شاته

کرکټ: افغان لوبغاړی نوین الحق بې وزلو لوبغاړو سره د مرستو لړۍ پیلوي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي لوبغاړي نوین الحق په افغانستان کې د کرکټ له بې وزلو لوبغاړو سره د وسایلو د مرستو د یوې لړۍ [#NUH78 [Cricket Gear Scholarshipد پيلولو اعلان وکړ.

نوین الحق نن چهارشنبه مۍ ۱۸ (غوايي۲۸) امریکا غږ ته وویل چې د کرکټ د وسایلو او سامانونو مرسته به یوازې له هغو لوبغاړو سره کېږي چې د دغو توکو د نیولو وس نلري.

نوموړي وویل: «اکثریت لوبغاړي د اقتصادي ستونزو له کبله د لوبو وسایل نشي اخیستی او لوبې ترې پاتې کېږي. په شپږو میاشتو یا یو کال کې به ۱۰ او۱۵ لوبغاړو ته پوره ضروري وسائیل ورکول کېږي. دا مرستې یوازې له هغو لوبغاړو سره کېږي چې استعداد لري خو وس او توان نلري.»

نوموړي ويلي چې د مرستو دا پروګرام به یې په یوې یا دوو میاشتو کې پیلیږي چې په کابل او نورو ولایتونو کې به وي. نوین الحق زیاته کړه چې مستعد لوبغاړي به زما او زما د ټیم له لوري په ګوته کېږي او بیا به مرسته ورسره کېږي.

هغه دا اعلان په خپل رسمي فیسبوک کې هم کړی دی.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغې لوبغاړي وويل هغه پوهېږي چې د کرکټ د لوبود وسایلو اخیستل د ډېرو لوبغاړو لپاره سخت او په خبره یې یو شمېر لوبغاړو له همدې کبله کرکټ هم پرېښي دي.

د کرکټ لوبغاړی، بیټ، بال، خولۍ، دستکشې، جرابې، لباس، بکسې او دا ډول نورو اړوندو وسائیلو ته ضرورت لري چې د ۳۰۰ او ۵۰۰ امریکايي ډالر کېږي.

نوین الحق وايي دا ټول لګښت له جیبه ورکوي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی دا مهال د نړۍ په یو شمېر معتبرو تجارتي لیګونو کې هم لوبېږي.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو ته دا ټول وسائیل کرکټ بورډ برابروي، خو نورو لوبغاړي اړ دي چې په خپله یې واخلي.

تر ده مخکې د افغانستان د کرکټ دوو نورو لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبغاړو او ملي لوبډلو د لوبغاړو سره د یو شمېر وسائیلو مرستې کړې وې.