شاته

تیر کال په نړۍ کې نږدې ۶۰ ملیونه کسان بې ځایه شوي و- راپور

څو خیریه مؤسسې چې په نړۍ کې د بې ځایه شویو کسانو وضعیت څاري، پنجشنبه مې ۱۹ (غوایي۲۹) په تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې جګړو او طبیعي پیښو لسګونه ملیونه کسان دې ته اړ کړي و چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

په راپور کې په دومره ډیر شمیر د خلکو بې ځایه کیدل بې ساري بلل شوی.

د داخلي بې ځایه شویو د څار مرکز او د ناروې د کډوالو شورا په ګډ راپور کې ویلي چې تیر کال په ټولې نړۍ کې شاوخوا ۵۹.۱ ملیون کسان بې ځایه شوي و.

پدې راپور کې ویل شوي په افغانستان کې چې د وړاندې نه د وچکالۍ سره مخ و، سلګونه زره کسان د طالبانو د راتګ څخه وروسته اړ شوې چې خپلې مېنې پریږدي.

د دې تر څنګ د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) هم تیره میاشت ویلي و چې په افغانستان کې د بې ځایه شویو خلکو شمیر ډیر شوی. دې ادار پخپل راپور کې ویلي و چې همدا اوس په افغانستان کې ۸.۵ ملیونه وګړي بې ځایه شوي.

پدې راپور کې ویل شوي چې په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله ملیونونه کسان بې ځایه شوي او همدا وجه ده چې سږ کال د بې ځایه شویو کسانو شمیر دومره لوړ شي. په ګاونډي هیواد اوکراین د روسیې د یرغل راپدیخوا پدې هیواد کې دننه څه باندې ۸ ملیونه کسان دننه پدې هیواد کې بې ځایه شوي او ۶ ملیونه نور یې بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي.

د داخلي بې ځایه شویو د څار د مرکز مشرې الکساندرا بیلاک خبریالانو ته وویل چې ۲۰۲۲ کال "سپیره ښکاري" او زیاته یې کړه چې په بې سارې توګه د خلکو بې ځایه کیدل په نړۍ کې د سولې د هڅو په برخې کې یوه غمیزه ده.

د دې راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو ډیر خلک د افریقا د دښتې په جنوبي هیوادونو کې بې ځایه شوي و او یوازې د ایتوپیا د ټیګري په سیمه کې د جګړو له کبله پنځه ملیونه وګړي بې ځای شوي و چې په یو کال کې د نړۍ په هیڅ یو هیواد کې دومره کسان نه و بې ځایه شوي.

په برما کې هم چې تیر کال د فبروري په میاشت کې پکې نظامي کودتا وشوه، دومره ډیر کسان بې ځایه شول چې شمیر یې د هغه هیواد په تاریخ کې ساری نلري.