شاته

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و

د طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب تائید کړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن چهارشنبه مۍ ۱۸ (غوايي ۲۸) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یاد مذاکرات د «اسلامي امارت» په منځګړیتوب په کابل کې تر سره شول او په خبره یې د «پام وړ پرمختګ ترڅنګ پر لنډ مهاله اوربند توافق» وشو.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان اسلامي امارت د خیر غوښتني په نیت کوښښ کوي چې د مذاکراتو سلسله په بریالي شکل پرمخ ولاړه شي او له دواړو طرفونو څخه دیوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي."

د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت ویاند په دې اړه معلومات نه دي ورکړي چې په یادو مذاکراتو کې د پاکستان حکومت او یا پاکستاني طالبانو د کومې کچې استازو ګډون کړی و.

مخکې ځینو رسنیو د سرچینو له قوله ویلي و چې په دغه مذاکراتو کې د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر هم ګډون کړی و.

ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو دوه بندي غړي په کابل کې د طالبانو حکومت ته سپارلي.

یادو سرچینو ویلي که دغه خبرې بریالۍ شي د پاکستان حکومت به دغه دوه پاکستاني طالبان خوشي کوي. خو دغه راپورونه تر دا مهاله په خپلواکه توګه نه دي تائید شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د تیر کال د نومبر میاشتې په اتمه نېټه هم د افغان طالبانو په منځګړیتوب له پاکستاني طالبانو سرد بشپړه اوربند موافقې په اړه خبر ورکړی و.

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان تیره میاشت د لومړي ځل لپاره په ډاګه کړه چې حکومت یې د پاکستاني طالبانو سره په خبرو اخته دی او دا چې خبرې په افغانستان کې کیږي او د افغانستان طالبان پدې خبرو کې د مځنګړي نقش لري.

داسې ویل کیږي چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني چې د حقاني شبکې مشر هم دی پدې خبرو کې منځګړتوب کوي. ګمان کیږي چې سراج الدین حقاني د پاکستاني طالبانو د غورځنګ تر څنګ د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا (آی ایس آی) سره هم اړیکې پالي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۷ کال کې فعالیت پیل کړي او د دې ډلې په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون لس ګونه زره پاکستانیان وژل شویدي.