شاته

اوکراین کې جنګي جرایم؛ یو روسي سرتیري د یو ملکي اوکرایني په وژلو اعتراف وکړ

یو روسي سرتیري د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) اعتراف وکړ چې یو ملکي اوکراینی یې په ډزو وژلی دی.

دا لومړی جنګي مورد دی چې کیف یې پر هغه هیواد د روسیې له نظامي برید وروسته علني کوي.

روسي خوردضابط وادیم شیشیمارین چې یو ۶۲ کلن بودا اوکراینی وژلی د عمري قید له سزا سره مخ دی.

دې روسي پوځي په کیف کې په یوې لنډه ویډیو کې محکمې ته ویلي دي، پر اوکراین د روسیې له برید څو ورځو وروسته کله چې له یوه کلي څخه وتل، یو بوډا یې ولید چې پر بایسکل سپور وو او په ټلفون یې خبري‌ کولې او کله چې ورته د یاد کس د وژلو امر وشو هغه یې په سر وویشت.

شیشیمارین ونه ویل چې د ډزو امر چا ورته کړی وو خو زیاته یې کړه ویره یې درلوده چې دا کس به اوکرایني ځواکونو ته د هغوی د موقعیت په اړه خبر ورکړي.

د اوکراین لوی څارنوال آریانا وینیدیکتورا له دې وړاندې ویلي وو چې دفتر یې د ۴۱ روسي پوځيانو د جنګي جرایمو قضیې چمتو کوي چې د ملکي بنسټونو په بم ایښودنو، د ملکي کسانو په وژلو، جنسي تیریو او غلاوو کې لاس لري.

تر اوسه معلومه نده چې څومره روسي پوځيان د اوکراین سره په بند کې دي او څومره به یې په غیاب کې محاکمه کیږي.

د اوکراین لویي څارنوالۍ ویلي دا خوردضابط د هغو روسي سرتیري په ډله کې وو چې د فبروي په ۲۸ نیټه د کیف په ۳۲۰ کیلومتري کې د چوپاخیفکا په یوه کلي کې د اوکرایني ځواکونو تر رسیدو وروسته د تیښتې په حال کې وو.

د اوکراین د لوی څارنوالۍ دفتر ویلي دي چې د جنګي جرایمو په څه باندې لس زره و ۷۰۰ احتمالي قضایاوو تحقیق کوي چې پکې د روسي پوځیانو او دولتي مقاماتو په ګډون څه باندې ۶۰۰ شکمن کسان دخیل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرایمو نړیوالې محکمې تیره ورځ اوکراین ته د یو ستر تحقیقاتي ټیم د استولو خبر ورکړ داسې یو ټیم چې ددې محکمې په تاریخ کې ساری نلري.

یادې محکمې ویلي دي چې په دې ۴۲ کسیز ټیم کې د عدلي طب متخصصین، حمایوي کارکوونکي، څیړونکي شامل دي چې له اوکرایني چارواکو سره به کار وکړي.

خو کرملن وایي‌ چې په دې وژنو کې لاس نلري او شواهد او مدارک یې جعلي او ساخته ګي بللي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روسیې د نظامي برید د پیل راهیسې په اوکراین کې ۲۷۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.