شاته

د تاجیکستان پوځ په بدخشان کې د "تروریزم ضد " عملیات پیل کړي

د تاجیکستان ځواکونو له افغانستان سره په سرحد کې په خپل نارامه ولایت بدخشان کې د "ترهګرۍ ضد " عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات په دغه ولایت کې له څو ورځنیو مظاهرو وروسته پیل شوي دي. مظاهره کوونکي وايي چې د بدخشان والي او ښاروال د پولیسو په توقیف کې د یو مدني فعال د مړینې قضیه په سم ډول ونشوه څېړلې او باید استعفاوې وکړي.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزرات نن چهارشنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) وویل چې د «یوې جنایتکارې ډلې» د چین او تاجیکستان تر منځ لویه لاره تړلې ده چې «اجتماعي سیاسي ثبات» ګډوډ کړي.

چارواکي وايي کله چې پولیسو د لویې لارې د پرانیستلو هڅه وکړه، معترضان ورسره ښکېل شول. عیني شاهدانو د تاجیکستان رسنیو ته ویلي دي چې په دغه اخ او ډب کې یو شمېر معترضان ژوبل شوي دي.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغې شخړې کې یو معترض وژل شوی او درې پولیس ژوبل شوي دي.

وزارت وايي چې «نړیوالې ترهګرې ډلې» د بدخشان ولایت د مظاهرو ننګه کوي، تاجیک معترضینو ته وسلې او مهمات برابروي او د «ترهګریزو اعمالو لپاره» یې خپل استازي هم سیمې ته استولي دي، خو وزارت د کومې مشخصې ډلې نوم نه اخلي.

معترضین وايي چې اعتراض یې سوله ایز او مدني حق دی. له هېواد څخه د باندې د تاجیکستان حکومت مخالفو ډلو غوښتي چې مقامات دې په بدخشان کې دې «د سوله ایزو اعتراضونو ځپل» بند کړي.

د بدخشان ولایت وضعیت د ۲۰۲۱ د نومبر د میاشتې راهېسې نا ارامه دی. دا ولایت له افغانستان سره په سرحد کې دي. اعتراض کوونکو یو ځل د دولتي ودانیو د نیولو هڅه هم کړې وه، خو پولیسو یې مخه ونیوله.

په تاجیکستان کې، چې شاوخوا ۹.۵ میلیون نفوس لري، مظاهرې کمې لیدل کېږي، خو په بدخشان ولایت کې، چې د حکومت اکثریت مخالفین په کې دي، وخت ناوخت مظاهرې کېږي.

د بدخشان ولایت د مساحت له پلوه د تاجیکستان نیم قلمرو کېږي او شاوخوا ۲۵۰زره نفوس لري. دا یو غرنی ولایت دی چې د اقتصادي ستونزو، بیکارۍ او خوراکي موادو د بیو د لوړوالي له کبله په کې د ژوند شرایط سخت دي.

د دغه راپور په لیکلو کې د رویټرز او ازادې اروپا د راډیو له معلوماتو استفاده شوې ده.