ملکونو په پوځي اتحاد نېټو کې د شاملېدو خواستونه کړي دي.

روس په خپلو مغربي سرحدونو د ځواکونه د قوي کولو خبره کړې او ویلی يې دي چې په نېټو کې د سوېډن او فېڼلېنډ د شاملېدو ګامونه د زیاتېدوونکو پوځي ګواښونو برخه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي