شاته

بایډن: ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوو

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) ناټو سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د ترلاسه کیدو بشپړ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د روسیې د تهدید په وړاندې به ددغو هیوادونو ترڅنګ ودریږي.

جوبایډن څو ساعته وروسته له هغه چې سویډن او فنلنډ ناټو ته د غړیتوب وړاندیزونه وړاندې کړل، وویل چې له دې پریکړې هرکلی کوي او د ناټو له نورو غړو او د امریکا له کانګرس سره به کار وکړي چې دې بهیر ته چټکتیا ورکړي.

ټاکل شویده بایډن د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د فنلنډ له جمهور رئیس مي با سایولي نینیستو او د سویډن له صدراعظمې ماګدلینا ناندریرسن سره وګوري.

په ورته وخت کې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن نن چهار شنبې په واشنګټن کې له خپل سویډني سیال پیاتر هولتکویست سره ولیدل.

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر وویل چې په ناټو کې د سویډن همکارۍ ته سترګې په لار دی.

ښاغلي هولتکویست وویل:" هغه وخت رارسیدلی چې د روسیې د ښکاره تیریو په وړاندې د اروپا او شمالي ‌امریکا د دیموکراسۍ لپاره د یو بل تر څنګ ودریږو."

یو دفاعي امریکایي چارواکي وویل، آسټن په ښکاره ویلي دي چې امریکا د سویډن له اردو سره ارامه ده او خوښ دی د هغه هیواد د امنیت او وړتیاوو په اړه چې نوموړي هیواد ممکن ضرورت ورته ولري، بحث وکړي.

روسیې د سویډن او فنلنډ له دغه اقدام سره مخالفت کړی او هغه یې "تیروتنه" بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې غرب باید داسې فکر ونکړي چې ګواکې مسکو به سویډن او فنلنډ ته د ناټو غځیدل په سادګۍ تحمل کړي.

روسیې پر اوکراین له نظامي برید مخکې له امریکا او ناټو غوښتي وو چې اوکراین ته په ناټو کې غړیتوب ورنکړي او د روسیې په ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پوځیان ډیر نکړي.

د روسیې تر څنګ ترکیې هم له ناټو سره د فنلنډ او سویډن له یوځای کیدو سره مخالفت کړی دی. دا هیواد د ناټو د غړي هیواد په توګه د ویتو حق هم لري.

د ناټو د غړو هیوادونو استازي د چهار شنبې په ورځ د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په اړه د خبرو د پیل په اړه هوکړې ته ورسیږي.

ترکیې یاد هیوادونه په ځانګړي ډول سویډن د کردستان د کارګر ګوند غړو ته د پناه په ورکولو تورن کړی دی، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې ترهګره ډله بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن نن چهار شنبې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره د ناټو د غړو هیوادونو او شریکانو په توګه د همکاریو د ګړندیتوب په اړه خبري وکړې.

خو د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت سلاکار جک سلوان ویلي دي چې د بایډن حکومت ډاډمن دی د ترکیې اندیښنو ته به رسیدګي وشي او سویډن او فنلنډ به له ناټو سره یوځای شي.

د فنلنډ اردو د څه باندې ۷۵ کلونو راهیسې غیر منسلک وو او دا اقدام د هغه هیواد په نظامي سیاست کې بې ساری بدلون ښکاره کوي.

سویډن چې هم د څه باندې ۲۰۰ کلونو راهیسې خپلواک اردو لري ،پریکړه کړې چې د ناټو غړی هیواد شي.