شاته

ټرمپ د نیویارک ایالت لویې څارنوالۍ ته ۱۱۰زره ډالره جریمه ورکړه

د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي د نیو یارک ایالت د چارواکو د هغو تحقیقاتو د مخنیوي لپاره چې په ۲۰۱۹ کال کې د ده د مالیې په هکله پیل شوي و، ۱۱۰ زره امریکایي ډالر جریمه ورکړې.

د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لتیشا جیمز د ټرمپ سازمان او د ښاغلي ټرمپ د کورنۍ په هکله تحقیقات کوي او پدې تورن دي چې د مالیې ورکولو څخه یې ځانونه بچ کړي.

د نیویارک ایالت سترې محکمې د همدې روان ۲۰۲۲ کال د اپریل د میاشتې په ۲۵مې امر وکړ چې ټرمپ باید هره ورځ ۱۰ زره امریکایي ډالر جریمه تر هغه وخته ورکړي تر څو یې چې د لویې څارنوالې د تحقیقاتو لپاره د خپل حساب او مالیې اړوند اسناد نه وي ورکړي.

د میرمن لتیشا دفتر جمعه مې ۲۰ (غوایي۲۹) ویلي چې ښاغلي ټرمپ د لویې څارنوالې دفتر ته ۱۱۰ زره امریکایي ډالر د مې د میاشتې په ۱۹مې ورکړي.

د نیویارک ایالت لویه څارنواله د فبروري د میاشتې په ۱۷مې پدې وتوانیده چې د دې ایالت قانع کړي چې پخپله پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، لور یې ایوانکا ټرمپ او یو زوی یې ډانلډ ټرمپ جونیر پداسې حال کې په مالیې کې د ټګۍ برګۍ کولو په تحقیقاتو کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي چې د ریښتیا ویلو لپاره یې قسم خوړلی وي.

خو ښاغلی ټرمپ بیا په میرمن لتیشا تور لګوي چې دا کار د سیاسي ملحوظاتو په خاطر کوي او د محکمې د حکم په خلاف یې د ایستناف غوښتنه وکړله.

د لویې څارنوالې دفتر ښاغلي ټرمپ ته د جمعې ورځ وروستی مهلت ورکړی چې د ټرمپ سازمان د مالیې او محاسبې د اسنادو په هکله پوښتنو ته ځوابونه دې وسپاري.

یوې سرچینې ویلي چې دا اسناد د پنجشنبې په ورځ د یوې دریم ګړې ادارې لخوا ترتیب او ټول شوي خو معلومه نده چې آیا د لویې څارنوالې دفتر ته به سپارل شوي وي که نه.

د نیویارک لویه څارنواله په تحقیقاتو کې غواړي معلومه کړي چې آیا د ټرمپ سازمان د بانکي او مالیاتي ګټو تر لاسه کولو لپاره په غیرې قانوني توګه د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله غلط راپور ورکړی که نه.

میرمن جیمز دا تحقیاقت په ۲۰۱۹ کال کې پدې شک پیل کړل چې د ټرمپ سازمان د بانکونو څخه د پور اخیستو لپاره د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله مبالغه کړې خو وروسته یې بیا د لږې مالیې ورکولو په خاطر د خپلې شتمنۍ ارزښت کم ښودلی.

د میرمن جیمز دفتر د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ زوی اریک ټرمپ څخه پوښتنې وکړې. اریک د ټرمپ د سازمان اجرائیوي مرستیال دی.