شاته

امریکا په کیف کې خپل سفارت بیرته پرانیست

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ مې ۱۸ (غوایي ۲۸) وویل چې د اوکراین په پلازمینه کیف کې یې خپل سفارت له درې میاشتو ځنډ وروسته بیرته پرانیست.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یوې بیاینه کې ویلي:"د اوکراین خلکو زموږ د امنیتي مرستو په کمک وکړای شول د روسیې د بیځایه یرغل په وړاندې د خپلې خاورې دفاع وکړي او زموږ بیرغ یو ځل بیا پر سفارت ورپیږي."

بلینکن زیاته کړه، د اوکراین د حکومت او خلکو ملاتړ ته به دوام ورکړي ځکه هغوی د کرملن د وحشي جګړې په وړاندې د خپل هیواد دفاع کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د فبروري په ۱۴ نیټه په کیف کې خپل سفارت وتاړه خو امریکایي دیپلوماتانو غرب طرف له پراته ښار لفیف څخه خدمات وړاندې کول او د شپې له خوا به د امنیتي‌ اندیښنو له امله ګاونډي هیواد پولنډ ته تلل.

په کیف کې د امریکا سفارت څو اوونۍ وروسته له هغه پرانیستل کیږي چې اوکرایني ځواکونو ددغه هیواد د شمالي برخو او د پلازمینې کیف د نیولو لپاره د روسي ځواکونو مخه ونیوله. په اوکراین کې جګړه اوس د هغه هیواد په ختیځو او جنوبي برخو کې متمرکزه ده.

بلخوا د امریکا سنا مجلس د چهار شنبې په ماښام ناوخته، میرمن برجیټ برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه.

وروسته له هغه چې پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخوانۍ سفیره ماري یووانوویچ له خپلې دندې ګوښه کړه، امریکا د ۲۰۱۹ کال راهیسې په اوکراین کې داسې یوه استازې یا استازی نه درلود چې د سنا له خوا تائید شوی وي.

د امریکا د سنا مجلس د اړیکو د کمیتې دیموکرات مشر باب مننډز پر یو ټویټ ولیکل چې ویاړي چې د سنا په یوې بیړنۍ غونډه کې یې میرمن برنک په اوکراین کې د امریکا د نوې سفیرې په توګه تائید کړه.

میرمن برنک څو اوونۍ وړاندې د جمهور رئیس جوبایډڼ له خوا معرفي شوې وه.