شاته

افغان سیاستوالو په طالبانو د فشار راوړلو لپاره ترکیه کې غونده کړې

د افغانستان شاوخوا ۴۰ سیاسي او مخکښو څېرو د ترکیې په مرکز انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې غونډه کړې او د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» په تشکیل یې بحثونه کړي دي.

د دغې غونډې یو ګډونوال، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته وویل چې په غونډه کې په پنجشیر او بغلان ولایتونو کې د طالبانو په ضد د «افغانستان د خلکو د مقاومت» کلک ملاتړ وشو.

دا غونډه تېر ماښام مۍ ۱۷ (غوايي ۲۷) شوې ده. یو بل ګډونوال هم، چې نغواړي نوم یې یاد شي، وویل چې د غونډې په پای کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د غیرمتمرکز پارلماني نظام په اړه یو پرېکړه لیک هم خپور شو. په پرېکړه لیک کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو په ضد د «مقاومت جبهې» حمایت هم شوی دی.

لا معلومه نه ده چې د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» د «مقاومت جبهې» سره څومره همغږې او منسجمه ده.

پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف د دغې غونډې مشر و. سرچېنو وویل چې د نظر د اختلافونو سره سره ښاغلي سیاف ګډونوالو ته قناعت ورکړای شو چې اختلافات یوې خوا ته کېږدي او اوس په طالبانو باندې د فشار په راوړلو تمرکز وکړي.

د دغې غونډې په پرېکړه لیک کې له طالبانو څخه غوښتل شوي چې افغانستان دې له دې زیات نور نه ورانوي او د ستونزو د حل لپاره دې خبرې وکړي. همدغه راز طالبانو ته ویل شوي دي چې هېڅ یوه ډله نشی کولای په زوره په افغانستان کې پایدار حکومت ولري.

د ملي جنبش حزب ویانداحسان نیرو

د پرېکړه لیک په اساس د «افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا» هڅه کوي چې د خبرو له لارې په افغانستان کې ټولشمول حکومت جوړ شي او که دا کار ونشو، بیا به شورا د طالبانو په ضد په نظامي اقداماتو غور کوي.

د سرچېنو په وینا په دغې غونډې کې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني هېڅ استازی نه و. وايي دا شورا ۲۵۰ غړي، لس کمېټې او د رهبرۍ یوه شورا لري چې ۲۵ کسان به یې غړي وي. سرچېنې ونه ویل چې د رهبرۍ شورا غړي به څوک وي.

د سرچېنو په وینا محمد یونس قانوني او احمد ضیاء مسعود په انلاین بڼه په دغې غونډې کې ګډون کړی و او د محمد محقق، میر رحمان رحماني او عطاء محمد نور په ګډون نور سیاستوال په غونده کې حاضر وو.

وايي ځینو نور پوځي اوسیاسي مشران هم وو خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال کریم خلیلي او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په غونډې کې نه وو.

د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا مسلط کېدو وروسته اکثریت افغان سیاسي مشران ترکیې ته تللي دي.

سره له دې چې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ترکیه افغان سیاستوالو ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي خو د ښاغلي دوستم په کور کې د دغې غونډې خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې غونډه تر قوي امنیتي تدابېرو لاندې نیول شوې وه.

طالبانو لا د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي خو حکومت یې له افغان شخصیتونو سره د «تماس یو کمېسیون» جوړ کړی چې ويې هڅوي افغانستان ته ستانه شي.